ټولنیزه برخه

په ځوان نسل د انټرنيټ منفي اغېز

حسان مجاهد

په نن زمانه کې انټرنيټ يو بل ته د پيغام ليږلو، معلوماتو ته د لاس رسي او نورو اسانتياوو لپاره يوه مهمه وسيله ده. له دې سره انټرنيټ د دعوت او د دين په خپراوي کې هم ستره ونډه لري؛ په ډېره اسانۍ سره کولای شو چې خپلې ديني خپرونې، غږيز درسونه، مقالې او نظرونه په لږ وخت کې د نړۍ له ډيرو خلکو سره شريک کړو.

خو انټرنيټ له مثبت اړخونو سره په څنګ کې ډير منفي اړخونه هم لري، په خاصه توګه د ځوان نسل لپاره د ګمراهۍ او بې لاريتوب يوه آسانه لاره ده.

په دې لیکنه کې مونږ غواړو د انټرنيټ منفي اړخونه، ناوړه پايلې او د حل لارې بیان کړو، ترڅو مور او پلار بلکه هر مسؤل د خپل ماتحت د اعمالو څارنې او پوره اصلاح ته متوجه شي.

منفي اړخونه او بدې پايلې:
۱_ فحش تصويرونه او فلمونه:
د اسلام مبارک دين د يوې پاکې ټولنې غوښتونکی دی او د هر ډول بد اخلاقۍ، فحشا او بې لاريتوب په وړاندې يې د مبارزې او حل لارې حکم کړی ده.

په نن عصر کې د غربي مطبوعاتو له لوري چې کوم فاحش سريالونه، فلمونه، ډرامې او تصويران خپريږي د ډيرو کسانو خصوصاً د ځوان نسل د بې لاريتوب، ديني احساساتو د کمزورۍ، رواني او فکري ناروغيو او په کفارو پسې د تقليد يوازينۍ ذريعې دي.

په قران کريم کې پردۍ ښځې او سړي ته له کتلو منع راغلې ده، لکه دا مضمون د سورة نور په ۳۰,۳۱ اياتو کې بيان شوی دی او د بخاري حدیث دی چې سترګې هم زنا کوي او زنا يې کتل دي، په دې کې فرق نشته که د سړي عورت ته وکتل شي او که د ښځې، بلکه معاصر فقهاوو ليکلي دي چې تر اصلي نظر تصوير يا فلم ته کتل ډيره ګناه او لويه فتنه ده ځکه له تصوير او فلم ډېره استفاده کيږي.

۲_ د وخت ضياع
وخت د الله تعالی ستر نعمت دی، موږ امر شوي يو چې د دنيا په دا «کوتاه » ژوند کې له خپل لږ عمر څخه ډېره ګټه پورته کړو او د ابدي ژوند لپاره څه له ځان سره يوسو، خو د اوسنۍ ټولنې مسلمان ځوانان هر یو په عبثیاتو لګيا دي، تر قلم او تورې يې زیات سوچ فلم، ګېم او سريال ته وي. تر شل کلنۍ پورې ځوانانو ته د ماشوم خطاب کیږي، خو حال دا چې په اسلامي تاریخ کې تر ډیره حده سترې کارنامې داسې ځوانانو کړي دي، چې عمرونه یې له دوه ویشت کلنۍ کم وو. خو له هغوی سره د خپل دین او امت د عزت فکر و، هغه څه چې اوسني ځوانان ترې محروم دي. نن وخت سکرين ته په کتلو خلګ خپل قيمتي وخت ضائع کوي؛ داسې سريالونه، فلمونه جذابې او جادوګرې خپرونې او ګيمونه شته چې د سړي زيات وخت نيسي.

۳_ په روغتیا یې منفي اغیزې:
کارپوهان وايي، چې د انټرنېټ ډېر استعمال د فشار او رواني ناروغیو لامل کېږي، چې د وینې لوړ فشار، شکرې، بې خوبۍ، د وزن زیاتېدل او چاغوالي او د زړه د نورو ناروغیو لامل کېږي، چې د سکرین مخې ته په داسې حالت کې ناست د ټولو ناروغیو لامل کېږي. کله چې له مغز پرته نور ټول اعضاء ولاړ وي، نو په مغز ټول فشار راځي چې نشي زغملی او د فشار قرباني کېږي او پاتې اعضاء د ډېر وخت لپاره حرکت نه شي کولای، چې له امله يې د نورو ناروغيو ښکار کېږي!

زما یو نږدې ملګری حافظ ډاکټر محمد سمیر قریشي چې د کراچۍ د ډاو پوهنتون د ارواپوهنې استاد او پروفیسور دی وايي چې ځینې کارپوهان وايي چې د انټرنيټ زیات استعمال د هغو ناروغیو لامل ګرځي چې د نشه يي توکو د استعمال له امله رامنځ ته کیږي، ځکه چې بدن ورته پیدا کوي. زیان رسوونکي کیمیاوي توکي چې د مخدره توکو په کارولو سره تولیدیږي او هغه مادې چې یو څوک یې ډیر کارولو ته اړ وي چې د مختلفو ناروغیو لامل کیږي.

۴_کورني اختلافات او شخړې:
انټرنيټ د کورنيو شخړو او جنجالونو يو ستره ذريعه ګرځيدلي ده: د والدينو او زامنو، د ميرمن او خاوند او د نورو خپلوانو تر مينځ کله د انټرنټ په وجه لوی اختلاف رامنځته شي، چې کله د والدينو آزار او توهین او د زوجينو تر مينځ طلاق ته کيسه ورسيږي. څو ورځې وړاندې په لاهور کې د(pubg پب جې ګيم) يو فعال له ګېمه د اغېزمن کېدو پر مهال د کورنۍ څلور تنه غړي ووژل. دې ته ورته پېښې پخوا نورې هم رامنځته شوې دي.

۵_ د فکرونو تخريب:
په انټرنيټ کې نن سبا د ملحدينو، سیکولرانو او مستشرقينو لخوا تنصير، الحاد، يهوديت او نورو باطلو اديانو او افکارو ته پوره دعوت روان دی، مستقل سايټونه او ويب پاڼې په دې شپه ورځ کار کوي، غواړي چې مسلمانان په خپل دين بې باوره کړي، ديني احساسات يې کمزوري کړي، د اسلام په اړه شبهات ورته پيدا کړي او د باطل په وړاندې يې له مقاومت څخه وروسته کړي.
دا هغه ستر زيانونه دي چې د انټرنټ ناسم استعمال يې په څنګ کې لري.

د حل لارې:
۱_هر مؤمن او مؤمنه باید ټولو اوامرو خصوصاً لمانځه ته پوره پاملرنه وکړي او په سمه توګه يې ترسره کړي، ځکه په عبادت سره الله تعالی ته انسان نږدې کيږي او بيا د شيطان او نفس له دښمنۍ څخه په امان کې پاتې کيږي.

۲_د انټريټ هر کاروونکی بايد ځانته مشخص هدف وټاکي، ځکه بې هدفه د انټريټ استعمال د پورته ټولو زيانونو لامل ګرځي او د انټرنيټ له استعمال څخه غوره هدف« له اسلامي ويب پاڼو، سايټونو او فلمونو څخه ديني او عقيدوي معلومات ترلاسه کول، نور نيکۍ ته رابلل، له منکراتو نه يې منع کول، په معاصر سیاست او تاریخ کې بلدتيا، د نړيوالو له ژونده او د مسلمانانو له احوالو خبرتيا او ورځني اخبار کتل».

په دې زمانه خلکو د انټرنيټ له لارې مسلمانانو ته د دين زياته حصه رسولې ده. غوره او د پلټنې وړ ويب سايټونه او انټرنېټي شبکې په لاندي ډول دي:

د ژوندي نشراتو لپاره اوس مهال د(افغانستان ملي تلويزيون) چې وخت په وخت ولس ته په زړه پورې خبرونه، نظرونه، مستند فلمونه او خپرونې لري؛ د مسلمانانو د ويښتابه لپاره او د ځوان نسل د سالمې تربيې لپاره ښه کار کولای شي.

د ليکنو په برخه کې، افغانستان کې په پښتو ژبه دوه معتبر عالمي سايټونه اول تعليم الاسلام راديو https://www.taleemulislam.net/دوهم آن لاين اسلامي لارښود (www.dawat610.com)چې په ټوله نړۍ کې خپرونې کوي، په لکونو دايمي لوستونکي لري، په ميليونونو مطالب يې لوستل شوي دي، په زرګونو کتابونه ورڅخه ښکته شوي دي.

د نن ټکی آسیا، کابل ټکی کام او عزم ويب پاڼو څخه د ديني، ټولنيزو او ادبي ليکنو او مقالو لوستل، همدارنګه په عربي ژبه د صيد الفوائد (http://saaid.net) سايټ په لکونو لوستونکي لري، په زرګونو مطالب پکې ځای پر ځای شوي او يوازې يو کس يې پر مخ وړي.
د الدرر السنيه (www.dorar.net) عربي سايټ دی چې بې انتها زيات خدمات يې وړاندې کړي دي.

همدارنګه د الاسلام سوال جواب عربي پاڼه (https://islamqa.info/ar) ده چې په لکونو مسائل پکې خپاره شوي دي.

همدارنګه موقع المسلم، موقع الاسلام اليوم، موقع الاسلام أون لاين، موقع طريق الی الله، موقع الألوکه، موقه المربي او نور.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx