
حجاب د ښځې پت، غیرت او عظمت
اسدالله رزين
اسلام د فطرت دین دی او ښوونې یې د هرچا لپاره خیر او په دنیا او آخرت کې بری دي، او حکم کوی چې انسان باید یو متوازن ژوندون خپل کړي او یوازې مشرق او مغرب ته په مخ اړولو پورې یې خاص نه کړي. په خدای، آخرت، ملایکو، نازل شویو کتابونو او پیغمبرانو د زړه له کومې باور او منلو ته یې ور بولي.
اسلام د شرم، حیا او موخن ژوند لارښوونې کوي، نه د غولونکي نمائشي او ننداره یي ژوند، بریالي هم هغه خلک دي چې په آخرت کې جنت او د محمد رسول الله(ص) د شفاعت وړتیا تر لاسه کړي، په انساني ټولنه کې د نر او ښځې ذمه واري یو ډول نه وي، خو د کړنو له مثبت او منفي اړخونو یې اغیز اخلي.
ښځه د فرهنګونو د ودانۍ د بنسټ تکیه ده، ښځه د الله تعالی(ج) د مهربانۍ او ښکلا د تخلیقي صنعت مظهر ده، نو شیطاني لښکرې چې کله هم په ټولنه کې د فساد خپرولو تکل وکړي، نو بیا تر هرڅه له مخه د ښځې د حیا په صفت وار کوي او په آدم (ع) هم تر هرڅه له مخه همدغه برید وشو. عصمت، حیثیت او حیا د ژوند نظام دی، چې الله تعالی(ج) په ښځه لورولی دی، نو هرلوړ قیمته شی باید هغومره ساتلی او خوندي وساتل شي.
د اسلامي تمدن او اسلامي ټولنې مخکښو ښځو د علماوو په مشوره او لارښوونه کې د ستمبر د میاشتې څلورمه ورځ د نړیوال ستر او پردې ورځ نومولې ده. دغه پخپله د ژوند نښه ده چې په فساد وهلې، اخلاقي او مدني تباه چاپیریال کې مسلمانه ښځه را وړاندې کیږي او د حیا او عصمت آواز اوچتوي، نو د اسلامي تمدن په رڼا کې د کور ساتنه، نوی نسل له تباهۍ ژغورل د هر وګړي مسئولیت دی او ورته په کار ده چې دا مهال د دغې ارزښتناکې اړتیا په موخه او فلسفه ځان پوه کړي.
پرده د ښځې ویاړ او حق دی او هرڅوک او ځواک چې د شیطاني بولۍ او حکم له مخې د ښځې دغه حق او ویاړ اخلي په کار ده چې مخه یې ونیول شي.
سرمایه داري نظام، غربي تمدن او ټیکنالوجي په نړۍ سيوری غوړولی او غواړي چې دغه د دوی تراشلی او ناسم فرهنګ او تمدن په انسان او نړۍ مسلط کړي. له دې ناخبره چې مالک، خالق او قادر مطلق بل ذات دی هغه چې دوی یې هم خلق کړي دي.
نړۍ ویني چې غربي ښکیلاک او امریکایي فلسفه له دینه بیزاره، بې موخې او حق دښمنه فلسفه او په سود ولاړ انسان ځورونکی او وینه زبیښونکی اقتصادي نظام یې نور له کاره لویدلی او د سلاح، بارودو، زور او ځواک په مټ د تسلط په مخالفت کې بغاوت اوس له تیارو راوتلی، ټولیز سوی، په میدانونو کې ده او په انسان د تیري آواز یې اوچت کړی دی او په یاده باره کې اسلامي ښوونې، مسجدونه، مدرسې، محراب او منبر ښکاره او د قدر وړ رول لوبولی دی.
د ښځې حق پرده دوی ته په یو ځورونکي او احساساتي کیفیت بدل سوی ده. په غربي نړۍ کې په ستر بندیز، مستورې ښځې له پارلمانه ایستل او مستورې نجونې له ښوونې بې برخې کول یوه ظالمانه کړنه ده، خو اوس الحمد لله دغه ناروا او له شا ملا تړی ځواک یې په شا تمبول شوی دی، ځکه چې ښځه اوس پخپله د ځان له تباهۍ منکره ده، اوس هغه مهال بیرته نه را ګرځي چې به پرده د جبر تازنه ګڼله کیده.
بې پردې او بې حیا ټولنې په بې خبرۍ کې ښځه د مارکېټ د هوس او خرمستۍ لوبکۍ جوړه کړې وه. همدغه ظالمانه واک ښځه اړ ایستله تر څو د غربي تمدن په وړاندې د بغاوت غږ پورته کړي.
یوه غربي پوه په ډیره خوابدۍ سره د مسلمانې ښځې په حجاب افسوس ښکاره کاوه چې د دوی د هیواد یوه مسلمان ترې وپوښتل؟ چې بریتانوي ملکه له هر چا سره په لاس روغبړ کوي؟
انګریز پوه ځواب ورکړ: نه دغسې کول د هغې له شان سره نه ښایي چې له هر سړي او ناسړي سره په لاس روغبړ وکړي. مسلمان ډیر ژر په ځواب کې ورته وویل چې اسلام هرې ښځې ته د ملکې درجه او حیثیت ورکوي او له نا محرم نارینه سره له روغبړه یې منع کوي، اسلام ښځه د کور واکداره او ملکه مني او دا چې تخلیق یې ډېر مبارک دی، نو ځکه ددې مبارک تخلیق د ساتنې لپاره ځواک او سپر ته اړتیا ده او هغه پرده یا حجاب ده.
پرده د ښځې د زدکړو، پرمختګ، کار او نوکرۍ په لاره کې خنډ نه ده او بې پردې حالت ځنډونه او خنډونه را منځته کوي او په ټولنه کې لويې او له ضرره ډکې پېښې زیږوي. د کور او کورونو حیثیت او عزت تر پښو لاندې کوي او فامیلي نظام چې د انساني ژوند بې بیلګې او یوازينۍ اداره ده له منځه وړي، په داسې حال کې چې پټه یا محجبه ښځه د کور، مور، پلار، میړه او اولاد لپاره د عزت او ډاډ سبب ګرځي او د آدم (ع) را پاته میراث یعنې فامیلي نظام ته درناوی وي، له خطرونو یې ژغوري او ډاډمنه کوي یې، نو په کار ده چې ښځې دغه ویاړ او ډاډ په ځان، کورنۍ او ټوله انساني ټولنه ولوروي او له بل لوري د غربي ټولنو تش په نامه پرمختګ چې په حقیقت کې د مدنیتونو د تباهۍ تبرګی دی، زموږ لارښود نه دي. بلکې زموږ لارښود مصطفوي تمدن، د امت میندې(رض)، د نبي(ع) د یارانو میرمنې، د انساني ژوند ژوندۍ بیلګې او د ښځو لپاره قانوني، شرعي او انساني حقوق او لارښوونې دي.
له اسلام سره بدو ته توشې شوې ښځې، مسلمانې ښځې ته د کمي او کمزورۍ احساس ورکوي او د جبر او قید بې بنسټه اغېز پرې لوروي. وینئ چې غرب د زوال په لور او د اسلامي عظمت د بېرته لاس ته راوستو منډې ترړې په ډیره بیړه مخ په وړاندې ګامونه اوچتوي او د کور، کورنۍ، دیني ټولنې ساتنه، د امت د یووالي یا د انسانیت د اعادې فکر او غوښتنه زموږ حق زمزمه کوي.
د ستمبر څلورمه یا د ښځې د پردې ورځ ډېره ارزښت لرونکې ورځ ده او ښځې ته د کردار، پوهې او ذهانت په بنسټ په ټولنه کې وړ ځای ورکوي او دا د ښځې هغه حق دی چې اسلام ورکړی او سیکولر نظام ترې غصب کړی دی او ښځې يې باید خامخا تر لاسه کړي. پرده د ښځې د ویاړ، پاکۍ، آزادۍ، فطري، تاریخي او ورسره وړ نښان باید بیرته ورته ور وګرځوي.
حکومتونه باید په ښځو کې د پردې د فرهنګ د ټولیز کیدو ذمه واري په ښه توګه سرته ورسوي او په دې اړه بايد د چا له ملامتۍ و نه ډار شي او د مدني ځلاند دور د پردې او حیا موده د همدغه انساني فرهنګ آواز او آغاز ومني.
.