لیبیا: دفوځ اته تنه لوړرتبه چارواکو دقذافي په خلاف بغاوت کړي دي
(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۳۱) طرابلس: تیره ورځ داټالیا په پلازمینه طرابلس کي دیوي خبري غونډی پرمهال هغو اتو تنو لوړرتبه چارواکو چي دلیبیا داولس مشر معمر قذافی په خلاف یی بغاوت کړی وو او له مخالیفي ډلي سره یوځای شوی وو،
دګډوقواوو له لوري پرلیبیا باندي دبمباریو له امله دقذافي وسلوالو ځواکونو عسکري ځواک اتیا په سلو کي له منځه تللي دي نوموړي زیاته کړه قذافي اوس په لیبیا کي دخلګو په نسل کشي لاس پوري کړی دی.
بغاوت کونکي جنرال زیاته کړه دلیبیا خلګ دمحاصري په حالت کي دي عامه وژنه روانه ده، خلګ تښتول کیږی دښځوله عزت اوابرو سره لوبي کیږي، مصراته او اجدابیه هره ورځ ددارنګه پیښو شاهده ده خو دقذافی له لوري اورباندی سترګي پټیږي، نوموړي زیاته کړه نور دقذافی له کړنو څخه خلګ په تنګ شوی دي، او دیرژرده چي خلګ به دنوموړي په وړاندي عمومي پاڅون وکړي.
بخت الرحمن بخت………………….. نن ټکی اسیا