ادبي لیکني

له يوې دولتي ادارې بې خونده خاطره

احمد جاويد شکيب

د یو چا د کار لپاره د یوه وزرات یوې ادارې ته لاړم، د چارواکي په دفتر کې یو بل مراجعه کوونکي هم شتون درلود.

مراجعه کوونکي کس چارواکي سره خبرې پیل کړې، چې فلاني شیخ معرفي کړی دی. چارواکي او مراجعه کوونکي د شیخ د ځای او د پيام په باره کې سره خبرې کولې.

مراجعه کوونکی چارواکي ته وايې چې شیخ د فلاني ولایت دی(د چارواکي ولایت يې ورته یاد کړ) چارواکی ورته وایي چې ما په هغه ولایت کې وخت نه دی تیر کړی.

د چارواکي او مراجعه کوونکي ترمنځ محاورې هیڅ خوند رانه کړ.

په زړه کې ډیرې پوښتنې راسره پيدا شوې دا جرئت مې ونه کړ، چې مستقیماً یې له چارواکي سره شریکې کړم. خو هغه پوښتنې دلته شریکوم، که د ا.ا کوم مسؤلین یې ولولي، ځکه اوس دا مرض لکه د کرونا ویروس داسې ساري دی، چې کیدای شي ډیرې لږې ادارې به پرې اخته نه وي.

آیا یو چارواکی باید یوازې هغه وخت د یوه مراجعه کوونکي مشکل حل کړي، چې کوم شیخ ورته معرفي کړی وي؟

که فرضاً د مراجعه کوونکي شخص غوښتنه غیر اصولي او غیر قانوني وي، نو د کوم شیخ او عالم سفارش دا غیر قانوني مسئله مشروع کولی شي؟

ولې چارواکي مراجعه کوونکي ته نه وایي چې تاسو زما مسلمان ورور یاست که چا معرفي کړي ياست او که يې نه یاست معرفي کړي، که کار مو اصولي وي، ترسره کوم يې او که زما له وس پورته وي درڅخه به معذرت وغواړم؟

آیا دا به ګناه او له مقام سره چې یو امانت دی، زیاتی نه وي، چې د ادارې پرنسیپ په نظر کې نیولو پرته یوازې خپله سلیقه او یا د ادارې څخه د باندې د یوه چا د غوښتنې په اساس فیصله وشي؟

آیا دا مناسبه ده، چې د ا.ا چارواکي ته هم د جمهوریت د وخت په څیر تبعیض، خپلوي او شخصي سلیقه مطرح وي؟

آیا دا لا ډیر لوی عیب نه دی، هغه غیرقانوني کار، چې حتی تېر نظام کې هم چارواکو د ترسره کولو جرئت یې نه کولو، اوس يې د ا.ا. چارواکي ترسره کړي؟

رب دې زموږ چارواکي د پورتنۍ پوښتنو ځواب ته متوجه کړي، هغه دین چې نن موږ پرې فخر کوو، ځکه د هر چا لپاره د قبول وړ دی، چې د دین رسونکي رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو یې د قوم، سفارش او سلیقې په اساس پریکړې نه دي کړي.

د یوه حدیث مفهوم څه داسې دی. د الله سبحانه و تعالی رسول پر قریشي ښځې، چې غلا يې کړې وه، د الله حدود جاري کوي، ځینې رسول الله ته سفارش کوي، چې دا ښځه خو قریشي ده! د الله رسول په غصه کیږي او وايي، مخکیني قومونو به غریب مجازات او مالداره معاف کول، چې رب د هلاکت معامله ورسره کړې، په الله مې دې قسم وي، چې که زما لور، فاطمه هم غلا وکړي نو د الله حد به پرې جاري کوم.

تېر نظام په ۱۱ ورځو کې د جګړې په پایله کې له منځه نه دی تللی تېر نظام خپل فساد، له ولس سره ظلم، کبر، پر کُفر اعتماد وخوړ.

فاعتبروا يا أولي الأبصار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx