ادبي لیکني

د پیغمبر علیه السلام میراث خواره «خاطرہ»

حفيظ الدين پيزاده

د اسلام آباد نړ‎یوال پوھنتون کې مو د علم الکلام/عقیدې ساعت و. زموږ‎ ټولگي ته دا امتیاز حاصل و چې د دې کلک مضمون استاد مو د پوھنتون معاون د اسلامي نړ‎ۍ ځلاندہ ستوری مبارز او مجاھد عالم استاد دکتور حسن عبد اللطیف شافعي مد ظله و. سرہ له دې چې د استاد اداري بوختیاوې ډیرې وې، خو بیا یې ھم موږ‎ ته د دې مضمون د تدریس بوج په سر اخیستی و. د دکتور شافعي د تدریس پر مھال به موږ‎ داسې ناست وو لکه عسکر چې چا تیار سئ کړ‎ي وي. څوک کوږ‎ نه شو کیناستلای، بلې خوا د کتلو اجازہ نه وہ، او پخپلو کې د خبرو کولو مجال خو به بیخي نه و. د استاد وینا به یو نیم ساعت یا نوي دقیقې وہ چې پر موږ‎ به لکه د کال داسې تیریدہ. خو په ھغه ورځ استاد درس ودراوہ، له کړ‎کۍ څخه یې بیرون د چمن په طرف کتلې او موسکی و.

زموږ‎ ھم سودا شوہ او ټولو د کړ‎کۍ پر طرف څټونه تاو کړ‎ل. بیرون د پوھنتون دانگړ‎ په چمن کې مو څو کسه طالبان او د ھغوی استادان ولیدل چې ناست وو. له لباس او شکلونو داسې ښکاریدل لکه د پیښور د شاوخوا له کومې مدرسې چې راغلي وي!
استاد موږ‎ ته وویل: تاسې مو درسونه گورئ، زہ ژر بیرته راځم او له ټولگي څخه ووت. لږ‎ہ شیبه وروسته مو کتل چې استاد د ھماغو طالبانو ھر یو په غیږ‎ کې نیسي او روغبړ‎ ورسرہ کوي. موږ‎ ھماغسې له کړ‎کۍ ورکتل چې استاد ھغوی له ځان سرہ را روان کړ‎ل. لږ‎ہ شیبه پس استاد ټولگي ته راننوت او موږ‎ ته یې وویل: د پښتنو له لرې کومې سیمې د یوې مدرسې طالبان او د ھغوی استادان دي. اسلام آباد ته په علمي سیر راغلي. د فیصل مسجد زیارت یې کړ‎ی او غوښتل یې چې پوھنتون ھم وگوري. ما خپل دفتر کې کینول، چای مې ورته را وغوښتې او ورته مې وویل، زہ به مو د پوھنتون په مختلفو څانگو وگرځوم. تاسې مو چای وڅکئ، زہ به خپل درس تکمیل کړ‎م او بیا به سرہ ووینو!

نور استاد بیرته درس پیل کړ‎. خو زموږ‎ د ټولو په سرونو کې دې یوې پوښتنې انگازې جوړ‎ې کړ‎ې وې چې چرته د اسلامي نړ‎ۍ په کچه دا ستر عالم او چرته ھغه د مدرسې څخه راغلي کم علمي طالبان؟!!!!
آخر درس پای ته ورسید، استاد پاڅید او له ټولگي څخه یې د وتلو تکل وکړ‎. ھغه ایله د ټولگي دروازې ته رسیدلی و چې زموږ‎ یو اندونیزیایي ټولگیوال ترې د پوښتنې جرئت وکړ‎.
زموږ‎ ټولگیوال وویل: استادہ! دغه له مدارسو راغلي
طالبان دي او د دوی د استادانو علمي کچه ھم ښایي ستاسې له ډیری شاگردانو څخه ټیټه وي! او چې داسې وي نو بیا موږ‎ سرہ دا سوال پیدا شوی چې تاسې یې ولې دومرہ عزت وکړ‎؟ ولې ورته په دومرہ احترام قایل یاست؟!

دا پوښتنه داسې وہ لکه په استاد شافعي چې چا د ټوپک ډز کړ‎ی وي. ھغه له دروازې بیرته راوگرځید او موږ‎ یې په داسې حال کې مخاطب کړ‎و چې مبارک سر یې له ډیرې غوصې خوځیدہ! ( د استاد سر به د غوصې پر وخت ډیر خوځیدہ) ھغه وویل: تاسې څه فکر کوئ؟ ھغه چې پیغمبر علیه السلام خپله ورثه بللې، ھغه موږ‎ د اسلامي علومو ږ‎یر خریلي ډاکتران یو؟!! نه ھیڅکله نه!

بیا یې پخپل لاس د خپل دفتر پر طرف اشارہ وکړ‎ہ او ویې ویل: د پیغمبر علیه السلام ورثه ھلته ناسته دہ!!
ھمدا یې وویل او نور په تلوار له ټولگي څخه ووت!

دوستانو!
ډیر کلونه یې ونیول تر څو زہ د خپل استاد ددې خبرې په ژورتیا وپوھیدم. د پیغمبر علیه السلام إرث معنوي مفھوم لري چې مراد ترې دین دی او د دغه میراث رښتینی مدعي باید دوہ شرطونه پورہ کړ‎ي؛ لومړ‎ی د خپل استعداد په اندازہ په دین پوہ او نور پرې پوہ کړ‎ي او دویم دا چې د دغه میراث په ساتنه کې تر ټولو مخکې پخپله سرښندنې ته تیار و اوسي او پخپل سر او مال ترې دفاع وکړ‎ي! دغه لامل دی چې زموږ‎ د ولس د ټولو سپیڅلو غزاگانو او جھادونو په لومړ‎ي صف کې ھمدا علماء کرام ولاړ‎ وي! د دې نکتې باریکي تر موږ‎ ښه غرب درک کړ‎ې. ھغوی د پیغمبر علیه السلام رښتیني وارثین پیژندلي، ځکه خو ھغوی ھغو سترو علمي مراکزو ته چې یواځې د دین د تعلیم، ترویج او تبلیغ لپارہ کار کوي ھیڅ ھم نه وایي بلکې احترام ورته لري او ان مرستې ھم ورسرہ کوي خو د فراہ کوچنۍ دیني مدرسه ورته د سترگو ازغی وي او پر بمونو یې ولي!!

ای کاش!! لوی رب عزوجل ماته په ژوند یو ځل بیا د اسلامي امت د دې سترې ھستۍ د لاسونو ښکلولو توفیق را په برخه کړ‎ي تر څو ورته ووایم: فضیلة الأستاذ! صدقتَ!! قدرمن استاد! حق له تا سرہ دی!!
______________________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
ستاکھولم سویدن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

ماشاءالله دیر د مفهومه دک مضمون، مننه وروره

جبران خلیل

ماشاءالله ښائسته نظر

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx