افغانستان

سعودي عربستان کې سبا لومړۍ روژه ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ وری، ۱۴۰۱ل): د سعودي رسنيو ويلي چې په دغه هيواد کې د روژې مياشت وليدل شوه او سبا شنبه د روژې لومړۍ ورځ ده.

د سعودي رسنيو اعلان وکړ چې د سدير او تمير په سيمو کې د روژې مياشت ليدل شوې ده خو تر اوسه د سعودي سترې محکمې رسمي اعلان نه دی کړی.

افغانستان چې تر دې وړاندې په روژه او اختر کې د سعودي په اعلان عمل کاوه خو د افغانستان حکومت تېره اوونۍ د شيخ عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د مياشتې لیدو ځانګړې کمېټه وټاکله خو تر اوسه يې د روژې مياشتې ليدلو يا نه ليدلو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx