نړۍ

ترکی ولس د لومړي ځل لپاره ولسمشر ټاکي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۸مه ۱۳۹۳ل): ترکي ولس په لومړي ځل د ۵ کلونو لپاره ولسمشر ټاکي.

په ۱۹۲۳ز کال د ترکیې له تاسیس سره سم ټاکل شوې وه چې ولسمشر به د پارلمان د وکیلانو لخوا ټاکل کېږي، خو دا لومړی ځل دی چې ولسمشر د خلکو د مستقیمو رایو له لارې ټاکل کیږي.

د ولسمشرۍ لپاره ۳ کاندیدان ولاړ دي، د عدالت او پرمختګ ګوند له لورې برحاله لومړی وزیر رجب طیب اردوغان، د جمهوري ولس ګوند او قومي حرکت ګوند له لورې اکمل الدین احسان اوغلو او د کردانو له لورې صلاح الدین دیمرتاش دي.

په دغو لومړي ځل ولسمشریزو ټاکنو کې د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان او اکمل الدین احسان اوغلو تر منځ د سختې مقابلې تمه ده.

یو شمېر شننونکي او د عدالت او پرمختګ ګوند غړي وايي چې اردوغان به په لومړي پړاو کې په نورو دواړو کاندیدانو بریالی شي.

د اردوغان ډله وايي چې دوی تر ۹۰٪ رایو اخېستلو تمه لري. د دوی په وینا د اردوغان پر وړاندې داسې څوک نه ویني چې سخته مقابله دې ورسره وکړي.

اکمل الدین احسان اوغلو که څه هم د ولسمشریزو ټاکنو مخالف و او ویل يې چې د ولسمشرۍ څوکۍ دې تش په نامه وي، نور ټول واک باید له لومړي وزیر سره وي، خو سربېره پر دې هم ولسمشرۍ ته کاندید شوی دی.

اکمل الدین اوغلو د اسلامي همکارۍ سازمان رییس پاتې شوی او د مشهور اسلامپاله محمد احسان افندي زوی دی. نوموړی په خپله هم اسلامپال یادیږي، خو کومو حزبونو چې دی کاندید کړی په بشپړه توګه سېکولر دی.

د جمهوري ولس ګوند چې د کمال اتاترک «میراث خواره» بلل کیږي لخوا د نوموړي کاندیدول په ترکیه کې خلک حیران کړي.

شننونکي وايي چې شاید د دغو دوه سېکولر ګوندونو هدف د اردوغان ماتول وي او بس.

درېیم کاندید کردی دی، نوموړی وايي چې له ده سره د یو شمېر لیبرلانو رایې دي او د بریا تمه هم لري.

د اردوغان پلویان وايي چې د نوموړي بریا حتمي ده، د دوی په وینا اردوغان تر ۲۰۲۳ز کال پورې ولسمشر پاتې کېدلی شي.

په ۲۰۲۳ز کال کې د کمال اتاترک په لاس د ترکیې جمهوري حکومت ۱۰۰ کاله پورې کیږي.

د اردوغان ګوند چې تر دې وړاندې یې د ښاروالۍ ټاکنې هم ګټلې وې، دا ځل هم ښکاري چې دواړو نوماندانو ته پریکنده ماتې ورکړي.

۵۳ میلیونه رایې ورکوونکي

د ترکیې د ټاکنو د کمېسیون رییس سادي ګوفان په خبري کانفرانس کې اعلان وکړ چې د ترکیې ټول ۵۳ میلیونه او ۱۷زره کسان د رایې ورکونې حق لري.

نوموړي زیاته کړې چې د ترکيې څخه بهر په ۵۴ هېوادونو کې ۲ میلیونه او ۸ لکه کسان د رایې اچونې حق لري. د ګوفان په وینا یواځې په المان کې د رایو ورکوونکو شمېر یو میلیون او ۳۸۵ زرو ته رسیږي.

د رایې اچونې بهیر به د ترکیې پر وخت سهار ۸ بجې پیل شي او مازدیګر ۵ بجې به پای ته ورسېږي.

د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د اګست په ۱۱مه او وروستۍ به د اګست په ۱۵مه اعلان شي.

که په لومړي پړاو کې کوم کاندید ۵۰+۱ رايې پوره نه کړې، ټاکنې دوهم پړاو ته ځي چې د وهم پړاو به د اګست په ۱۷مه پیل او په ۲۰مه به پای ته ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یحیی

خدایه رجب طیب اردوغان کامیباب کړی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx