افغانستان

کابل: يو شمېر ديني عالمانو د نجونو ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ وری، ۱۴۰۱ل): وروسته له هغه چې حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د بندولو امر وکړ؛ په اړه يې په کور دننه او بهر ډېر غبرګونونه راپارېدلي دي.

تېره ورځ په کابل کې يو شمېر ديني عالمانو په يوه غونډه کې د پوهې په ارزښت او اهميت خبرې وکړې او د غونډې ګډونوالو په يوه خوله له حکومت څخه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د ژر پرانستلو غوښتنه وکړه.

دیني عالم شیح‌الحدیث محمد نور ابراهیمي وويل چې که د نجونو ښوونځي له هلکانو سره په جلا وخت، د حجاب په مراعت سره ترسره شي نو دا هيڅکله له اسلامي شريعت سره په ټکر کې نه ده.

د عبدالمتین په نامه يو بل ديني عالم وويل چې اسلامي شريعت د مېرمنو د زده کړو مانع نه دی او استدلال يې وکړ چې رسول الله (ص) د مېرمنو په غوښتنه د چهار شنبې ورځ د هغوی زده‌کړه ته ځانګړې کړې وه.

علماوو د نجونو لپاره زده کړې د هغوی حق وګاڼه او ويې ويل چې اسلامي شريعت د نجونو د زده کړو مانع نه دی.

دیني عالمانو د اسلامي امارت مشر شيخ الحديث هبة الله اخندزاده ته د يوه لیک له لارې مشوره ورکړه چې له شپږم ټولګي پورته دې د نجونو ښوونځي پرانېزي.

حکومت نږدې لس ورځې وړاندې په ټول افغانستان کې د ښوونځيو د پرانيستلو اعلان وکړ خو وروسته يې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي په موقت ډول بند کړي دي چې لا يې هم د بېرته خلاصون کوم څرک نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

دغه نظر د یو شمېر علماوو نه دی بلکه د افغانستان او د ټولې اسلامي هېوادونو د علماوو نظر دی. د نجونو پرمخ د ښوونځیو د دروازو تړل د ټولو اسلامي او انساني ا صولو سره جفاده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx