د نن سرلیکنه

د کیري په منځګړیتوب جوړیدونکی ملي که امریکایي حکومت؟- سرمقاله

نن ټکی اسیا- سرمقاله: پرون د جمعې په ورځ د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړیتوب د ولسمشریزو ټاکنو د دوو متنازعو نوماندانو اشرف غني احمد زي او عبدالله عبدالله ترمنځ په راتلونکي کې د یوه ګډ ملي حکومت په جوړیدو موافقه وشوه.

دغه موافقه د دواړه کاندیدانو ترمنځ د ملګرو ملتونو په دفتر کې د جان کیري او یان کوبیش په دستور ترسره او اعلان شوه.

په یاده موافقه کې کوم نوی شی نه تر سترګو کیږي ، یواځې دا چې بايلونکي کانديد ته ورکړل شوی اجرائيوي پوست به دوه کاله وروسته د قانون د تعديل له مخې په صدراعظمۍ څوکۍ بدليږي.

د متنازعو نوماندانو ترمنځ د جان کیري په منځګړیتوب ترتیب شوې موافقې په افغانستان کې د افغانستان د حکومت لخوا د انتخاباتو په اړه د ټولو کمیسونو نو او د هغوی په پخوانیو ټولو پریکړو د بطلان کرښه راکش کړه او دا يي هرچاته څرګنده کړه چې د انتخاباتي پروسې مهندسیت او په هغو پوري ټولې تړلې پایلې د سپینې ماڼۍ په موافقې اوشرائطوپوري تړلې دي؛ ځکه خو سپینې ماڼۍ وار تر له مخه د دواړو نوماندانو ترمنځ د کیري په وسیله د رامنځته شوې موافقې هرکلی وکړ او هغه یې په افغانستان کې د انتخاباتي بحران د پایته رسولو یوه ښه لاره وبلله.

د سیاسي شنونکو په نظر هر هغه حکومت چې د دغې امریکايي موافقې په ترڅ کې رامنځته کیږي که څه هم چې هغه ته په یادې موافقې کې ملي حکومت ویل شوی دی، خو د جان کیري د بربنډ مداخلت او خاصو سپارښتنو له کبله به هغه تر افغاني ملي مصالحو امریکايي مصالحو ته ډیر ژمن وي؛ ځکه کله چې د هغه جوړښت او تشکیل ، د هغه د جوړښت نوعیت او د هغه راتلونکی تمویل ټول د امریکایانو په مستقیم دستور ترسره کیږي ، نو ښکاره خبره ده چې د هغه د کار او فعالیت ثمره به هم د افغانانو په نسبت د امریکایانو لپاره ډیره په پام کې نیول شوې وي.

دغه امریکايي موافقه چې په ظاهره د امریکایانو لخوا په افغانستان کې د بحران د پایته رسولو په پلمه رامنځته شوې ، په حقیقت کې هغه د افغانانو ترمنځ د راتلونکي تشنج او اختلافاتو راژوندي کولو یوه تخریبي وسیله ده.

ځکه امریکایان په هیڅ صورت دا نه غواړي چې افغانان دې د خپلو افغاني او ملي منافعو په اساس د یوه داسې مقتدر او مشروع حکومت څښتنان شي چې هغه دې په خپلو پریکړو کې د واشنګټن حمایت ته اړتیا ونه لري.
هغوی له تیرو ۱۳ کلونو راهیسې د دغسې یوه

کمزوري او بلواکه حکومت تر سیوري لاندې په افغانستان کې خپل اشغال ته زمینه سازي کړې اوس غواړي د همدغه اشغال د غزولو لپاره یوبل دغه شاني غیر افغاني ملي حکومت په افغانانو تحمیل کړي .

د نن ټکي اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x