
عباس ستانکزی؛ او په سیاسي مدار “دوحه” کې د خارجيانو چلنجوونکی!
جمال ایوبي
افغانستان یوه داسې جغرافیه ده چې د معاصرو تحریکونو ایجاد پکې په زوموختو پړاوونو کې د کردارونو له زاویې د منفي او مثبتو تحولونو سره مستقیمه رابطه لري په دې مانا چې ځینې تحریکونه د بېګانوو لخوا د بنیادي اهدافو لپاره وزېږيدلې ترڅو پرې زموږ اعتقادي او کلتوري رنګونه پیکه او ځوان نسل مو په یوه مردار ډنډ کې تربیه کړي لکه خلق او پرچم.
مګر د ځینو تنظیمونو جوړېدل بیا د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو د خوندیتوب او د حالاتو تقاضا وه خو متاسفانه چې د قدرت د هوس اوج دوي له خپل اصلي مسیر څخه منحرف او پای د متنفر کېدو خواته سوق شول.
په همدغه تسلسل کې د طالبانو اسلامي تحریک په یوه داسې زمان او حالاتو کې حیات او سر راپورته کړ چې پر هېواد د تجزیې، وحشت، قساوت او د عزتونو د لیلام یوه وژونکې او بدرنګه سونامي را الوتې وه، متلاشي وضعیت هغه بګنوونکې فضا ترسیم کړې وه چې د یوه پتمن بستر او پیوند افغانستان لپاره یې د امیدوارۍ هرڅه جامد کړي و.
په همدغه مرګوني بړبوکۍ کې د کندهار له زنګاوات څخه یوه ساده خو بارسوخه سیما “امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد “ددې بدنامې مافیا د دفن او یا جارو کولو لپاره د مصلحینو په لټه کې بلا کړاوونه او ازمېښتونه په خواږه ژوند عوض کړل ترڅو د میلیونونو افغانانو برخلیک په مثبته کرښه ودراوي، چې تقدیر همدا مؤمن تدبیر نیوونکی تر منزله ورساوه او پای د امن بستر مهیا او یو مثبت موړ یې ایجاد کړ.
لا د ارام جوګه شوي نه وو چې د بلیک هاک، b52 او د کلسټر د هیبتناکو اوازونو لاندې د یؤ بل تور اشغال سیوری پر هېواد خپور شو خو د افغانانو د حمیت او مکویې مقاومتونو ثمره وه چې په نتیجه کې یې امریکا مکررا د مذاکراتو پشنهاد ته مخه کړله او پای مرحوم امیرالمؤمنین د مذاکرات د نوعیت او مکان لپاره شرایط وړاندې کړل چې قطر پکې انتخاب او د سیاسي دفتر مشري پکې مخکښ او باصیرته شخصیت ښاغلي طیب اغا ته ورکړل شو چې د همدې مؤثر شخصیت د سیاسي مسیر پیلامه له تدبر، خپلواک مواقف، د نړۍ سره د اړیکو غځول، سیاسي تعامل او د بلا نورو لاسته راوړنو وروسته مستعفي شو بیا په همدې بحراني وضعیت کې دده پر ځای شهید امیرالمؤمنین منصور صاحب له خوا بله بدیله څهره ښاغلی عباس ستانکزی انتخاب شو.
په جنګي ماحول کې له سیاسي سټېج څخه د نظامي اهدافو تعقیب او تحقق یو دشوار انځور دی، ولې په دغسې پاشلي، تجرید او د نړۍ په محاصره وضعیت کې موخو ته د رسېدنې لپاره د میسر نظریه درلودل پر ځان د اعتماد تر څنګ د سیاسي حکمت او عمق څخه د برخمنو څهرو رول دی چې په همدې اساس عباس ستانکزی صاحب د عنوان لپاره انتخاب شویدی.
له شهید موسی شفیق وروسته افغانستان په سیاسي لاسته راوړنو کې یؤ ګونګ او منجمد حالت کې واقع وو، د منفي تحولاتو له مخې په خارجي پالیسیو کې د تصمیم نیونې مرجع بهرنیان شول او بیا چې د اشغال کوربانه شو هرڅه مو د بل په ګرفت کې راغلل.
د روسي اشغال پر وخت د مجاهدینو خام سیاست چې د جینوا د تړون پر وخت له صحنې ګوښي او د تصمیم مراجع یې ګاونډيان وګرځېدل د همدې په نتیجه کې د یوه بدرنګ مقدر سره مخامخ شولو چې د بدغونۍ او اختناق یوې بلې څپې پر مخه ویوړلو.
اسلامي امارت د ازاد فطرت او د تېرو ترخو تجاربو له مخې یوه جامع طرحه او قاطع دریځ د خپلې تګلارې لپاره انتخاب کړله تر څو پکې د تېرو ارمانونو تحقق، د روسي د جهاد پر وخت د ټیټ سیاست، او هغه چې مشهوره ده “افغانانو تل سیاست بایللی دی” په یؤ مثبت تآثر عوض او د ناامیدۍ دروازه د تل لپاره بنده کړي.
دا جوته ده چې عباس ستانکزی د قطر د سیاسي دفتر لپاره د مشرتابه لخوا یؤ باصلاحیته شخص معرفي شوی و نو په همدې اساس یې د خپل اسلامي او ملي غرور په حفظ سره ښوځنده خپلواک سیاسي مسیر بې خاره تعقیب کړ.
ښاغلی عباس د ډیپلوماتیکو اصولو باخبره خو؛ د اشغالګرو سره پر میز یې د خپل غرور هغه پتمن انځور سجل کړ چې په همدې تعبیر د میز پر سر یوه ورځ خارجیانو ته داسې مخاطب شو:
یؤ ځل امریکایانو ډېر کوشش وکړ چې یوه موضوع د امارت په مشرانو ومني خو کله چې مایوسه شول مشر یې په لوړ غږ وویل:
که غواړئ مونږ ووځو ویې منئ، که نه 20 کاله نور به هم پاتې یو.
عباس ستانکزي صاحب له غوصې ورغبرګه کړله:
که 100 كاله هم پاتې شئ په آرام به مو پرېنږدو.
په همدې تسلسل کې پاکستان په کراتو کراتو هڅه کړې چې نړیوال سټېج د افغانانو سره د همکارۍ تر عنوان لاندې په ډېر مهارت سره د خپلو ملي ګټو په مدار کې “منافقانه کردار” د افغانستان په بدرنګ تصویر ښودلو سره استعمال کړي.
یو ځل پاکستان خلیلزاد ته ویلي وو چې بله ناسته به په اسلام اباد کې کېږي خو ښاغلي ستانکزي صاحب په ډانګ پېیلي ډول دا سفر رد او مخالفت یې وکړ.
خلیلزاد بیاهم د خپل خام او متردد فکر له مخې د یوې ناستې لپاره په پاکستان کې منتظر و او ستانکزي صاحب ته یې پېغام را ولېږه چې زه دلته “اسلام آباد” کې په تمه ناست یم، تاسي یقیني نه راځئ؟
مدبر او شجاع شخصیت ستانکزي ورته وویل:
موږ هلته “اسلام اباد” کې در سره نه ګورو.
هماغه وو چې په سبا خلیلزاد قطر ته راغی او په دوحه کې مذاکرات ترسره کړل.
د ښاغلي عباس د همدې مثبتو کردارونو او ډانګ پېیلي دریځونو نتیجه وه چې خلیلزاد په یوه لوی مجلس کې وویل:
د طالبانو په اړه چې ما څنګه فکر کړی و د ملاقاتونو او ناستو وروسته راته دا جوته شوله چې پر طالبانو د پاکستان هیڅ اثر او رسوخ نشته او زما فکر ناسم و.
مستقل تصامیم د ستانکزي صاحب د فطرت هغه برخه وه چې آن قطري چارواکي هم ترې ناراضه وو ځکه ښاغلي عباس د قطریانو رول هم نه مانه.
انجنیر مطمئن صاحب لیکي:
يو ځل له امريکايانو سره د خبرو پر مهال د قطر د بهرنيو چارو استازي مطلق بن ماجد القحطاني وويل چې زه ستاسې ( طالبانو او امريکا ) تر منځ درېيم ګړی يم.
ستانکزي صاحب خليلزاد ته وويل چې دی ( قحطاني ) څه وايې د ده خبره ريښتيا ده؟ موږ خو له دې معاملې څخه نه يو خبر، خليلزاد وويل:
موږ قطر د درېيم ګړي په صفت نه دی پېژندلی.
بيا ستانکزي صاحب قحطاني ته وويل:
ته يوازې اسانچاری يې چې موږ ته ميز جوړ کړئ، چای راته راوړئ او نور کارونه چې اړتيا يې وي تاسې يې وکړئ.
ملي محوره او خپلواک تصامیم د سیاست په پاڼو کې هغه مواقف دي چې د یوې جغرافیې د ثبات، مترقي، سیال او سالمیت لپاره لومړني قدمونه بلل کېږي ،ولې ددې زینت د عدم په صورت او بیا د سیاست دې قلفو دروازو نتایج د افغانانو پر مخ پراته دي چې څو لسیزې یې ترخه تېر او د بربادۍ شاهدان یو.
په اول قدم کې ددې جهاد مثمرې نتیجې مثبت انځور د نورو مخلصو کردارونو ترڅنګ د سیاسي سټېج خپلواک کارول وو چې همدا مقام لومړی ښاغلي طیب اغا او عباس ستانکزي صاحب په خپل تدبر، قاطعیت او د مستقلو مواقفو په ذریعه د روس د جهاد د منفي نتایجو پر ځای مثبتې ثمرې څخه برخمن او د ناامیدۍ فضا یې په یوه رنګینۍ بدله کړله.
د ویتنام او مالیزیا مشرانو چې د اشغال پر وخت د استعماریانو سره په سیاسي چنو کې کوم مثبت کردار اداء کړی ؤ د نوموړي هېوادونو او افغانستان د اشغال او حالاتو څخه د برداشت او ژور تحلیل له مخې باید دا ووایم چې تر هغې څو چنده اسلامي امارت د ستانکزي صاحب په قیادت کې مؤثر رول ادا او برتري لري، دا جدا بحث دی چې هغوی له اشغال وروسته په اقتصادي لحاظ او د ثبات له مخې مترقي او سیال هېوادونه شول، اوس افغانستان دې مقام ته پورته کول د اوسنيو مشرانو پورې اړه لري چې له دې فرصت څخه څنکه استفاده کولی شي.
د عباس صاحب سیاسي مسیر د ولسونو په زړونو کې ځانګړی مقام لري ځکه د موسی شفیق سیال او مستقل دریځونه چې د لسیزو راهیسې په دې جغرافیه کې زنداني او هیڅ اثراث یې نه تر سترګو کېدل ښاغلي عباس په یؤه متحرک او ډانګ پېیلي سیاست سره راڅرګند او د ولسونو دفن شوي ارمانونه یې ژوندي کړل.
دا یادونه باید وکړم چې د داسې مهذبو اشخاصو تمکین حرکات، د سیمې هېوادونو د شرارت په وړاندې قاطعیت ،سیاسي لرلید او عمق هغه څه دي چې د افغانستان د عروج او ارتقاء کیلي بلل کېږي.
محترم ستانکزی صاحب ډیر خوږ شخصیت ده
خو اوس نظام کی ډیر نه راڅرګندیږي چه ولی
ولى مو اخبار دا وخت لژ دى ؟ ولى د منافقت او شرو فساد غلامانو اړوند تحليلونه ، خبرونه ستاسو پانو کى نسته ؟ ستړى ياست او که مونژ غوندى لژ دلسرده ياست ؟مونژ خو د امارت د اوسنى غلطو او د ISI او د امريکا او انګريزانو د توقعاتو سره دموازى وروستۍ سياست نه دير خفه يو ! لکه دنجونو د مکتبونو تړل ۔ ـ پارکونو کى د خلکو چى دخپل کوړرنۍ سره تلاى نشى ؟! راضى نه يو ، دفاميل ورځ او د مجردانو نه جلا شى ـ مګر دکورنى سړى نبايد د خپل شځو نه جلا شى… نور لوستل »
ایوبی صاحب د استانکزی صاحب دغه کړنې ستا له ارزونې سره سم دي خوکه بل څوک یې وارزوي نو بیا به بل څه وي عربان وایي وللناس فی ما یعشقون مذاهب گرانه وروره اوس څه روان دي؟؟؟؟؟؟؟؟ ولې جوړې ادارې نړیږي؟ ولې مو کدرونه له هېواده ووځي؟ ولې کور په کور تلاشي شو او د افغان د کور د حریم سپکاوی وشو؟ ولې په هره اداره کې له لومړي بست نه تر درېيم بست پورې د امارت یانو دی؟ ولې د اسلام دټولو قواعدو پر خلاف نارینوو ته ویل کېږي چې سرونه مو پټ کړی وا زرگونه ولې شته اوس… نور لوستل »
مولوي نجيب الله زاهد،
تا د پاک خداي په غبرگو سترگو ړوند کړي.
تا وليدل چه دتلاشي په وخت دشرير افغانانو له کورونو څومره اسلحه په لاس راغله او دا هغه اسلحه وه، چه هغوي وژني پري کړي وي اودبيا وژنو لپاره ئي ساتلي وه! زه فکر کوم، چه دبعضي انسانانو ماغزه دخره دي او په هيځ ئي سر نه خلاصيږي! کاروان
کاروان صاحب په بې ادبی کې دې پوره نمره وگټله افغانان شریر نه دي زما او ستا کړنو شریر کړي دي الله دې هغهورځ راولي چې سره مخامخ شو او بحث وکړو زه بیاهم وایم دغه د کور په کور تلاشي دټولو انساني او اسلامي اصولو پر خلاف دی او یو ناروا او نامشروع عمل دی ځکه د افغانانو دکور حریم پکې تر پښو لاندې شو. دنظام جوړول فرض عین دی نظام باید جو کړو دغه تلاشیانی یواځې د قدرت د ساتلو لپاره دي اوبس کله چې دالله حکم راغی او وغواړي قدرت ترې واخلي بیا دغه تلاشیانې گټه نه… نور لوستل »
امارت اسلامی خوبیانی هم لری لری او بدی هم لری خو د بدی په ذکری سره باید دوی پوه شی چی دا نقد یی اصلاحی دی لپاره باید لازم دی. زه هم زاهد صاحب له تاسو سره په بعضی مواردو کی موافق یم هغه داچی لور بستونه ی په غیر مسلکی خلګو دک کری دی داسی خلګ چی لکه د لورو زده کرو وزیر چی په وزارت یی په مرداریو او کثافاتو خراب کری دی داسی وزیر چی خپل خبری یی نه وی زده دا به وطن ته سه خدمت وکری د اساتیدو توهین کوی، طرحی نه لری متکبر دی
زما خپله نه خوشیژی او نه خشوده نه په پوهیژم ولی؟؟؟ خو که داسی وی لکه تاسو چی ویلی دا خو اتل دی اتل. د پاکستان خخه دی لیری شی.