دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتيا ده «۳۲ مه برخه»

اسدالله رزين
امتي صاحب!
دغه ته وې چې: پخپلو وينو دې د انسانيت او آزادۍ پيغام د سيرت په اطاعت او محبت کې ثبت او د نړۍ په هر کونج کې دې د هر چا بر په ماڼۍ او مهر و لاک دروازو راوځړاوه او لله الحمد د رابلنې ليکي دي بلکل اوږدې دي او د نورو ليکو د چمتو کولو ذمه واري زما او ستا خور او د طالبانو د تير حکومت په موده کې له دوی سره اسيره صحافي(ايوان ريډلي) چې د ځوانو طالبانو له اسلامي لوړو اخلاقو، انساني چلنده او حيا په اغيز کې وروسته له هغه چې خپل پلرني ټاټوبي ته ورسيده. ټکری يې په سر او په اسلام مشرفه شوه؛ په غاړه واخيسته.

امتي صاحبه!
عثمان بن عفان(رض) د خپل خلافت په موده کې د چارو د نور ښه والي او منظم کيدو لپاره مهمې تبديلۍ را منځته کړې چې په پايله کې يي د فتوحاتو لړۍ بيخې د دښمن ستوني ته ور ورسيده او پيغام هم له نړيوال هر کلي سره مخ شو چې د دښمن لپاره بيخي د منلو او زغم نه و. ځکه هسې هم د ځمکې په مخ څه نه وو ور پاته.ټول امتيازونه ترې اخستل شوي وو. او له نړيوالې بد ايسيدو سره مخ وو.

امتي صاحبه!
دښمن يو مخ د فرصت په لاره کې ورته اړولي وو چې که يو څه وکړای شي او له لاسه وتلی برم تر لاسه کړي. دوی مخکې هم کرار نه وو ناست. وضعه يې څارله او د دسيسو د بري امکان به يې اټکلاوه او د پيغام د ښوونکي چې به هر ګام اوچتاوه دوی به هم ورسره جوخت خپلې ناځوانمردانه دسيسې له نوي سره اوډلې او خپلې شيطاني کړنې به يې باوري کولې.

امتي صاحبه!
دوی ته د دريم خليفه د خلافت موده تربلې هرې مودې د بد نيت او بدو کړنو لپاره وړ ښکاره شوه او د عثمان(رض) له نرم مزاجۍ په ګټه اخستو سره يې ناسم او بې بنسټ پروپاګند پيل کړ او د هغوی مثبت تغير او تبديل يې په خوش باورۍ او خوش پروري تعبير کړ او د اموي کورنۍ د ټولواکۍ موضوع يې ترې جوړه کړه او په لنډ مهال کې يې د هر چا لپاره انديښنه وګرځوله او له دې وروسته يې چې بيا څه په خوله ورتلو ويل به يې. تر څو د زين النورين(رض)په مخالفت او دښمنۍ کې فضا چمتو او خپلو ککړو هيلو ته ورسيږي.

امتي صاحبه!
ځينې دوستانو لکه (مروان بن حکم)هم حالات کتل او هغو ته په کتو سره يې دغه بل ورته خپله برخه تيل ور وشيندل او د عثمان(رض) له لوري يې يو جعلي ليک چمتو کړ چې له مخالفينو سره به په ټول شدت کړنې کيږي. هيڅوک به و نه بښل شي. څوک به په مرګ جعلي ټاپه پرې ولګوله.

امتي صاحبه!
ځني دوستانو لکه (مروان بن حکم)هم حالات کتل او هغو ته په کتو سره يې دغه بل اور ته خپله برخه تيل وروشيندل او د عثمان (رض)له لوري يې يو جعلي ليک وليک، په لاس جوړه شوې ټاپه يې پرې ولګوله دا چې: له مخالفينو سره به په ټول شدت کړنې وسي، هيڅوک به هم ونه بښل سي. څوک به په مرګ محکوم سي او د چا به لاس او پښې پرې سي چې دې کار مخالفين نور هم وپارول او د اخطار په ژبه او قلم يې خپلې درې غوښتنې د دريم خليفه مخې ته کيښودلي:

يا استعفا وکړه؟
يا (مروان بن حکم) را وسپاره؟
او يا خپل مرګ ته تيار سه؟
مخالفين که هر څوک وو، ټول په مورچل کې وو او هر چا پخپل وار بريد ترسره کاوه. چې عبدالله بن سبا)يهودي هم را ورسيد او خپله دوديزه او ميراثي فتنه اچونه او شرارت يې هغسې پيل کړ او له ډيره جوشه مصر ته پکې ورسيدو او له هغه ځايه يې د اسلام د پاک دين او زين النورين بدي کې يې خپلې آرماني هلې ځلې پيل او را ميدان ته کړې. ابن سباء د انديښنو بټۍ ګرمه کړه او دا به يې هم ويل چې عيسی(ع) به ډير ژر را و ګرځي. ابن سباء يهودي دغه خبره تر محمد(ص)د عيسی(ع) د فضيلت په بڼه کې خلکو ته رسوله. مسلمانانو د عيسی(ع) بيرته راتګ منل، خو تر محمد(ص) يې بهتري نه منله. ابن سباء پوه شو چې فتنه يې بريالۍ نه سوه، نو بيا يې ډير ژر لرګي واړاوه او دغه خبره يې سرليک کړه چې محمد رسول الله(ص) خاتم الانبياء او حضرت علي کرم الله وجهه خاتم الاوصياء و. چې غرض يې تر عثمان(رض) د علي کرم الله وجهه فضيلت او بهتري وه او د خلافت لپاره يې تر عثمان(رض) مستحق او وړ باله، خو دا چې دغسې نه دي سوي، نو بيا عثمان(رض) په علي کرم الله وجهه او امت دواړو تيری کړی دی. ابن سباء د خپل يهودي خبث او حسد د قانع کولو لپاره نور بې بنسټه او له ځانه جوړ کړي تورونه هم د خلکو غوږو ته رسول او شپه او روځ يې منډې وهلې او په لاس جوړ سوی بغاوت هم شيبه په شيبه لمبه ييز کيده. ان تر دې چې د وحې د کاتب(رض) په شا او خوا د کلا بندۍ تيارو کيږدۍ و درولې او هغه د حياء منار(رض)کلابند سو.

خپلو ټوله خپلوي و کاروله، په ذين النورين يې خپلې ټولې مشورې ولورولې: چا مکې ته تلل ور خوښ کړ. معاويه (رض) شام ته د سفر مشوره ورکړه چې له ځانه سره يې يو ځای بوځي. معاويه(رض) په داسې ډول مشوره ورکړه لکه چې خليفه ته په لاره کې خطر يې په سترګو ليد. علي کرم الله وجهه ډيرې منډې ووهلې چې عثمان(رض) او امت دواړه د فتنې له خولې را وباسي او په پای کې يې د مروان له ځانه د لرې کولو او د هغه د خبرو د نه منلو مشوره هم ورکړه، خو چې د محمد(ص) د اکا زوی چې غوښتل هغسې ځواب يې تر لاسه نه کړ. علي کرم الله وجهه خپه ترې ووت.

(نائلة) د عثمان(رض) ماندينه ورته را مخکې سوه او هغوی(رض)ته يې وويل: چې د علي کرم الله وجهه ټولې خبرې سمې وې، د خپلوۍ، زړه سوي او لورېدنې وي. په کار ده چې ويي مني. عثمان(رض)ورسره ومنلې، خو په تاسف سره چې ناوخته و. ان تر دې چې د علي کرم الله وجهه د پخلاتوب فرصت يې هم له لاسه ورکړی و.

خطر د شهادت لور ته ور روان و چې د حضرت عثمان(رض) د مظلومو وينو لومړی څاڅکي په لاندې مبارک قرآني آيت وڅڅيدي.(فسيکفيکهم الله و هو السميع العليم). په ياد مهال کې د(۷۰۰)تنو په شا او خوا کې صحابه(رض) او يا يي زامن چې حسنين هم پکې وو د پوره تيارسئ په حال کې وسله په لاس د حضرت عثمان(رض) حکم ته کتل،خو ذين النورين د وينو توئيدو اجازه ور نه کړه.

کلا بندي(۴۰) ورځو ته اوږده او د يوه لوی تاريخي جنايت هوا په لګيدو او نښې يې په ښکاريدو سوې.

امتي صاحب! نور نښو ته هيڅ اړتيا نه سوه پاته، له دې کبله چې پخپله پېښه تر نښو را له مخې او پېښېدو ته يې ليڅې ور بډ وهلې او روزه په خوله د تلاوت په حال کې د محمد رسول الله(ص)زوم هغه چې ملايکو به حيا ترې کوله په شهادت ورسيد.
قال ابويعلي الموصلي وعبدالله بن الا مام احمد: حضرت عثمان(ض) د شهادت په روځ پرتوګ واغوست او ويل يې چې که شهيد سوم چې عورت مې پټ وي. عثمان (رض) د جمعې په روځ شهيد سو. ابن جرير وايي چې دريم خليفه درې ورځې وروسته د صالح شخص په ځای کې خاورو ته وسپارل شو.

امام مالک وايي: عثمان(رض) چې به په ژوند کې کله له (حش کوکب) د خپل قبر له ځايه تيريده ويل به يې چې دلته به يو صالح سړی خاورو ته سپارل کيږي. د عثمان(رض) په خښولو کې د ځنډ دليل روان حالات و. د خليفه ټاکل ډير اړين و او کوښښ روان و چې څومره کيدای شي هغومره ژر بايد خليفه و ټاکل شي، نو ځکه ټول له علي کرم الله وجهه سره په بيعت لګيا وو.
و قال محمد بن يونس الکديمي: ماله علي کرم الله واوريدل چې ويل به يې: ماته خلک د بيعت لپاره راغلل، ما ورته وويل چې: له خدايه حيا راځي چې له داسې قوم سره بيعت کوم چا چې داسې انسان په قتل رسولی چې رسول الله (ص)به يې په حق کي ويل چې: زه له هغه چاحيا کوم له چا چې ملايکې حيا کوي او ماته له خدايه حيا دريږي چې: حضرت عثمان (رض)په قتل رسيدلی او لا خاورو ته نه ده سپارل سوی او زه له خلکو بيعت واخلم.

د حضرت عثمان(رض) په شهادت له اصلي دښمنه پرته نور هر څوک ډير سخت پشيمانه وو. مشهور روايت دادی چې حضرت عثمان(رض) د هجرت په (۳۵)کال د ذی الحجې په مياشت کې په شهادت ورسيد او د خلافت موده يې دولس ورځې کم دولس کاله وه.

حضرت عثمان رضی الله عنه، حضرت علي کرم الله وجهه ته د خلافت تر ټولو ستونزمنه او له فتنو ډکه موده په ميراث ور پاته سوه او سمه خبره داده چې له دوی(کرم الله) پرته بل چا به روانه او له هر لوري پټکو او ويرونو ډک وضعيت به دغسې نه وای ساتل شوی.

د فتنو کچه دومره لوړه شوې وه چې د هغه چا د شهادت مخنيوی هم ناشونی و، له چا چې به ملايکو حيا کوله او شهادت يې د فتنو پيلامه سو او اسلامي امت يې ډېر سخت ولړزاوه خو ټولو صحابه کرامو(رض) او په ځانګړي ډول سره د طلحه او زبير(رض) په اړين وخت کې هوښيارو ګام پورته کولو و کړای سو چې فتنه له خپريدو او شړيدو را و ګرځوي او هغه دا چې په دغه نازک وخت کې يې بيله ځنډه له علي(کرم الله)سره د بيعت خبره ياده. او د شهادت په پايله کې د واک تشه چې د دښمن او مخالفينو لپاره وړ فرصت و. په ناهيلۍ ور بدل کړ او ياد فرصت يې په داسې مهال کې ځنې واخست چې دښمن اور بلولو او فتنې اچولو ته تيار ناست و.

نوربيا….

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx