روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د شري ناروغۍ پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۰ل): د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې په تېره نږدې کې په ماشومانو کې د شري ناروغۍ پر پراخ زیاتوالي د روغتیا نړیوال سازمان ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په روان میلادي کال کې لږ تر لږه ۴۳ زره ماشومان په شري ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ۲۱۴ ماشومان مړه شوي دي.

د یاد سازمان په وینا، په دغو مړینو کې ۹۷ سلنه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي چې د بشپړ تداوۍ نه درلودلو له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روغتیا سازمان تېره میاشت په یو شمېر ولایتونو کې د شري ناروغۍ ضد واکسینو شپږ ورځنی کمپاین پېل کړ او ګرځنده واکسیناتوران ولسوالیو او سیمو ته ورسېدل، خو په وینا یې په ډیره کمه کچه ماشومان واکسین شوي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت بیا په دې تړاو د ولسوالیو او سیمو ملا امامان د نه همکارۍ له امله ملامتوي، ځکه چې دوی اجازه نه ورکوي څو ماشومان واکسین شي، خو بالعکس ددې پر ضد منفي تبلیغات کوي تر څو خلک له واکسینو متنفره کړي.

خو دوی وایي په راتلونکو میاشتو کې د واکسیناسیون هڅې چټکې کړي، او پلان لري په مې میاشت کې په ۱۱۱ ولسوالیو کې تر درې کلنۍ ښکته ۳ ملیونه ماشومانو ته د شري ضد واکسین ورکړل شي.

روغتیا پوهان وایي چې په هېواد کې د اقتصاد کمزوري وضعیت لومړی اغیز پر ماشومانو کړی چې زیاتره یې له خوارځواکۍ سره مخ دي او دا د ماشومانو معافیت سیستم کمزوری کوي چې له کبله یې د شري وژونکي ناروغي حمله کوي او د بشپړې تداوۍ نه شتون له کبله ماشومان مړه کیږي.

بل لوري ته د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې د جنوري له پېل تر مارچ میاشتې وروستیو پورې په ۳۳ ولایتونو کې د شري ناروغۍ له پنځه ویشت زرو زیاتې پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي چې په دغه موده کې په شري ناروغۍ اخته کم عمره ۱۸۶ ماشومان مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا په جنوري میاشت کې نږدې پنځه نیم زره، په فبروري میاشت کې نږدې ۸ زره او په مارچ میاشت کې په ماشومانو کې د شري ۱۱۸۰۰ پېښې ثبت شوي دي. چې زیاتره یې په کندز، کابل او هلمند ولایتونو کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx