ټولنیزه برخه

د حماسي، حماسي خبرې ـ شک د څېړنې په لور لومړۍ کړکۍ ده

شرر ساپی

افغانستان د اسیا په زړه کې پروت هیواد دی، د بشریت په تاریخ کې دا د وریښمو د لارې او د پخوانیو بشري هجرتونو لرغونې نکته ده، دا هیواد جیوستراتيژیک موقعت لري، نو ځکه خو د بشریت په تاریخ کې د تجاوزګرو د سترګو قبله وه، د مقدوني سکندر څخه نیولې تر امریکايي ښکیلاکګرو پرې ټولو د خپل بخت اس ځلغولی دی، په دې هیواد کې په لسګونو داسې پوهاند تېر شوي چې ټوله نړۍ پرې ویاړ کوي، دې عظیمې خاورې به ډېر پېغمبران هم لیدلي وي او د ځینو محققانو او څېړونکو په نظر زدرشت هم د دغه لړۍ یوه کړۍ وه.

په دومره تاریخي سیمه کې به هرومرو ډېرې داسې فلکوریکې کیسې او اسطوري وبدل شوي وي چې له حقیقت نه به یې سرچینه نیولي وي.
له دې مقدمې څخه مې مطلب دا و چې د عبدالحمید حماسي په نامه د یو عالم د حماسي وینا په اړه چې په سوشل میډيا يې کې یې هنګامه جوړه کړه یو څه ولیکم.

حماسي صیب په خپلو خبرو کې دوه هغه خبرې وکړې چې د فیسبوک او د مجلسونو نقل وګرځېدې، نوموړي ادعا وکړه چې سلیمان علیه السلام کابل ته راغلی و، د سلیمان غره ته وخوت او هند ورته تیاره ښکاره شو، دوهمه خبره يې دا وکړه چې لوګر په قران کې راغلی دی.
ایا دومره لویه ادعا یو څوک کولی شي؟
ولې نومړي دا ادعا وکړه؟
پوهاند وايي چې علمي شک د څېړنې لپاره لومړۍ محرکه قوه ده، همدې شک زه دې ته اړه کړم چې د دغه دوه خبرو په اړه يې پلټنه وکړم.

لومړی ادعا:
په اوومه هجري پېړۍ کې لوی مؤرخ او سیاح ابن بطوطه کابل ته راځي، د خپلې سفرنامې په دریم ټوک کې د کابل په اړه وایي:
((ثم سافرنا إلى كابل وكانت فيما سلف مدينة عظيمة، وبها الآن قرية يسكنها طائفة من الأعاجم يقال لهم الأفغان، ولهم جبال وشعبا، وشوكة قوية، وأكثرهم قطّاع الطريق، وجبلهم الكبير يسمى كوه سليمان، ويذكر أن نبي الله سليمان عليه ‌السلام صعد ذلك الجبل، فنظر إلى أرض الهند وهي مظلمة فرجع ولم يدخلها فسمي الجبل به، وفيه يسكن ملك الافغان)).

بیا مو کابل ته سفر وکړ، پخوا لوی ښار و، اوس په کې یو کلی و چې د عجمیانو یوه طائفه په کې اوسیدله، افغانان یې بلل، غرونه او درې يې لرلې، د غښتلي ځواک څښتانان وو، خو اکثره یې لارې شکوونکي وو، د دوی غر د سلیمان د غرۀ په نامه یادېده او ویل کیږي چې د الله نبي سلیمان علیه السلام همدغه غرۀ ته وخوت، د هند خاورې ته یې وکتل، هغه تپه تیاره وه، بېرته راستون شو، هند ته کوز نه شو، نو دا غر بیا د سلیمان په غره یاد شو او په دې کې د افغانانانو پاچا اوسیږي)).

په غالب ګومان حماسي صیب دا خبره د ابن بطوطه د تاریخ په استناد کړې ده، که څه هم ابن بطوطه دا خبره په ممرضه صیغه کړې ده، دا چې د ابن بطوطه په عصر کې د سلیمان غرۀ په لمنو کې د افغانانانو کوم پاچا اوسېده؟ د دې څېړنه هم په کار ده.

دوهمه ادعا:
حماسي صیب وايي چې د لوګر نوم په قران کې ذکر شوی دی، دا ډېر عجیبه خبره ده، موږ خو ټول قران لوستی، د لوجر نوم موږ په قران کې نه دی لیدلی. له ډېر فکر او تحقیق وروسته زه دې پایلې ته ورسېدم چې په لوګر کې د مسو مشهور کان دی، دا کان د مس عینک په نامه یادیږي، په قران کریم کې د سلیمان علیه السلام په اړه الله تعالی د سبا سورت په ۱۲ ایت کې فرمايي:
((وَلِسُلَیْمَانَ الرِّیحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَرَوَاحُهَا شَهْرٌ وَأَسَلْنَا لَهُ عَیْنَ الْقِطْرِ وَمِنَ الْجِنِ‏ّ مَن یَعْمَلُ بَیْنَ یَدَیْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَمَن یَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِیرِ)) د سأ سورت 12ايت

او د سليما لپاره مو باد(مسخر او ایل کړ) چې سهار به یې د یوې میاشتې لاره وهله او مازیګر به یې د یوې میاشتې لاره وهله، او د هغه لپاره مو د مسو چینه وبهوله او د هغه تر مخې به د الله په امر د پیریانو یوې ډلې کار کاوه او هر یو چې به یې زموږ له امر نه سرغړونه وکړه نو موږ به سوځونکی عذاب ورکړو.

په دې ایت کې د “عین القطر” ترکیب کارېدلی دی، چې معنی یې “د مسو چینه” ده، د ابن بطوطه په تاریخ کې مو کابل ته د سلیمان علیه السلام د راتګ خبره ولوسته او په لوګر کې مس عینک هم مشهوره سیمه او نوم دی، دا اوس د ژبپوهانو او پوهاندانو کار دی چې د مس عینک په اړه تحقیق وکړي، ولې ورته عینک ویل کیږي، ایا دا هم هغه “عین” دی چې په تصغیر یاد شوی، که سیمې ته منسوب دی، که سیمې ته منسوب وي، نو بیا د سیمې نوم ولې عینک دی؟
د ځينو لرغونو اثاور د څيړونکو په وینا چې د مس عینک په سیمه کې پخوا د مسو د ویلي کولو بټۍ هم موندل شوې وې چې ډېره لرغونتیا یې لرله.

شرر ساپی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ظاهر شکوري

وختی چی علماالکرام په دی ښه پوهیږی چی د فتنو زمانه ده او د دین دښمنان په خزو کښی ناست دی او د مسلمان بلخوصوص د علماوو و یو اندک اشتباه ته بړاس/ پړسول ور کوی او بیا په یوه داسی ټولنه کښی چی تر 90% د خپل دین او اسلام څخه ناخبره وی نو بیا و داسی مسائلو ته زما په اند هیڅ ضرورت نسته چی د دښمن د تمسخر او پروپاګنډ سبب و ګرځی ، جزاک الله خیراً

حیران

باالکل زه هم په همدی نظریم او هم دا دلیل لرم. حماسی صاحب یا نور علما باید په دی حساس وخت کی کوشش وکری دیر مدبرانه مخ ته لار شی. حتی واضح شیان تذکر هم په تدبیر او حکمت سره وی زکه نه ملت هوشیار دی او نه هم غلیم خاموش او غیر فعال

جبران خلیل

سبحان الله حماسي صیب ته دې الله ج ډیر ژوند ورکړي د علم یو چینه د

غ.حضرت

سلامونه. زما د حماسی صاحب معصومانه او خاضعانه څېره او ژوره مطالعه ډېره خوښېږی چی هیله ده حماسی صاحب د اوسنی سیاسی – حاکمیتی د برمې د څاه څخه ګوښه ګوښه واوسی چی خدای مکړه ور و نه لویږی چی تندی به ئې مات سی. امّا د حماسی صاحب ادعا ( په قرآن مجید کی د لوګر د نوم ذکر ) که ثابته هم سی ( ممکن اثبات ئې ناممکن هم نه وی ) نو افغان او لوګری ته به د ویاړ او افتخار ځای نه وی. په قرآن مجید کی د ” مصر ” او ” بابل ” نوم… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx