دیني، سیرت او تاریخ

له تنوره اوبه وخوټېدې

احمد الله عاطفي

قال الله تبارک وتعالی: حَتَّىٰ إِذَا جَاءَ أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ …( هود:۴۰)

ژباړه:تر هغه چي زموږ حکم راغی او تنور وخوټیده…

د حضرت نوح(علیه السلام) د وخت طوفا د پیل اوبه له کوم تنوره وخوټېدې؟

په دې هکله اقوال بېلا بېل دي.

(التَّنُّورُ)جزیرة العرب، افریقا، مرکزي او جنوبي اسیا د ځینو سیمو په شمول د نړۍ په اکثرو سیمو کې تنور او دیته ورته نومونه همدا تنور افاده کوي کوم چې په پښتو کې تنور او دري کې ورته تندر نوم اخستل کیږي، که څه هم چې تنور په عربي قواعدو کې په څو معانیو افاده کیږي.

لومړی: د اوبو چینې ته تنور ویل کیږي، یوه ځانګړې چینه وه چې له هغه اوبه په غیر معمولي توګه وخوټېدې.

دویم: د ځمکې مخ(سطح) ته تنور ویل کیږي یعنې د ځمکې په مخ اوبه وخوټېدې.

دریم: د ځمکې لوړې برخې ته هم تنور ویل کیږي.

څلورم: د ډوډۍ پخولو تنور ته هم تنور وايي.

په همدې بنأ د تفسیر امامانو بیلا بیل معانې ترې اخيستي.

په دې اړوند دوه بېلګې:

امام طبري په خپل تفسیر کې د ابن عباس(رضی الله عنهما) روایت نقلوي.

حدثني يعقوب بن إبراهيم قال، حدثنا هشيم، قال: أخبرنا العوام بن حوشب، عن الضحاك، عن ابن عباس أنه قال في قوله: وفار التنور ، قال: (التنور)، وجه الأرض.

قال ابن عباس : قيل له: إذا رأيت الماء على وجه الأرض، فاركب أنت ومن معك.

قال ابن عباس:والعرب تسمى وجه الأرض: تنورالأرض.

همداسې روایت له حضرت ضحاک نه هم روایت شوی.

عن عكرمة، في قوله: (وفار التنور)، قال: وجه الأرض.

التَّنُّور: هو تنويرُالصبح، من قولهم:(نوَّرَ الصبح تنويرًا).

حدثنا أبو هشام الرفاعي قال، حدثنا محمد بن فضيل قال، حدثنا عبدالرحمن بن إسحاق، عن عباس مولى أبي جحيفة، عن أبي جحيفة، عن علي رضى الله عنه قوله:(حتى إذا جاء أمرنا وفار التنور)، قال: هو تنوير الصبح، هو(طلع الفجر).

حدثنا محمد بن بشار قال،حدثنا سليمان قال،حدثنا أبو هلال قال، سمعت قتادة قوله:(وفار التنور) قال:أشرف الأرض وأرفعها فار الماء منه.

لنډه دا چې دا یو اشاره او راز و د الله سبحانه وتعالی او د هغه د استازي حضرت نوح (علیه السلام) ترمنځ، چې پر دې نوح (علیه السلام) ښه پوهیده.

دا و د تنور په اړوند د روایاتو اختصار، خو هغه تنور چې ډوډۍ پکې پخیږي او دا ملکیت و د سیدنا حضرت نوح(عله السلام) په دې کې هم د روایاتو یو والی نشته.

دا ځانګړی تنور د شام په (عین ورد) کې واقع و.

د حضرت حسن، مجاهد، شعبي او ابن عباس(رضی الله عنه) قول دی چې دا تنور په کوفه کې و.

حضرت شعبي(رحمه الله) قسم یادوي چې دا تنور د کوفې ښار په یوه سیمه کې و.

د دوی په قول: حضرت نوح(علیه السلام) کښتۍ د کوفې مسجد په احاطې کې جوړه کړې وه او دا تنور هملته موجود و.

امام قرطبي او مظهري(رحمهما) د حضرت ابن عباس (رضی الله عنه) قول نقلوي: تنور د نوح علیه السلام د کور دروازې تر څنګ و او الله سبحانه وتعالی ورته هدایت کړی و، چې دلته ګوره، هر کله له دې تنوره اوبه وخوټېدې د طوفان پیلېدو نښه ده.

یو روایت دا هم دی چې دا تنور له ډبرو نه جوړ و چې د بي بي حوا ملکیت و او دا روایت هم دی چې دا تنور د هند په ځمکه کې و.(البدایة والنهایه)والله اعلم.

امام قرطبي غوره تفسیر سره فرمايي: که څه هم د تنور په اړوند د مفسرینو اقوال بیلا بیل دي خو په دې کې څه اختلاف نشته، که اوبه د ځمکې له سطحې، د ځمکې له لوړو دطوفان اوبه وخوټېدي یا د عین الورد او کوفې له تنوره او یاهم له چینو اوبه وخوټېدې، دلته اصل مطلب دادی چې د ځمکې له چینو اُوبو وخوټېدي او له بره د باران په شکل اوبه را کوزې شوې.

قال الله تبارک وتعالی:فَفَتَحْنَا أَبْوَابَ السَّمَاءِ بِمَاءٍ مُّنْهَمِرٍ.

وَفَجَّرْنَا الْأَرْضَ عُيُونًا فَالْتَقَى الْمَاءُ عَلَىٰ أَمْرٍ قَدْ قُدِرَ.(القمر:۱۱ــ۱۲)

ژباړه:نو د اسمان دړې مو په رابهیدونکو اوبو پرانستې.

او ځمکه مو روانې روانې چینې کړه؛ نو(دواړه) اوبه د داسې کار لپاره سره یو ځای شوي چې له وړاندې مقدر شوی و.

څه مبارک کلام دی، چې فرمايي: د کافر قوم غرقېدو لپاره د دوی په سر آسمان دړې پرانستل شوې چې اوبه يې د وریدو پرځای وبهیدل او زمکه خُټیدونکې چینې چېنې شوه.

د طوفان نیمې اوبه له بره کوزې شوې او نیمې له ځمکې وخوټیدې، چې ځمکه يې د اوبو لاندې کړه، د لوړې څوکې په سر هم (۱۵) زراعه او په بل روایت (۴۰) زراعه همدا راز تر(۸۰) زراعو پورې ویل شوي اوبه لوړې وي.(البدایة والنهایه)

په دې روایتونو کې هم اختلاف نشته ممکن د موقعیت په لحاظ په ځینو برخو کې اوبه د ځمکې له سطحې(۱۵)زراعه، په ځينو نورو برخو کې چې سطحه يې ټيټه او یا زیاته ټیټه وه تر څلویښت او (۸۰) زراعو پورې له سطحې لوړې شوي وي .(والله اعلم)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx