
د مدرسې او پوهنتون/ښوونځي تر مينځ د واټن کمولو طرحه
فضل شاه افضلي
مدرسه او پوهنتون/ښوونځی د يوې اسلامي ټولنې لپاره داسې حيثيت لري، لکه د بدن لپاره مخ او شا.
د بې مخه او یا بې څټه بدن تصور ناممکن دی، همدا راز د يوې جامعې بې مدرسې کيدل او يا بې ښوونځي کېدل د ټولنې لپاره د بېلابېلو ستونزو د رامنځته کيدو سبب ګرځي.
مثلاً: که پۀ ماډرن وسائلو سنبال فوځ، نظام او سرتيري ولرو، خو چې ايثار، سرښندنه، تواضع، ارزښتونو ته ژمنتيا، پۀ چارو کې اخلاص، ديانت او د اوليتونو پيژندنه له ځان سره ونۀ لري بې ګټې دي( مشاهده او تجربه هم داسې ده).
بل لوری که يو ډير مخلص، باتقوی او دې ټولو ارزښتونو ته ژمن د مدرسې شاګرد ولرو، خو چې د وخت د چلاکيو، تکتيکونو، ټيکنالوجۍ، د معاصرو ترقیاتي پروګرامونو او سيستمونو سره بلد نۀ وي، بیا هم بې ګټې دی.
فلهذا حاکم نظام که لاندې څو ټکو ته پاملرنه وکړي، فکر کوم ګټور به تمام شي:
۱- د دواړه ډوله زده کړو پۀ نصابونو کې دې مثبت تغيرات راشي، يعنې هغه بې ګټې/ لږې ګټې مضامين دې ترې وايستل شي او پر ځای دې يې نوي اړين مضامين ور اضافه کړل شي.
۲- تر (۱۲) ټولګي دې زده کړې مشترکې شي، يعنې تر ۱۲کلونو پورې دې هم عصري زده کړې يو طالب العلم وکړي او هم دې ديني زده کړې د ښوونځي يو شاګرد وکړي.
۳- د دواړه ډوله زده کړو لپاره بايد يو چاپيريال انتخاب شي، يعنې يا دې ټولې زده کړې پۀ مدرسه کې ترسره شي او يا پۀ ښوونځي کې.
۴- د لوړو زده کړو لپاره بايد دروازه يوه وي، که څۀ هم د زده کړو مسير او رشته يې بيله وي.
۴- د فراغت غونډو مراسم يې شانداره او يو ډول وي؛ چې دا د نوو ځوانانو پۀ تشويق کې مهم رول لري.
۵- د نظام اړوند بايد شاګردانو ته د زده کړو پرمهال داسې ذهنیت ورکول شي، چې مد نظر يې د دين او وطن خدمت، د نظام پايښت او تر ځان د نورو غوره ګڼل وي، يعنې پۀ نظام کې د دندې ترسره کولو څخه يې هدف تنعُم او تفکه نۀ وي.
ومن الله التوفيق
۱۴۴۳/ رمضان المبارك /۲ هق
مکتب د ليک او لوست ځای ده او مدرسه د تعليم او تربيې
لهذا لومړنۍ زده کړې تر دولسمه بايد په مکتب کې وشي بيا مدرسې ته لاړ شي
نو بیا د مکاتبو تنظمی ولایتی اداری ته ولی د تعلیم او تربیی ریاست وایی؟؟؟؟ فرق یی زموژه په جامعه کی دادی چی دینی زده کرو زای ته مدرسه او د عصری زده کرو زای مکتب وایی.
په دیر احترام وروره، لمری باید د نورو هیوادونو تعلیمی سستمونه او مدلونه مطالعه شی زکه نورو هیوادونو دیر کار کری لازمه نه ده چی موژ اوس تجربوی مدل باندی کار وکرو، بیا د شریعت مطابق داسی یو تعلیمی سستم او مدل را منز ته شی چی د افغانستان فعلی او راتلونکی کی موثر ترین وی. مدرسه او مکتب یو زای کیدل نتیجه نه ورکوی باید بیل وی خو سنګه ؟؟؟ دی باندی کار کول په کار دی. د مساجدو حجری دی بندی شی. دینی زده کری دی هم د پوهنتون د لیاری شی. نصاب دی ولری، کلونه باید مشخص… نور لوستل »