د روژې مبارکه میاشت

په روژه کې د بيوزلو لاس نيوى وکړئ

زرداد شينوارى

الله تعالی په خپل لوی حکمت سره د خیر لارې د بشریت د سعادت او نیکمرغۍ لپاره پرانیستي دي. یو له دغو ډاليو څخه، د روژې مبارکه مياشت ده چې له شک څخه پرته په دې مياشت کې چې له ښيګڼو او برکت څخه ډکه، د نفس د تزکيې او باطني پاکوالي سربیره د الله تعالی په وړاندې عبادت دی.

په دې میاشت کې د انسان اخلاقي، ټولنيز اړخونه او هم د هغه معنویت روزل کيږي او د مسلمانانو تر منځ د ترحم، عاطفې، همغږۍ او خواخوږۍ روحیه رامنځته کيږي.

روژه لرونکی کس، په ځانګړي توګه هغه شتمن چې د ایمان او صداقت له مخې روژه ولري؛ هغه مهال چې ولږه او تنده احساس کړي، د بيوزلو او ناتوانه کسانو حالت ته يې پام را اوړي.

د بيوزلو او ناتوانه کسانو د درد احساسول په حقیقت کې د الله تعالی او نبي کریم صلی الله علیه وسلم اوامرو ته غاړه ایښودل او له هغوی څخه اطاعت کول دي. د بيوزلو لاسنیوی او محتاجو کسانو سره مرسته ددې میاشتې د فضایلو درک کول دي، ځکه دا میاشت، بيوزلو ته د مرستې میاشت ده. همدارنګه د عبادت د قبلیدو لپاره، غوره ده چې تر ټولو لنډې او اغيزمنې لارې ولټوو چې یو له دغو لارو څخه د خدای مخلوق ته خدمت دی. له بلې خوا؛ بیوزلو ته مرسته د اسلامي عدالت له مظاهرو څخه دي او دا عمل د اسلامي ټولنې د ستنو د ټینگښت لامل.

نن ورځ ښه فرصت دی چي دا کار وکړو، د خپل ورور لاس ونيسو، د خپل ورور غم وخورو، د خپل ورور مشکل حل کړو، خپل ورور په مشکل ځان خبر کړو او د هغه هره ستونزه د ځان ستونزه وبولو، ځکه روژه د برکتونو میاشت ده موږ باید هڅه وکړو ترڅو په دې میاشت کې ثوابونه خپل کړو، په دې میاشت کي بېوزلو، محتاجو او اړمنو کسانو او کورنيو ته صدقه یا خیرات ورکړو، ځکه صدقه او خيرات له غوره عبادتونو څخه ګڼل کیږي او د لله د رضاء د لاسته راوړو سبب ګرځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: په پټه خیرات کول د الله د غضب مخه نیسي.(صحیح بخاري).

په بل حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي ” الصدقة تطفئ الخطيئة كما يطفئ الماء النار” ( ترمذي ) یعنې خیرات کول ګناهونه داسې محوه کوي لکه اوبه چې اور.

زید بن خالد رضی الله عنه وايي رسول اللهﷺ فرمایلي دي: هغه څوک چې یو روژه دار ته روژه ماتی ورکړي ددې کس اجر هم د هغه روژه دار هومره دی بغیر د کوم کموالي نه) ترمذي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx