
د سلما بند د برېښنا توليد کچه لوړه شوې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وری ۱۵، ۱۴۰۱ل): په هرات ولايت کې د سلما بند د برېښنا مسؤلين وايي چې سږ کال د تېر کال په نسبت ددې بند د برېښنا توليد کچه لوړه شوې ده.
د سلما بند تخينکي مسوول انجينر احمد شريف رسنيو ته ويلي دي چې سږنيو ورښتونو ددې بند د اوبو ذخيره ډېره کړې ده چې له امله يې د برېښنا د توليد کچه هم لوړه شوې ده.
نوموړي ويلي دي چې د تېر کال د ورښتونو کچه کمه وه نو له همدې امله د ياد بند د اوبو کاسه کې د پام وړ کموالی راغلی و خو وروستيو ورښتونو له امله د اوبو ظرفيت د پام وړ لوړ شوی دی چې له امله يې په دې وروستيو مياشتو کې ۱۹زره او ۵۰۰ ميګاواټه برېښنا توليد شوې ده.
ښاغلي شريف ويلي دي چې تېر کال د سږ کال په نسبت بارانونه کم و چې له امله يې په ياد بند کې اوبه هم کمې وې خو په وينا يې چې کله کال اباد وي او بارانونه ډېر وي نو د سلما بند د برېښنا توليدو هم ډېريږي.
د هرات سلما بند چې په ۱۳۹۵ لمريز کال د هند هيواد له لوري د ۳۰۰ مييون ډالرو په لګښت جوړ شو، د ۶۴۰ ميليون متر مکعب اوبو ذخيره کولو او ۴۲ ميګا واټه برېښنا د توليد ظرفيت لري.
د اوبو او اقتصادي چارو پوهان وايي چې سلما بند د هيواد له مهمو بندونو څخه دی او که مديريت يې په سمه توګه وشي نو د هرات ښار او شاوخوا ځينې ولسواليو ستونزې ورسره هواريږي.
عکس د کجکي بند دئ لطفآ ئې ورسره ولیکئ