
شعـــــرونه
امېد لرمه چې هېواد به مو سمسور جوړ شي/ حيدري
محمد اغا حيدري
هغه بنسټ هغه کارونه چې په پور جوړ شي
هسې نه دا چې تر قیامته بیا پېغور جوړ شي
په اسلامي مقدساتو کې تنزیل ونکړئ
په دې سره به مسلمه امت کې شور جوړ شي
چې کله ووینم احساس یې رغولو کې زه
امېد لرمه چې هېواد به مو سمسور جوړ شي
زړونه ترلاسه کړه په زړونو کې یې ځای ونیسه
نه پاتې کیږي نظامونه چې په زور جوړ شي
د بیت المال به کړې ساتنه چې خیانت ونکړې
ګوره چې بیا به دې په سپينه لمن تور جوړ شي
د کونډې مور یتیم بچی چې په مسکا ووینم
په دې سره مې د خوږمن زړګي ټکور جوړ شي
حیدري! وکړم اعتراف ستا د سپېڅلې مینې
بس ناګهانه دې زما په زړه کې کور جوړ شي
محمدآغا حیدري
د روژې درېمه!
کابل افغانستان