
د ټویټر له لوري د لیکنې اصلاح یا سمونې خبر، ایا رښتیا وړاندې کیږي که «اپریل درواغ» دي؟
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۱ل): ټویټر د اپریل په لومړۍ نېټه په ناڅاپي توګه یو خبر خپور کړ چې دوی د خپرې شوې لیکنې اصلاح یا سمونې (ایډيټ) پر ځانګړتیا کار کوي.
دا خبر په ټولنیزو رسنیو ډیر ژر خپور او د تود هرکلي سره مخ شو او ټویټر کاروونکو یوه غوره ځانګړتیا وبلله. خو ایا ټویټر په رښتیا هم دغه ځانګړتیا وړاندې کوي که خلکو ته د اپریل فول په نامه د درواغو خبر ورکوي؟
د رویټرز خبري اژانس د ټویټر د یوه ویاند له خولې لیکلي چې «ټویټر تر دې دمه دغه خبر نه تاییدوي او نه یې هم ردوي».
we are working on an edit button
— Twitter (@Twitter) April 1, 2022
له دې وړاندې ټویټر پر خپله پاڼه خبر خپور کړی و او لیکلي وو چې، «موږ د سمونې یا ایډیټ پر تڼۍ کار کوو».
ټویټر به رښتیا هم دغه په زړه پورې ځانګړتیا وړاندې کړي که به دا هم د نړیوالو په څېر د اپریل درواغ وي. خو باید وویل شي چې له دې وړاندې ټویټر دداسې ځانګړتیا وړاندې کولو خبر ورکړی و.