افغانستان

قومي مشران:چارواکي رسنیو ته کره معلومات نه ورکوي

نن ټکی اسیا(شنبه، زمري۱۸مه، ۱۳۹۳ل): له نورستان ولایت څخه د کره ورکول شویو راپورونو سره سم، له تېرو څو ورځې راهیسې د دغه ولایت د کامدیش ولسوالۍ په کوشتوز سېمه کې د امریکايي بې پېلوټه الوتکو په مسلسلو او پر له پسې بریدونو کې یوازې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

د سېمي اوسېدونکي وايي، دوی په دې نه پوهېږي، چې ولي او څرنګه یوازې او یوازې دوی تر خونړیو هوايي بریدونو لاندې دي.

د کامدیش ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران وايي، چې د وړمه ورځې / پنجشنبي راهیسې په کوشتوز سیمه کي لږ تر لږه ۴۷ تنه بې ګناه ولسي وګړي شهیدان شوي. د دوی په وینا، کله چي کلیوالو خلکو د خپلو مړو لټون کاوه؛ بیا بیا تر هوایی بریدونو لاندې راغلل او د لسګونو ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر خلک ژوبل شوي هم دي

دغه قومي مشران پر حکومت، د نورستان اوسني والي او نورو امنیتي چارواکو ټینګه نېوکه کوي، چې رسنیو ته د ولسي تلفاتو او ملکي قربانیانو په اړه د کره معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

د سرچینې په خبره، د کامدیش ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو ورته له رسنیو هم سخته ګیله کړې، چې د مظلومانو غږ نه پورته کوي او د بهرنیو ځواکونو له لورې د ولسي مرګ ژوبلې په اړه ناسم خبرونه نشر ته سپاري.

بل پلو د نورستان والي حافظ عبدالقیوم په دې باب زموږ سرچینې ته وویل، چي دوی هم داسي خبر شوي، چې په کامدیش کې وژل شوي خلک ولسي وګړي دي؛ خو د دوی پلټنې روانې دي او نور جزییات به وروسته خپاره کړي

د عبدالستار په نوم د کامدیش یو اوسېدونکی وايي، چې لا هم د ډېری ولسي وګړو مړي نه دی ترلاسه شوي او خلک د بیا بمبار له ویرې تر خپلو کورونو بهر نه شي وتلی او بند پاتې دي.

په داسی حال کې، چې په نورستان ولایت کي په دی وروستیو کي ورته پیښي ډېري شوې ولسي وګړی شکایت کوي، د دوی کورونه هم بمبار شي خو بیا هم په نورستان کي شته اداره د دوی له کړاو او مظلومیته سترګي پټوي او وژل شوي ملکي خلک د طالبانو په نوم ور پیژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x