نظــر

ټیکنالوژي ایمان ته سلامي شوه

اسدالله رزين

د طالبانو فتحه له هیچا هم پټه نه سوه پاته او د فتحې راز یې هم ایمان او د ایمان په حکم جهادي هلې ځلې وې چې له افغانستانه یې د امریکایي اشغالګرو د شړلو حقیقت او ویاړ د تاریخ حسن او د قرآنکریم په استناد یې د مظلومانو فتحه په جبارانو برملا او ثابته کړه.

لکه چې فرمایي: کم من فئة قلیلة غلبة فئة کثیرة باذن الله).دغه ډول فتحې په انساني ژوندون کې لږې او کله کله پیښې شوې دي، خو د اغیز سیمه یې پراخه، تنویري او انقلابي وي او الله تعالی(ج) هم له ایمان لرونکو سره د فتحې ژمنه کړې ده، چې د هغې ژمنې په وړاندې بیا ټیکنالوجي هیڅ حیثیت، زور او سور نه لري. الهي ژمنه وړتیا لرونکو ته لاس ورکوي. دغه په یویشتمه پېړۍ کې چې دوی د ځان پیړۍ نومولې وه. یو ځلې بیا په محمد رسول الله (ص) ګران امت پرې ونازول شو او مخالف کفري لوری غاصبه امریکا، اشرباڼي، تالي څټي او پرمخ تللې ټیکنالوژي یې طالبانو ته سلامي شوه او ویې ښودله چې د خالق د ژمنې په وړاندې د باغي مخلوق د مخامخ کېدو ځواک له تسلیمېدو پرته بله لاره  نه ویني.

الله تعالی(ج) فرمایي(چاچې ایمان راوړ او سم کارونه وکړل هغو ته په ځمکه کې خلافت ورکوم او مخکینيو ته مې هم ورکړی دی). تاسې په تاریخ کې د حق او د باطل لومړۍ جګړې یعنې بدر ته ور وګورئ چې په شمیر(۳۱۳) مجاهدینو څرنګه د مهال پیاوړي طاغوتي ځواک ته ماتې ورکړه او د مکې فتحه څرنګه بې له مخامخ کیدو او وینو تویدو له ژمن کړل سویو سره د هغوی په بري تمامه سوه. چې نړیوال یې لا اوس هم د حیرت یاد زمزمه کوي، خو له دې ټولو سره سره اسلام له ټیکنالوژۍ سره په ټکر کې دین نه دی.اسلام د فکري صلاحیتونو د ظهور دین دي. اسلام دی چې فکري صلاحیتونو ته وده ورکوي. اسلام دی چې انسان پرمختګ ته ور بولي. مسلمان ده چې د علومو دروازې یې د انسانیت په مخ پرانستلې، قرآنکریم ده چې د (حدید) سورة پکې پروت دي او قرآنکریم دي چې د نحل د سورت په (۸) آیت کې یې د(ویخلق مالا تعلمون )لنډ، جامع او له معنی ډک آیت چې شهید سید قطب (ح) د صنعتي، ټیکنالوژیکي ترقۍ، انکشاف او اختراع په سترګه ورګوري او تفسیروي یې او نن هم مسلمانان لګیا دي او د همدغه کمي د پوره کېدو هلې ځلې یې په لاره اچولې دي.

زموږ د جهاد په پیل کې مجاهدینو له زړو توپکو او نورو محلي وسائلو کار اخيست لکه کلنګ، څلور خاښۍ، زړې تورې او بړستنو ته به یې ور ور اچاوه او له بامو به یې په روسي ټانګو ور غورځولې.

جهاد د افغانانو د اخلاقو برخه وه. ښځې، سړي، واړه او زاړه منلي وه چې جهاد پرې فرض دی او هر چا له خپل وس سره د همدغې منلې فریضې ته درناوی کاوه او په بري یې هم پوره باور و.

ښځو د مجاهدینو هرکلی په ډوډیو، کالي مينځلو او حتی فنا ورکولو کاوه. مجاهد یې ورور و. لله الحمد دغه د ورورګلوۍ او خور ګلوۍ مقدسه لړۍ تر پایه همدغسې مقدسه او درنه پاتې شوه. له مجاهد سره به د سپرلۍ په وسیله سپره شوه په دې معنی چې هغه یې ورور، پلار یا کوم بل محرم دی او هغه به یې د خطر له سیمې په امن کې ویوست. د کابل د ښار د ژمي یو سوړ سهار د کارته چهار سیمه او د سړک غاړه وه چې روسي ټانګونو دغه موقع ښه فرصت وباله او د سا جوړونې لپاره یې لنګر واچاوه.

روسانو د سکون تصور خپلاوه چې څو واړه ماشومان چې سختو سړو یې ژامې کړپولې روسي ټانګو ته را نژدې شول او د ورسره اورلګیت په مټ یې ټانګو ته د اور اچولو هڅې پیل کړې، د سرو لښکرو د ډلګۍ پرې پام او د ماشومانو جهادي کړنه یې په ډیر حیرت او وارخطایۍ له سترګو تیروله، خو په ډیر تاسف سره د ماشومانو د اورلګیت خلي تمام او ټانګ اور وانه خيست، خو په بدل کې یې د روسي ډلګۍ په افغانستان کې د نور پاته کېدو احساس او هیلو اور واخيست او ویې منله چې زموږ دلته پاته کیدل شوني نه دي. ځکه هرڅوک مو دښمن او هر کنډو او هر کمر د مجاهد مورچل دی.

سپین ږیرو او سپین سرو به د اسلامي نظام د قیام او مجاهدینو د بري لاسونه د رب په دربار کې لپه کړي ساتل. یاد حالت په یاده جذبه کې د ولس د ژوندانه خوند او رنګ پاته سو. تر څو چې د مجاهدینو پام نوې ټیکنالوژۍ ته هم ور واوښت او په (۲۰۱۹-۲۰۲۱) کال کې یې بې پیلوټه الوتکه هم تر لاسه کړه. دښمن یې له نوي مورچله وګواښه او د وار خطایۍ ترږمیو یې په سر خیمې و درولې.

که څه هم چې د مجاهدینو ډرون د امریکایي ډرون او نورې ټیکنالوژۍ په پرتله کم ځواکه و، خو د ډالرو په باران کې روزل شوي او په اسبابو تکیه او باورمند شل کلن لښکر چې شمیر یې د دوی په خوله درې نیم لکه ته رسیده د سر اعلی تښتیدلي قوماندان اشرف غني او په چور تالان لګیا ډلګۍ په نمک حرامو زړونو کې یې د ویرې او مرګ شرنګولې وشرنګولې او له سلاح ایښودو او تسلمیدو پرته بله د نجات لار یې نه سوه تر سترګو. بادار او مزدور دواړو د مجاهدینو د بري ځواک او راز د ایمان په بولۍ کې لید او د ایمان په وړاندې یې د دریدو پښې نه درلودې.

په (۲۰۰۸)م کال کې د امریکا تور پوستي ولسمشر اوباما د بایډن د ادارې تور پوستی د دفاع وزیر (جنرال آسټن)د یوه غرني په عصري وسلو او ټانګو سنبال لښکر د طالبانو د جهادي ځواک د ماتولو په موخه طالبانو میشتو غرو ته واستاوه، خو جنرال یې دوه کاله وروسته پاتې او ناهیلی را ستون شو او ویې منله چې طالبانو ته ماتې ورکول خو پریږده. هغوی ته ورنژدې کیدل هم له اور سره لوبې کول دي، نو که پریکړې یوازې ټیکنالوژي کولای، نو بیا خو دغه آسانتیاوې ټولې له دوی سره وي. دا چې ټیکنالوژي او سلاح د ایمان په وړاندې د بې وسۍ او تسلیمۍ لاس پورته کړ. جوته سوه چې د بري او سر لوړۍ راز په سپیڅلي ایمان کې دی او د ایمان تر بولۍ لاندې د طالبانو سیاسي بصیرت، جګړه يیز مهارت او کړنیز حکمت هم ددې تاریخي فتحې په لاملونو کې یو ستر لامل و.

طالبانو له امریکا په تیښته کې پاته شوې څرخي الوتکې د خپل ټیکنالوژیکي لاس رسي په پایله کې خوندي ځایونو ته ورسولې، چې وارخطا دښمن یې بمبارد نه کړي. او (سي ان ان) تلویزیوني چینل یې د لیږد ویډیوګانې هم هر چاته ورسولې.

امریکایانو ډیرې هڅې وکړې تر څو د ښاغلي ذبیح الله مجاهد سټلائټ تلیفون له کاره وغورځوي تر څو یې له نړیوالو رسنیو سره اړیکې وشلیږي او د روانو حالاتو اصلي بڼه او په ډګر کې فتحې نړیوال ونه لیدلای شي، خو د الله(ج)د رحمت نظر و چې دښمن حتی د یوې ورځې لپاره هم دا کار ونه کړای شوای.

طالبانو د خپل منځي اړیکو د لرلو او ساتلو لپاره تر(۱۰۰) ډیر رادیو سټیشنونه فعال کړي وو، خو ټوله امریکایي ټیکنالوژي و نه توانیده چې یاده اړیکه یا وشلوي او یا یې وځنډوي او که به کله کوم سټیشن زیانمن هم شو طالبانو به په یوه دوه ورځو کې بیرته کار کولو ته چمتو کاوه، نو ځکه هیله ده چې مسلمان ټیکنالوژي د ټیکنالوژۍ تر بریده ومني. له اسلام او محمد رسول الله(ص) سره د مسلمان د رښتیني محبت او اطاعت په هیله.

.

.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx