
له جهاده تر فساده!
صفي الله عمري
کله به مې چې د مخکينيو مجاهدينو د فساد کيسې آوريدلې ډير به حيران شوم، ځينې وخت به مې ځان سره ويل دا به مبالغې وي، ويل مې څنګه شونې ده چې يو کس دې خواري وکړي د جنت په شوق دې هر څه قربان کړي خو بيا هم مفسد شي او شرارت ته مخه کړي، خدای هير کړي، جنت هير کړي دنيا پرست شي د مال غلام شي؟!
خو نن مې هغه حیرانتیا لرې شوه، هغه چې مبالغې ښکاريدې اوس راته حقيقت ښکاري، اوس مې هم داسې مفسدین وليدل چې تر پرون يې سترګې د خدای له ويرې ډکې وې نن يې فساد سترګې سرې کړې وې.
نن هم ډير د فساد کيسې آورم او ډيرې مې په خپلو سترګو وليدلې، د يو ولايت د پاسپورټ آمريت ته ورغلی وم، ګڼه ګونه زياته وه، ډير خلک د پاسپورټ آخيستلو او يا تمديد له پاره راغلي وو، د خلکو له خبرو راته معلومه شوه، چې ګډوډي ډيره ده، فساد د خلکو مخه نيولې ده، غريب ولاړ دی غني روان دی، دې حالت خفه کړم، فکر مې وکړ چې يو ملګری مجاهد پيدا کړم کيدای شي يو څه حالت ورته تشريح کړم چې اصلاح راولي، ډلګي مشر مې پيدا کړ، شناخته و، په يوه کاسه مو ډوډۍ خوړلې وه عالم و، مجاهد و مخکې له دې چې روغبړ ورسره وکړم د فساد په حال کې مې وليده، د خدای ويره يې له زړه وتلې وه، د جنت شوق يې په زړه کې نه وه، د حورو مينه يې پريښې وه، د شهيد وينه، د يتيم اوښکه او د کونډې چيغه هيره وه، د چاپې ډار يې په سترګو کې نه و، د فدايانو وصیتونه يې د زړه له مخ پاک کړي و، پټکۍ په سر د جهنم په لور روان و، دنيا پرست شوی و، د خدای پر ځای د مال بنده شوی و، قسم په الله چې زړه مې روغبړ ورسره و نه غوښت.
له خدای مې سوال وکړ چې يا ربه ته مې په خپل فضل حفاظت وکړې.
ګرانه مجاهد! ډير پام به کوې دلته شل کلن مفسد حکومت تير شوی دی، ډير خلک يې ځان سره مفسد کړي دي، که ووايم چې ټول خلک ذهنا مفسد دي نو درواغ به نه وي.
دا فساد له مينځه وړل، د ولس ذهن پاکول ستا مسئوليت دی.
دا هره څه آسانه کار نه دی، قوي ايمان، تقوا او د الله تعالی خوف غواړي، او ددې ټولو له پاره ښه نسخه هغه ده چې موږ ته رسول الله صلی الله عليه وسلم ښودلې ده فرمايلي دي: د خوندونو هزموونکی ډير يادوئ! يعنې مرګ په ياد لرئ.
بالکل واقعیت ده همداسې ده، له نظامي جهاد نه وروسته اوس وخت له نفس او نفساني غوښتنو سره د جهاد ده او دا بیا هغه جهاد ده چي ډیر کم په کښې صحیح سلامت او بې داغه پاتې کیږئ. د اسلامي امارت رهبري ته ښائې چي په ظاهره او باطنه دواړو کې له نفس سره جهاد ډیر جدي ونیسئ او هر هغه څوک چي له دې جهاد سره په مبارزه کې ترینه ناغیړی کیږئ هغه باید له صف نه خلع او چوټي کړئ ولو که په هر سطح او مقام وي. ددې لپاره چي د اسلامي امارت کسان د تیرمفسد… نور لوستل »