
شعـــــرونه
ګلونو کي بل داسې/ محمودي
سيد محمد محمودي
ګلونو کي بل داسې، په غمیو کې بل داسې
تا رنګې مې ونه لید خوبرویو کې بل داسې
چې زما څومره یادیږي او زما چې څومره ژوند دی
راغلی په ما ندی پسرلیو کې بل داسې
حالات چې کله بد وه نو تنها د سولې نوم و
د ناز کرشمه نه و اننګیو کې بل داسې
یوازې د نظر اختلاف پریږدي زړه کې غوټه
تر دې بد عادت چیرته و سړیو کې بل داسې
اخ ای د ځوانۍ عمره څه د خوب له حاله تېر شوې
راوړی مې څوک ندی په سلګیو کې بل داسې
د نفس شوم خواهش دی، چې وهي مو بې لارۍ ته
مشهوره دومره ندی بربادیو کې بل داسې
چې هرڅومره مې یوړې محمودي کښته او پورته
راډکې سترګې نکړې لیونیو کې بل داسې