ورزش

برازیل د فوټبال درجه بندي کې له اوږدې مودې وروسته یو ځل بیا لومړی مقام خپل کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۱ل): د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) له لوري د پنجشنبې په ورځ نړیواله درجه بندي خپره شوه چې له مخې یې برازیل له پنځه کلني غیاب وروسته یو ځل بیا لومړی مقام خپل کړ.

فیفا پر خپله ویبپاڼه دا خبر خپور کړی او زیاته کړې ده چې برازیل له پنځه کلونو (۴۷۳۱) ورځو وروسته وکړای شول چې یو ځل بیا لومړی مقام خپل کړي.

د برازیل له لوري په تېره نږدې کې نړیوال جام ته د لار موندنې سیالیو کې د چیلي پر وړاندې په ۴-صفر بریا او د بولیویا پر وړاندې په همدې پایله بریاوې دوی له بیلجیم وړاندې کړل او لومړي مقام ته ورسېدل.

بیلجیم لوبډله له تېرو دریو کلونو راهیسې په لومړي مقام وه، خو د ایرلینډ پر وړاندې یې په تېرو دوه لوبو کې بریا خپله نه کړه چې له مخې یې لومړی مقام له لاسه ورکړ.

اوسمهال برازیل ۱۸۳۲ نمرې لري، په داسې حال کې چې بیلجیم په ۱۸۲۷ نمرو سره دوهم ته ښکته شو.

د فیفا له لوري په خپاره شوې درجه بندۍ کې له دریم څخه تر اتم پورې هیڅ تغیر نه دی راغلی کوم چې په لاندې ډول دی:

فرانسه دریم، ارجنټاین څلورم، انګلستان، ایټالیا، هسپانیا او پرتګال په ترتیب سره پنځم، شپږم، اووم او اتم مقام کې دي.

بل لوري ته میکسیکو لوبډله درې مقامه پورته شوې او نهم نمبر یې خپل کړی په داسې حال کې چې هالنډ لوبډله په لسم نمبر ده.

په اسیایي هېوادونو کې تر ټولو مخکښ لوبډلې ایران او جاپان دي چې په ۲۱م او ۲۳م مقامونو کې ځای لري. یادو لوبډلو نړیوال جام ته هم لاره موندلې ده. افغانستان په دغه لیست کې په ۱۵۰م نمبر دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ فیفا د قطر فوټبال نړیوال جام لپاره ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو وویشلې چې له مخې به یې د نومبر له ۲۱مې د نړیوال جام سیالۍ ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx