نظــر

د قوش تېپې کانال پروژه؛ د لانورو هڅو اړتيا

خان محمد تکل

د خوش تېپې کانال پيل د افغانستان د اقتصاد او پراختیا د نجات لاره ده ولې بسنه نه کوي، موږ باید نور پسې مخته ولاړ شو او د نورو لویو پروژو تطبیق ته مټې را بډوهو.
مهمه نه ده چې پروژه د چا په وخت کې پلان او شروع شویده او یا شروع کیږي، څه چې مهم دي هغه دا دي چې د یو پر ځان بسیا او زرغون افغانستان لپاره کار وشي.

ملي پروژې باید وضعیت ته په کتو اولویت بندي شي، کار ورباندې پيل او د جوړولو چارې یې له ځنډ او خنډ سره مخ نشي، تر څو پروژې په خپل وخت او ښه کیفیت تطبیق شي. د ملي پروژو تطبیق باید د ولس او وطن لپاره وشي، نه باید د داخلي کشمکشونو او سیاستونو له امله قرباني شي.
د دې تطبیق زموږ د ټولو ملي او ایماني وجیبه او د افغانستان د راتلونکو نسلونو د ښې راتلونکې لپاره په میراث پریښودل دي.

وخت په خورا تېزۍ سره روان دی موږ باید دې څو عمده ستونزو ته په کتو د لویو پروژو د تطبیق چارې ګړندۍ کړو، یو د “اقلیم بدلون او د وچکالیو د دورو ژر تکرار دی چې هېڅ سرحد نه لري او په ډیر شدت سره هر څه زیانمن کوي، بل د نفوس تر حده زیات زیاتوالی دی چې د اوبو موجوده سرچینې تر خورا سخت فشار او اغېزي لاندې نیولې دي، دریم د اوبو د بې ځایه استفادې په هکله د خلکو د شرعي او علمي پوهې او پوهاوي نه شتون، د اوبو مدیریت او د اوبو څخه د بې ځایه او غیر مؤثره استفاده او ترڅنګ یې د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره د کافي بشري سرچينې او ظرفیتونو کمښت په افغانستان کې د اوبو د مدیریت لپاره پرتې ستونزې دي، نو اړینه ده چې په خورا ځیرکۍ او مسلکي توګه د پورته ستونزې په ښه ډول مدیریت او د لویو پروژو په تطبیق کې چټکتیا را منځته شي او پورته ستونزو او حالاتونو ته په کتو په ښه ډول تطبیق شي.

هېره دې نه وي چې د دې ډول پروژو تطبیق د ملتونو د نجات او د بېوزلۍ د له مینځه وړلو لپاره خورا ګټور ثابت کېدای شي او د ملتونو د روښانه ژوند او راتلونکي تضمین کوي.

په دې اړه مسؤلینو ته څو لنډې سپارښتنې:
۱- په تېر کې یوه لویه ستونزه چې موږ ورسره د اوبو مدیریت د لویو پروژو په تطبیق کې ورسره مخ و هغه د امنیت نه شتون، د ځمکو په تصفیه او استملاک کې د خلکو نه همکارۍ او د دوی نه رضایت و چې اکثره وخت د لویو لويو پروژو چارې به یې ټکنۍ کولې.

د امنیت په ښه کېدو سره اړینه ده چې د تصفیه او استملاک چارې په جدي توګه په نظر کې ونیول شي او د ټولو ملي پروژو د تصفیه او استملاک لپاره یو ملي پلان جوړ او کارونه یې په شدت سره شروع او خلک دې ته وهڅول شي چې د لویو پروژو په تطبیق کې له اداراتو او تخنیکي ټیمونو سره همکار واوسي ځکه دغه پروژو د دوی او د دوی د راتلونکو نسلونو د روښانه راتلونکي لپاره تطبیق کیږي.

۲- د اوبو مدیریت او برښنا پروژو د تطبیق لپاره باید په کافي اندازه بودیجه په پام کې ونیول شي. د اوبو مدیریت ټولې تر کار لاندې او په راتلونکي پلان پروژو باندې عملاً کار پيل شي. تر څنګ یې د بریښنا په دوه الی درې لويو بندونو کار پيل شي. ځکه دا یواځينۍ لار ده چې د برښنا، د اوبو زیاتوالي او ځمکو خړوبولو په برخه کې زموږ ستونزې حل کولی شي.

۳- د خوش تېپې او دې ته ورته نورو پروژو لپاره د سروې، ډیزاین او تطبیق یو ډیر قوي او تخنیکي ټیم او ظرفیت ته جدي اړتیا ده او د دې کار لپاره مونږ په خپله تېره اداره کې او د ملي پراختیا شرکت تر چتر لاندې د یو قوي سروې، ډیزاین او تطبیق یوه منظمه پروسه شروع کړې وه، هغه بیا ځلي پيل او د سروې، ډیزاین او تطبیق مرکز بیا ځلي فعال او کافي بودیجه ورته په نظر کې ونیول شي تر څو د ملي پروژو د شروع د افتتاح تر څنګ د ښو پروژو د تکمیل د او ګټي اخیستنې شاهدان واوسو او په دې برخه کې د داخلي انجينیرانو د ظرفیتونو په نظر کې نیولو سره بیروني متخصیصینو ته هم په ځینو برخو کې اشد ضرورت دی، تر څو داخلي انجنیران یي ترڅنګ کار وکړي او د انجینرانو د ظرفیت جوړولو تر ټولو مؤثره او ارزانه طریقه ده، ترڅو داخلي انجینران مو وروزل شي او ترڅنګ یې راتلونکې کې ددې ملي پروژو د لاښه تطبیق لپاره کار وکړئ.

۴- ددې ټولو ملي پروژو د اولویت بندۍ، بودیجه او د ځمکو د تصفیې او استملاک د مشکلاتو او تصمیم نیونې لپاره دې د اوبو، ځمکو او چاپیریال ساتنې شورا یو ځل بیا په عالي سطحه فعاله شي تر څو ټولې پروژې او د اوبو مدیریت مو شرایطو ته په کتو تر سره کړی وي.

د یو پر ځان بسیا افغانستان په هیله

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx