نظــر

ترخۀ یادونه، رنګین ماښامونه!

ذبیح الله “نوراني”

فَاِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْرًا، اِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْرٰا!
تېر کال روژه مو په داسي حال کې وه، چې د افغانستان ځمکه او فضاء د امریکایي اشغالګرو او د هغوی ګوډاګي نظام تر وحشت لاندې وه او هره ورځ به د زړه بوږنوونکو وحشتونو، بمباریو او ظلمونو شاهدان وو.

دا په داسې حال کې وه چې له یوې خوا بۀ روژه وه، له بلې خوا بۀ له افغانانو څخه د ژوند، آزادۍ او آرام ژوند حق اخیستل شوی و او هره شېبه د چاپې، بمبار، ړندو ډیسي توپونو او د افغانانو د ژوند او مال اخیستلو لپاره د عملیاتو په نامه برنامه رېزي کېدله او تر دې نومونو لاندي د وحشتونو سېلاب روان و.

ماته مې وجدان او اسلامي وجیبې اجازه نه راکوله چې د خپلو افغانانو د شهادت او ظلمونو ننداره وکړو او پۀ تنهایۍ په رڼو اوښکو یاده تراژیدي له نظر تیره کړو.

له همدې امله د اسلامي امارت تر رهبرۍ لاندې زما په څېر ډېرو ځوانانو له ژوند او دنیایي خوښیو سره د خدای په اماني وکړه او د اشغالګرو هر راز زور ته یې سینه ډال وګرځوله، له لوږي، تندې او له هر ډول ارام څخه بې برخې و، نږدې دوستانو او خپلوانو به له دې امله ځان ته نږدې نه پرېښودو، چې دوی را سره بمبار او یا یې په کور د وحشي اشغالګرو او د هغوی د اجیرانو چاپه را نۀشي او په خوب ویده ماشومان او کورنۍ یې له منځه لاړې نۀشي، ځکه ډېر ځله به د اشغالګرو په چاپو او بمبارونو کې بشپړ کورونه او کلي له منځه لاړل.

بي کوره مسافر و، د روژه ماتي لپاره به کله یوه ګوله مړۍ رارسېده او کله به مو له تیارې څخه په استفادې د کلي یو مسجد ته پناه یووړه او کلیوالو به د خوراک لپاره یو څه راکړل او کله به د خوراک لپاره هېڅ هم تر لاسه نۀ شول، پۀ لوږه او تنده به مو د راتلونکې ورځې روژې لپاره تیاري ونیول.

دا بې کوره او بې معاشه سرتېري یواځې له دښمن سره په مبارزه نه وو بوخت؛ بلکې دنده راکړل شوې وه، چې خپلو هېوادوالو ته امنیت هم راولو او په ویدو هېوادوالو تر سهاره پیره‌داري هم وکړو، تر څو دوی په آرامه خوب او ژوند وکړي او د ځان او مال هېڅ راز ستونزه ورته ایجاد نۀشي.

کله به داسې هم و، چې ټوله ورځ بۀ مو له دښمن سره په جګړه کې تېره کړه او ماښام به مو په داسي حال کې یوه ګوله مړۍ تر لاسه کړه، چې د خوږو ملګرو جنازې به راته پرتې وې او ګلونه ملګري به د خدای (جل جلاله) له دین څخه قرباني شوي و او له ژوند څخه به مو بې‌ پروا خپله ایماني او اخلاقي دنده سرته رسوله او بېرته بۀ د جګړې لومړۍ کرښي ته ستنېدلو.
په ابتدائي وختونو کې، چې جهادي عملیات مو انفرادي او چریکي و، تر عملیاتو کولو وروسته به مو د لویو غرونو او سردرو هسکو څوکو ته پناه یووړه او د یو ساعت آرام لپاره به مو ساعتونه سفر کاوه.

لنډه دا چې دا شل کلن جهادي مزل مو ټول وخت له دردونو، غمونو، د خوږو ملګرو او دوستانو پۀ فراق او هر ډول کړاوونو سره په ویاړلې مبارزه کې تیر شو.
له نېکه مرغه سږ کال د روژې مبارکه میاشت په داسې حال کې را ورسېده، چې هېواد مو له بشپړې آزادۍ او استقلال څخه برخمن دی او د یو سوچه اسلامي نظام تر سیوري لاندې د ژوند، سعادت او عبادت څخه خوند اخلو او له خپلو هېوادوالو سره له خوښیو ډک ژوند لرو.

لله الحمد نور د آمریکایې اشغالګرو د بمباریو او وحشي چاپو وېره نشته، اسلامي نظام د خپلو خلکو د امنیت او ژوند لپاره شپه او ورځ کار کوي تر څو په نږدې راتلونکي کې داسي افغانستان ولرو، چې له ټولو هېوادونو سره سیال وي، او هېڅ ډول اقتصادي، امنیتي او نورې ستونزې ونه لرو.
همدا نیژدې تېره ورځ مو د خوښۍ خبر تر لاسه کړ چې د اسلامي امارت مشرتابه په پام کې لري، تر څو د هرات او کابل لویې لاري سړک، په داسې نړیوال اسټندرد جوړ کړي، چې ترافیکو او خلکو ته د تګ او راتګ پرمهال ټول سهولتونه مهیا و اوسي.

همدا راز څو ورځې وړاندي موږ د سیمې په کچه د هېواد په شمال بلخ ولایت کې د خوش‌تېپې لوی کانال ملي پروژې سرته رسولو افتتاح وکړه، چې دا به له یوې خوا زموږ زرګونه هیوادوالو ته د کار او اشتغال زمینه برابره کړي او له بلې خوا به زموږ په میلیونونه جریبه زراعتي ځمکه خړوبه کړي.
د خوشتېپې کانال، چې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالۍ، ۱۰۰ متره پلنوالی او ۸.۵ متره ژوروالی لري د بلخ کلدار ولسوالۍ څخه پیل د جورجان ولایت ځینو ولسوالیو په شمول تر اندخوی ولسوالۍ پورې د پېړیو تږې ځمکې خړوبولی شي.
د دې سترې ملي پروژې په سرته رسولو به زموږ هېواد د غنمو، پنبې او نورو زراعتي محصولاتو له اړخه په صادراتي هېواد بدل شي.

لنډه دا چې اوس د اسلامي امارت لخوا په ټول وس او توان سره داسې هڅې او هلې ځلې روانې دي، چې هېواد بۀ مو ژر تر ژره جوړ او د نړی په کچه پر یوه اقتصادي او پرمختللي هېواد بدل شي.
ان‌شاءالله
۱۴۴۳ـ رمضان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx