دیني، سیرت او تاریخ

د الله تعالی ذکر

عبدالسميع سعيد

د تصوف په ډګر کې ذکر يا د الله تعالی يادښت لۀ اساسي کړنو شمېرل کېږي، دا د بنده او د هغۀ د خالق ترمنځ د پيوستون هغه پل دی چې د رب په خاص فضل ور عطاء کېږي، چاته چې دا شتمني ورکول شوه هغه به په بلې شتمنۍ پسې لالهانده نشي، دې درګاه ته چې چا پناه راوړه د بلې پناه ګاه لټه به ونکړي.

ذکر د باطن د سپېڅلتيا لپاره يوه ښه مقدمه او پيليزه ده، که خپل بدن او جسد د هر راز مرضونو څخه سالم غواړو اړينه ده چې ځان په دې‌ زيور (ذکر) مزين کړو.
تر ډېره باطني ژوند پر ذکر ولاړ دی، يو زړۀ هله روغ رمټ او ژوندی وي چې د رب، خالق، مربي او توانمند خدای ياد پکې موجود وي، کله چې هم دا ياد او ذکر د انسان له زړۀ فاصله مومي همدلته ددې زړه تدریجي مرګ پيل کېږي.

د ډېر لوړ مقام له مخې ورته د ټولو عباداتو روح او غذا ويل کيږي، همدا راز دې سره د انسان په درجاتو کې زياتوالی راځي، نفسي ډاډ، روحي سکون، سرور او بريا د الله جل جلاله په ياد کې نغښتي.

هغه کور، کلی او حجره سکون مومي چې د رب ذکر او ياد پکې ډېر ډېر کېږي.
د انسان پل هغه وخت إستقرار، إستقامت او غښتلتيا پيدا کوي چې زړه یې د خپل خالق په ياد ژوندی وي.

په کومو مجلسونو کې چې د حق تعالیٰ ياد کېږي هغه د خير او برکت، فضل او کرم، رحمت او مغفرت مجلسونه دي، هلته بې درېغه فيوضات اوري.

په ژبې سره د الله تعالیٰ نوم ډېر ډېر يادول هغه کړنه ده چې په برکت یې د ژوند څرخ روان دی، کله چې د الله ياد ختم شي د دنيا زوال حتمي کېږي.

مولانا رومي څه ښه وايي:
الله الله ذکر پاک نام دوست – إسم أعظم از برای قرب اوست.
د خالق تعالی ياد په زړه کې هم صحیح دی، آن د ژبې تر ذکر غوره هم دی.
د حق تعالیٰ په ياد سره زړونه رغېږي، تازه روح پکې پوکېږي او نوی ژوند پيلوي، او نرمښت پکې پيدا کېږي.

که له رب سره غښتلی تړون راولو په ذکر به یې راولو، راځئ هوډ وکړو چې د متعال رب ذکر او ياد به په خپلو زړونو کې همېش ساتو، خپل د ايمان بڼ به په دې ارزښتمنو اوبو خړوبوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد منیر اطهر

تاسو باید د حنفي فقه بشپړ آنلاین کتابتون جوړ کړئ. ځکه پۀ انټرنټ کې ټول دیني معلومات شیعه منابع دي او همداراز پۀ دري ژبه دي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx