نړۍ

دالقاعدي نوي ویډیو کي انفرادي جهاد باندي ټینګارشوی دي

AYMAN543(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۴)واشنګټن:  په امریکا کي دبهرنیو چارو دڅارني اداري له لوري خبرورکول شوی دي، په خبرکی زیاته وي چي دالقاعدي ډلي پردوو برخو باندي مشتمله یو اوږد ویډیویی پیغام نشر کړی دی، په پیغام کی دالقاعدي مشرانو انفرادي جهادته خلګ راغوښتي دی اوپه خاصه توګه یی دامریکي پرمسلمانانو ږغ کړی دي چي ددښمن په خپله خاوره کي اور ورته بل کړی.

 

په ویډیو کي دالقاعدي دنورو مشرانو سره یوځای داسامه مرستیال ایمن الظواهري او امریکایی مسلمان شوی طالب ادم ګدان پرامریکایی مسلمانانو باندي ږغ کړی دی چي دامریکایانو په خلاف په وسلوال جهاد لاس پوري کړی، ادم ګدان چي په انګریزي ژبه خبری کوي امریکایی مسلمانانوته په خپله وینا کي وایی، ستاسو لپاره ډیره اسانه ده چي دامریکایانو په خلاف وسلوال جهاد ته ملاوتړي،نوموړي زیاته کړه تاسو ته مالومه ده چي په امریکا کي وسله پیرودل ډیره اسانه ده پیرودونکي بی لدي څخه چي پلورونکي دکاندار ته خپل سند اوسابقه وښيي وسله رانیولی شي.

ویډیو چي دالقاعدي ویب پاڼي السحاب له لوري نشر شوی ده، ګدان پرامریکایی مسلمانانو باندی ټینګارکوی، او ورته وایی داډیره مهمه ده چي مونږخپل  بزدله دښمن کمزوري کړو دصلیبیاو اویهودیانو لوړاهداف په نښه کړو،لوړپوړي چارواکي یی  ترهدف لاندی راولو، حکومتي اداري، درسنیو شبکي اوشراکتونه یی تربریدونو لاندي راولو.

له نوي ویډیو سره یی داسامه دویډیو یوه پخواني برخه یوځای کړی ده، اسامه ښکاري چي  له ظواهري سره څنګ ته ناست دي خبري کوی او دمسلمانانو پرخاورو باندي دصلیبي اویهودي یرغلګرو ولکه غندي.

امریکایی څیړونکي اداره وایی له ویډیو څخه داسي ښکاري لکه داسامه دوژلو څخه وروسته چی نشر شوي وی، ځکه خبري کونکي چي کله هم داسامه نوم اخلي ورسره وایی الله دي رحمت باندي وکړی، په ویديوکي له  نورو ښکاره کیدونکي کسانو څخه یو ابولیس الیبي دي اوبل یی عطیه.

دویډیو په اوله برخه کي ویناکونکي دډیرو هغومجاهدینو یادونه کړی ده، چاچی په انفرادي توګه په جهادکی برخه اخیستي او هغوي ته یی دقهرمانانو خطاب کړی دي،

ادم ګدان چي دالقاعدي له ډیرو وتلو څیرو څخه شمیرل کیږي اوله ډیره و خته را پدي خوا دالقاعدي دمطبوعاتو شبکه پرمخ بیایی، یو امریکایی طالب دي  په کال ۱۹۹۵ کی یی چي کله یی عمر ۱۷ کاله وو داسلام په مطالعه لاس پوري کړ، اوعین کال کي داسلام په مقدس دین باندي مشرف شو، چي وروسته یی په کال ۱۹۹۸ کي پاکستان ته سفروکړ، له  ۲۰۰۱ کال څخه راپدي خوا دالقاعدي له هغوڅیرو څخه دي چي ډیرپرمطبوعاتو باندي راڅرګندیږي.

بخت الرحمن بخت ……………………………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x