ورزش

استرالیا پاکستان کې تاریخي سفر په بریا پای ته ورسوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۱ل): د پاکستان او استرالیا کرکټ لوبډلو ترمنځ یوازینۍ شل اوریزه لوبه په وروستي اور کې د استرالیا په بریا پای ته ورسېده چې په ۳ ویکټو یې پاکستان مات کړ.

د استرالیا لپاره د پاکستان تاریخي سفر چې درې ټیسټ، درې یو ورځنۍ او یوه شل اوریزه لوبه په کې شامله وه، د استرالیا په وروستۍ بریا پای ته ورسېده.

دغه لوبه کې پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او د بابر اعظم نیمه سلیزې په مرسته یې په ټاکلو شلو اورونو کې د 162 منډې جوړې کړې.

د هدف په تعقیب کې استرالیا ښه پېل وکړ، چې پنځه توپونه وړاندې یې هدف بشپړ کړ. ددوی له لوري آرون فینچ نیمه سلیزه ووهله، او د لوبډلې بریا کې یې کلیدي رول ولوبوه.

د پاکستان لپاره د استرالیا لوبډلې دغه سفر تاریخي و چې شاوخوا ۲۴ کاله وروسته یې پاکستان کې سیالۍ ترسره کړې.

په دغه سفر کې ۳ ټیسټ، ۳ یو ورځنۍ او یوه شل اوریزه لوبه ترسره شوې. د دوه لومړیو مساوي ټیسټ وروسته استرالیا بریا خپله کړه او ټیسټ سیریز یې وګټه.

په یو ورځنیو لوبو کې استرالیا لومړۍ لوبه وګټله خو په دوهمه او دریمه لوبه کې پاکستان په زړه پورې کارکردګي وښوده او دواړه لوبې یې وګټلې چې سیریز یې په ۲-۱ یې پخپل نوم کړ.

په یادو لوبو کې په ځانګړې توګه د پاکستان نامتو توپ وهونکي بابر اعظم کارکردګي په زړه پورې وه، چې د ټیسټ تاریخي توپ وهنې وروسته یې په یو ورځنیو او شل اوریزو کې هم غوره لوبه وکړه، چې استرالیا لوبډله یې هم په ستایلو قانع شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx