نظــر

د برکت پسرلی؛ او د طالبانو په حکومت کې د نجونو سپېره برخه!

استاد محمد زمان مزمل

طالبان او د بحران کږې او کَړَمې:
د طالبانو دویم حکومت د ظاهرخان له پاچهۍ وروسته لسم حکومت دی چې د ارګ په افق د پرېوتو په ځای یې ستوری بیا وځلید خلک ډېر خوشحاله دي او خدای شته ډېر خپه هم دي.
خوشحاله یې په دې خوشحاله دي چې د ملت له خدماتو بې غمه او بې اندیښنې بلکې د چور او چپاول داړې پکې راغلې او ماتې شوې ایله په دې خوشحاله دي چې له تېرو پکې خلاص شو… له ظالمانو پکې خلاص شو … د پردو له تپلو پکې خلاص شو … د ملت سره له جفاکارو پکې خلاص شو… د سوري جیب د غلو حکمرانانو پکې خلاص شو او خوشحاله په همدې دي.

خپه پکې رنګ رنګ، یؤ رنګ خلک په دې خپه دي چې هغوی په تېرو حکومتونو کې د لوړو چوکیو خاوندان ول … په دې خپه دي چې زامنو او پلرونو یې هر ماښام ډک جیبونه کور ته راتلل او په حکومت کې د واک او قدرت څښتنان وه … په دې خپه دي چې پاتې وخت او د طالب قرنطین د هغوی د لورګانو، زامنو، شهزاده او شهزادګیو هغه د رفاه نه ډک ژوند رانسکور کړ.

ځینو نور یې بیا خپه په دې دي چې یؤ ځل مخکې یې هم طالب تجربه کړی وو په دې هم خپه دي چې د طالب مشران اکثره کلیوال پاک زړي ځوانان دي د ادارې او سیاست د دنیا سره د چلېدو دغه ټول تجارب یې نیمګړي دي، په دې هم خپه دي چې طالب پکې د جنګ او جنګي مخکښانو په لار داسې څه غواړي چې د جهاد له لیکو بهر سپین روبو علماوو د هغوی سوچ او فتواوو ته ښایې په درنه ونه ګوري، وروستی په دې خپه دي چې په تېرو اوو “۷” میاشتو کې طالب مشران نۀ له ګاونډیانو سره د تعامل کنګل مات کړ او نۀ له دنیا سره.
دغسې د افغانستان پرګنې بیا هم تقسیم، نیم خپه او نیم خوشحاله دي.

د نجونو تعلیم؛ سږنی پسرلی او د نجونو سپېره برخه:
دا چې د افغانستان د خلکو عنعنوي نوروز طالب قرنطین کړ په دې هم ډېر خلک خپه دي ولې دا ځل چې د پسرلي په پیل کې چې مکتبو ته د تللو موسم دی دا ځل پکې نجونې یواځې مکتب ته د تلو نه محرومې شوې دا پکې هغه څه وه چې د طالب نه د خپګان او مایوسۍ فیصدي یې پر اویاوو هم واړوله.

څو شیان په دې اړه د توجه وړ دي:
اول:
دا چې په سیاسي حقوقو کې او په ډېرو ساحو کې ښځینه له نارینوو سره برابر حقوق لري د اسلام نه مخکې د ښځو په اړه د ظلم او نابرابرۍ عرف او نظام دواړه اسلام چلنج کړل او ښځو ته یې د نارینه برابر حیثیت ورکړ.

دویم:
تعلیم هیڅ وخت په خپل طبیعت کې د فساد وسیله نه وي.

درېیم:
که فرضې مهال د وخت طالب پوهېږي چې تعلیم د فساد وسیله دی نو منطقاً دوی باید نارینه منعه کړي وائ ځکه د نارینه جرأت او بېباکي د اجتماعي فسادونو اصلي کیلي ده دا نارینه دی چې هلکان تښتوي، تجاران تښتوي او دا مظلومې ښځې بدعملۍ ته بیایي او تښتوي یې، د ښځو برخه او کردار پکې کمزوری ده.

څلورم:
په نارینوو یې تعلیم په دې خاطر بند کړی وائ چې هغوی د ژوند او هېواد اتیا سلنه شاقه وظایف او دندې سرته رسولی شي او په هغوو کې مصروف کېدلی شي ،تعلیمي دندې او نورې دندې چې په علمي بنیاد سرته رسول کېږي هغه په دویمه درجه کې اسانه وظایف دي او ښځې پکې اسانه کردار ادا کولی شي.

بیاهم هغه فساد چې د نارینوو او ښځینوو ګډ ژوند یې اسباب برابروي او بیاهم نارینه پکې مخکښ وي ولې پکې ښځه له  تعلیم نه محرومه شي.

طالب چې اوس نږدې ده د کور د مهمانخانې او د خوب د کور کوټې ترمنځ پیره او پاټک جوړ کړي هغه ولې پکې د فساد نه وېرېږي.

بیاهم که له تعلیم نه د ښځې محرومول د فساد په مخنیوی کې مؤثر وي که چېرته د طالب قاضیان او بلا مامورین په فساد او جعلکارۍ کې مصروف شي نو د طالب په منطق باید محکمې وتړل شي؟ ځکه طالب خو مکتب ته د نجونو په تګ کې د فساد د
مخنیوي په خاطر نجونې له مکتب ایسارې کړي.

زه خپله په دې اړه ډېر تشویش نه لرم ځکه د استاد لطف الله خیرخواه صاحب په خبر نجونې اوس هم پوهنتونو ته چارګام او سِنګار کړې روانې دي ولې د تأسف ځای دا دی چې په دې حساس وخت کې دغه اقدام چې غالباً د څو کلیوالو مفتیانو له تآثر او د تېر نظام د ټیت سلوک او تعلیمي وضعې به یې چینه اخیستي وي، دې اقدام او ځینو نورو د طالب بختور تحول یې په داسې شرایطو کې د خلکو په خولو کې ورکړ چې دنیا او ګاونډیان ورسره اخته دي او بیا یې د هغوو خلکو په خولو کې ورکړ چې هسې یې هم د مُلا او اخند قوارې نه خوښېږي.

پنځم:
طالب مشرانو ته مو خواست او مشوره ده چې هغه څه چې تاسې په کتاب کې لوستي هغه په عمل او واقع کې پلي کول له تاسو نه د حکومت یوه اوږده دوره او د مبارزې پنځوس کلن پړاو غواړي، کنه هغه د پاسپورټ د رئیس د ورور په شان د هر واکمن طالب په څنګ او ماحول کې کېدای شي همدغسې منحرف او له چوکاټ نه وتلي افغانان وي، تاسې ته چې خلکو د نظام د مبارکۍ لپاره څلور میاشتې انتظار وایسته خلک به پر هغوی باندې ستاسې خدای مکړه د ظلم نه د شکوې او عرائضو د شکایت چانس څنګه پیدا کړي.

خدای شته زه منحيث یو فرد د خلکو په مشکلاتو کې پوره مصروف یم او په اشنا طالبانو کې مې لا دا درې میاشتې دا توان پیدا نکړ چې د یؤ مظلوم غږ زه پکې په اسانۍ چاته ورسوم.
طالب مشرانو ته مې مشوره دا ده چې له دغسې سیاست او فتواګانو نه، نۀ دا چې یواځې نجونې متضرر کېږي خپله طالب، د طالب مفتیان او پای د طالب دغه حکومت چې لسم تحول ده او مُلا یې مشرتابه کوي.
د خدای په خاطر مه پکې مُلا او مه پکې د مُلا حکومت د خلکو خولې ته غورځوئ.

نن د فیسبوک او کمپیوټر زمانه ده زما دې په خدای قسم وي چې د دیني زده کړو له مدرسو نه د فارغو بهر هومره باعزته افغانان شته چې د طالب په نسبت یې په دین کې معلومات کره او په خپلو کره معلوماتو باور لري د عمل لپاره د دین زده کړه تخصص نه غواړي او زموږ خلک په دې کې کامیاب دي.
هیله کووم چې د دعوت کارونه د موعضو او ممبر کار دی ،ولس پرېږدئ چې د زمانې، وخت او دنیا سره خپل مزل وکړي.
دا ارګ هیڅ وخت د چا په ټیکه کې نه وو او نه پاتې کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

جناب استاد ستاددې لیکنې څخه وروسته ماته د ویلو څه پاتې نه دی الله دې په علم کې برکت واچوه …… پرون یې یوبل گل هم وشیندلو چې د ملي بیرق پرځای یې خپل بیرق پورته کړ.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx