نظــر

طالبان باید تامل وکړي

یونس تنویر

انسان یې خلق کړ او بیایې د کایناتو ټول څیزونه د دوی لپاره پیدا کړل. دا څیزونه د دوی په ګټه او تاوان هم دي. کوم چې ستاسو په ګټه وي، هغه اختیار کړئ او په کومو کې چې انسانانو ته ضرر متوجې وي، هغه ستاسو په ګټه نه دي.

اوس انسان مجبور او مکلف دی، چې د نورو په تاوان نه وي. په نورو انسانانو غمیدلی نه وي. هغه ډلې چې د ټولنې د وګړو په خلاف وي، ټولنې ورسره سازش نه شي کولای او بیا چې چاته د خلافت تاج هم ور پسر وي، هغه د نورو انسانانو سره په تامل مامور شوي او دا په سیاست کې په دوی فرض شوې ده.

هیڅ انسان باید خپل کلتوري تهذیب په نورو په زوره سنت و نه ګرځوي. هغه چې فرضي سنت دي او مسلمان یې باید وکړي، له هغو سنتو دې تفکیک شي، چې په کولو کې یې بیا هم سنت واجب دی، لکه د ږیرې پريښودل یا نه پریښودل، ځکه که د انسان اعمالو کې بل چاته ضرر نه و، نو حاکم نظام حق نه لري، چې د یو ملیت تهذیب سنت وګرځوي. دا څوک ثابتولی شي، چې سما کفر ده او باید موسیقار ته توهین وشي؟ ایا هغه هنرمند ته به څوک د رزق سبب پیدا کړي، چې په خپلو تابلو یې د انځورونې په مرسته ګټې؟ ایا د هغه ذوق تسکین به څوک پوره کا، چې د الهي عشق ساندې د رفیق شینواري له خولې غواړي؟

ژوند د انسانانو ترمنځ بغیر له نظریو نه کیږي. ددې لپاره کله چې تشدد ته زمینه برابریږي او انسانان په ادنا اعمالو مجبوریږي، نو هغه ته روحي تاوان رسیږي. ددې پرځای چې محبوبیت ږیرو ته ورکړل شي، لا نور هم د ږیرو په وړاندې نفرت ایجادیږي.

تاسو هغوی ته په محبوبه سترګه وګورئ، کوم چې ږیره او لونکۍ لري، تاسو په هغوی حق نه لرئ، چې پر چا ږیره او لونګۍ دواړه تاوان کړئ. تاسو سره چې د جهاد په وخت کې ږیره او لونګۍ چا اختیار کړې وه، لا مو د هغوی حقوق نه دي پېژندلي، نو د دوی به څه وپېژنئ؟

د اسلام د مقدس دین یو واضح سراحت دی، چې د انسان ټول کردار باید په معنوي سنتو ولاړ وي.د ټولنیز تامل او محبوبیت یوه ښه بیلګه دا هم ده، چې هر څه یې په نیت کې سنت ګرځولي دي. ددې حدیث شریف پوره وضاحت دا دی، چې ټول انساني اختیار باید ددې حدیث شریف پلیوني وي او دا فرضي سنت دی، چې انسان یې باید وکړي.

تعلیم د ټولو انسانانو اړتیا ده، ځکه چې تعلیم د ربوبیت او سبب د دواړو د پېژندنې لپاره په انسان فرض شوی دی. که داسې ونه شي، نو د یوه لوی قشر د فطرت خلاف پاتیږو، مګر دین هیڅ وخت د انسان د فطرت خلاف نه دی.

دا اړینه ده، چې موږ باید د ښځو سره زیات تامل وکړو. که چیرته په سیاست کې د ښځو ځای نه وي، نو د ښځو چارې څوک مخته بوځي؟؟؟ دا په لوی لاس ښځه د نرینه په غلامۍ کې ورکول دي. ښځې حق لري، چې پوهې شي او تعلیم وکړي. سیاست باید یوه داسې زمینه سازي وکړي، چې پوره په شریعي حجاب کې وي.
موږ باید په سیاست کې ټول تمرکز په په خیر ښیګڼه وکړو، ځکه چې حکومت کول خدایي سنت دی او خیرښیګڼه په سیاست کې فرض ده. که څوک یې نه کوي دا بیا یو ډول زیاتی دی، چې انسان هڅوي او د خپل حق لپاره په خلاف پاتیږي او دا د هیچا لپاره ګټوره لاره نه ده. یانې سیاست او حکومت په دې مانا دی، چې د خلافو سره هم باید خلاف پاتې نه شې.

دا د اسلامي نظام یو اصل دی، چې خلکو سره نیکي وکړئ او دین ورته مه سختوئ. یانې په اسلام کې د فزیکي ماموریت تشدد نه شته، چې دولت دې یوازې په لونګیو وهلو او د ویښتانو په کمولو دومره خشونت وکړي، چې خلکو سره تشدد وشي.
که چیرې د یو خریلې ږیرې ولا وزارت ته نه پرېښودل کیږي، نو بیا دې بیخي د کفارو سره ناسته بنده شي، هغه که د سازش وي او که د تامل، ځکه هغوی هم ږیرې نه لري.

یانې موږ باید د خلکو ګټې خوندي کړو او د نیکیو ډيرې لارې ورته جوړې کړو. که چیرې د نیکیو طرف ته تمایل په تشدد شي، نو خلک متنفره کیږي او د خلکو نفرت باید ونه پارول شي، که خلکو ته د ږیرې محبوبیت ورکوئ، نو داسې لارې ورته جوړې کړئ، چې دوی خپله په خپلو سنتو ټنیګ ودریږي. اسلام په زوره نه پلی کیږي. دا داسې مانا لري، لکه دا شکل کاله، چې مجاهدینو د ازادۍ لپاره په پوره حوصلې مبارزه وکړه او هیڅ یې حوصله له لاسه ورنه کړه؛نو اوس هم باید حوصله وشي. موږ باید د ټولنې له انسانانو ستړي نه شو. او نه موږ پر چا باندې بار شو.که چیرې د ټولو عزت خوندي نه وي، نو د هیچا په ګټه نه ده. اوس اړینه ده، چې علمي او فکري جهاد وشي.

طالبان باید د ټولنې انسانانو سره تامل وکړي، علمي، اخلاقي او فکري مبارزه دې وکړي. تشدد دې نه کوي. دوی اوس زورور دي او باید عدالت پیاوړی کړي.

شاید د انسان فزیکي ساخت دا ونه مني چې ویښته یې توی شي، ځکه پک ډیر بد نوم دی. او موږ هیڅ وخت خپل تهذیب په نورو په زوره نه شو پلی کولای. ددې لپاره علمي او فکري مبارزه په کار ده او د سنتو محبوبیت په کار دی. خپل پلارنی کلتور په نورو ملیتونو مه تحمیلوئ.

سیاست خدایي سنت دی او دا باید داسې ادا شي، چې د ټولو ملیتونو او ټولنو تهذیب پکې خوندي وي.دلته ځینې کوچني فزیکي طالبان په خلکو د سیګریټ د څکولو تشدد هم کوي، چې دا چور باغي عمل دی او هیڅوک د ځان په مقابل کې د چا بغاوت نه شي تحمیلولای.

دلته ځینې طالبان د خپلو پخوانیو ملګرو سره یو ډول حسد کوي. په شل کلن جهاد کې ډېر ملګري د یوه او بل ډلګۍ پرېښودې او د نورو ملګرو سره په جهاد کې مصروف شوي او اوس هغه حسدونه هم پالل کیږي او د مجاهدینو قربانۍ هیریږي او اکثره چارواکي په عزیزګیریو او خپلوۍ ساتلو مصرف دي او د هغه مجاهد د ژوند له حالاتو نه دي، خبر چې دوی یې لا لیدلي نه ول او ددوی په رهبرۍ جنګیدل.

دا ډول عمل د اسلامي نظام د تکامل سره نه دی وابسته او په خلکو په زوره د منلو مکلف نه دی. او دوی باید د هرچا حقوق وپېژني.کله چې دوی د خپلو مجاهدینو حقوق ونه شي پېژندلای د نورو اقشرارو حقوق به څه وپېژني.

یانې د هغو شهیدانو یو غټ ارمان دا و، چې په ملک کې اسلامي نظام قایم شي او چا چې په جهاد کې قربانۍ ورکړې، د هغوی اکرام باید وشي او د نورو ولسونو ګټې او عزتونه پکې خوندي شي. او دخلکو ته دې د فطرت له مخې حقوق ورکړل شي. پوره عدالت دې قایم شي او ورورولي دې عامه شي، نو که داسې ونه شي، خلک مجبوریږي او بغاوت کوي. او دا د شهیدانو ارمان نه دی، چې بیا کورنۍ جګړې رامنځته شي. د بیت المال څخه دې سو استفاده وشي او ټولې چارې په خپلوئ وتړل شي.

ستا شهادت د بې وزلۍ د اختتام په موخه
دلته خو ستا د بې وزلیو قتل عام پاتې شو

دلته خو ستا د قربانۍ کیسه دروغ وخته
دلته زموږ د الفتونو سر انجام پاتې شو

د تأمل د بلندۍ قضیه کې داسې وشو
ملا ناکام شو او شاعر پکې انعام پاتې شو

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx