
د افغانستان بانک وایي د ۳۲ ملیونه ډالره مرستو بله کڅوړه یې هم ترلاسه کړې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۱ل): د افغانستان بانک وایي چې هېواد ته د بشري مرستو په لړ کې یې د ۳۲ ملیونه ډالرو نغدي مرستو یوه بله کڅوړه نن ترلاسه کړې ده.
مرکزي بانک وایي چې افغانستان ته ددې مرستو له پېله تر دې مهاله د نغدي بشري مرستو شلمه کڅوړه ده چې کابل ته راځي او افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته سپارل کیږي.
دغه مرسته افغانستان په نغدي توګه راځي او کابل کې د افغانستان بانک ته سپارل کیږي.
بانک زیاته کړې چې د مرکزي پانک په توګه له مرسته کوونکو هېوادونو مننه کوي او ترڅنګ غواړي چې افغانستان سره په مالي او بانکي برخه کې مرستې پراخه کړي.
۱۴۰۱ وری ۱۶ مه – افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې نن ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر نغده مرسته را ورسېده. افغانستان ته د بشرپاله مرستو له پیل تر دې مهاله دا شلم ځل دی چې کابل ته په نغد ډول مرستې راځي او د افغانستان نړیوال بانک یا (AIB) ته سپارل کېږي. pic.twitter.com/Lgk2qU2NmY
— Da Afghanistan Bank- Afghanistan (@AFGCentralbank) April 5, 2022
په خواشینۍ سره مې له یو شمېر دوستانو ووارېدل چې د اسلامي امارت ځینو چارواکو د بډو په اخستو او مالي فساد پیل کړی. د داسې خبرو په اورېدو هر هېواد پال افغان او د طالبانو خواخوږی ډېر غمجن او مایوسه کېږي. که خدای مکړه دا خبره رښتیا وي، دا خو به د اسلامي امارت واکمنۍ ته ډېر ژر د پای ټکی کېږدي. د مسئولو چارواکو څخه په ټینګه غوښتنه کوو چې د دغې فاجعې او غمیزې مخنیوی او عاملان یې په سزا ورسوي. مننه