نظــر

د پوځ اصلاح او تزکيه مهمه ده

حسان مجاهد

د پوځ روزنه دوه ډوله ده:
۱_ اول د ظاهري دښمن په وړاندې لکه: د وسلو زده کړه، بدني روزنه، چټک او منظم پلانونه، تدريب، مسلکيتوب، ځمکني او هوايي تمرينات او ورسره په پوځي يونيفارم او تجهيزاتو سمباليدنه.

۲_ د پټ دښمن(نفس/شيطان) په وړاندې مبارزه، باطني تزکيه او تربيه، الهي ارشاداتو ته ژمنتيا، د دين په هره جزيه عمل، د ظاهر او باطن اصلاح او هرقول، فعل، حرکت او سکون د الله تعالی لپاره کول.

په دې ليکنه کې غواړو، د پوځ په دوهم ډول روزنه خپل نظر روښانه کړو.

مسلمانانو هغه مرحله طی کړه، چې په نتيجه کې يې اسلامي نظام قایم او د فتنو ټغر ټول شو. اوسمهال په کار داده، چې پوځ داسې جوړ شي، چې بيا ځل د فوځ په نيمګړتياوو سره د نظام زوال نه شي رامنځته.

الله تعالی وايي: « عسي ربکم ان يهلک عدوکم فينظر کيف تعملون» ژر ده چې الله تعالی به ستاسو دښمن هلاک کړي، بیا به وګوري چې تاسو (مؤمنان) څه کوئ؟
اوس الله تعالی دښمن هلاک کړ، مګر زموږ اعمال د الله تعالی تر څارنې لاندې دي، چې څه کوو، اطاعت که معصيت؟

د هر مسلمان اصلاح مهمه ده، خو د پوځ اصلاح ته اړتيا ځکه شته؛ چې فوځ په ټولنه کې د مالګې حيثيت لري، د نورو شیانو فساد په مالګه اصلاح کيږي، خو که مالګه فاسده شي؛ بيا يې اصلاح ناممکنه ده، د پوځ په بې لاريتوب سره الله تعالی اسلامي نظام زائلوي او اسلامي نظام د هر مسلمان اړتيا، په ځمکه کې ستر نعمت او د انساني خلقت د هدف ضامن ده.

اسلامي فوځ بايد د تقوا او نيکو اعمالو نمونې وي، الهي شريعت لومړی په ځان بيا په نورو عملي کړي، د داسې پوځ ښه مثال د صلاح الدين ايوبي پوځ و چې پوځيانو به يې د شپې لخوا تهجد او د ورځې جهاد کاوه او يوازې دوه پوځیان يې له صف څخه ځکه ويستل شوي، چې د شپې تهجد يې نه کول، په دې خاطر چې ممکن د دوی له وجې الله تعالی په موږ رحمت بند کړي.

په نورو نړیوالو نظامونو کې اسلامي قانون دخل نلري نو ځکه د نظام خلک د مخفي کيمرو، پوليسو او نور څارګرو په واسطه کنټرولوي، که مجرم تعقيب نشي مجرم نده، خو زموږ نظام الحمدلله له اسلامي قانون سره خلط ده، هر پوځي بايد په خپل جرم اعتراف وکړي؛ ځکه د اسلام په رأس کې ددې ډير مثالونه شته، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته به اصحاب راغلل په جرم به يې اعترف وکړ او په ځان د حد قائمولو به يې غوښتنه وکړه چې دا کار موږ ته راپاته سالمه او مؤثره مؤرثه ده.

سیاست او حکومت مقصود بالذات نه ده او د حکومت لپاره به د شريعت احکام نه قرباني کيږي.
الله تعالی د مؤمنانو په اړه وايي: الذين ان مکنهم في الارض اقامواالصلوة واتوا الزکاة وامروا بالمعروف ونهوا عن المنکر ولله عاقبة الامور.
ژباړه: هغه کسان چې موږ په ځمکه کې دوی ته حکومت او واک ورکړ، نو دوی لمونځونه کوي، زکات اداء کوي، په نيکۍ امر کوي او له بدو څخه منع کوي او د ټولو کارونو انجام له الله تعالی سره ده.

له دې آيت څخه دا واضحه شوه، چې له حکومت څخه مقصود بالذات ديانت او عبادت ده؛ سیاست او حکومتولي د دين د قائمولو لپاره يوه وسيله ده.
خلاصه دا چې نه د سيکولريزم نظریه صحيح ده چې په سیاست او حکومت کې دين هيڅ دخل نه لري او نه دا فکر صحيح دی چې د دین اصلي مقصد سیاست او حکومت دی؛ بلکه د دين اصلي مقصد له الله تعالی سره د بنده تعلق(عبادات او طاعات)دی؛ نور سیاست او حکومت د عباداتو د قائمولو يوه وسیله ده نو ځکه په اسلام کې هغه سیاست مطلوب ده چې د عباداتو ارتقا او قيام په راځي او که له سیاست څخه دا شی مقصد نه و هغه غير اسلامي سیاست دی.

د ايمان قوت هم په اعداد کې داخل دی:
په تېرو قرونو کې مسلمانان د تجهيزاتو له کمۍ سره په دښمنانو غالبه و؛ ځکه هغوی په روحاني قوت مجهز و. لکه څنګه چې د دښمن په وړاندې د پوځي قوت او تياري ضرورت شته؛ دا شان په دښمنانو د برلاسۍ لپاره د ايمان قوت او روحاني خوځښت ته هم اړتيا شته او د ايمان قوت د شريعت په پوره پابندۍ کې نغښتی ده.

کفارو هم دا حقيقت درک کړی ده، چې په مسلمانانو د برلاسۍ غوره لاره له مسلمانانو څخه د روحاني قوت سلبول دي؛ ځکه تر څو چې دوی په روحاني قوت مجهز وي او له الله تعالی سره يې رابطه غښتلې وي؛ بيا مسلمانان ددې جوګه دي چې د اسبابو له کمي سره په اسماني مدد مبارزه وکړي.

بلعم بن باعورا د موسی علیه السلام مخالفينو ته وويل: که غواړئ چې په مسلمانانو مو سلطه راشي؛ نو د جګړې په صف کې دننه ښايسته نجونې ځای کړئ، تر څو يې په ليدو مسلمانان د نفسي خواهش تابع او له الهي رحمته بې برخې شي، چې بيا دا پلان عملي او منتج شو. صليبيانو له مسلمانانو څخه د روحاني قوت د سلبولو لپاره په اسلامي لښکر کې دننه ښايسته نجونې داخلي کړي دي لکه د صلاح الدين ايوبي او نورالدين زنګي په دور کې د ايمان پلورونکو (ښځو او ايمان جنګونه) داستان يې ښه بیلګه ده.

نمرود چې ابراهيم عليه السلام په منجنيق کې اور ته غورځول؛ نو منجنيق ملایکو ونيول، بيا شيطان راغی او نمروديانو ته يې وويل: تاسو د ښځو او نارينه وو اختلاط او فحاشي جوړه کړئ، ترڅو ملايکې پورته شي، چې بیا هم دا کار عملي او منتج شو. خلاصه دا چې ګناه د الهې نصرت لوی مانع ده.

پوځ دې دا فکر نکوي، چې نړیوال کفري پوځونه له ډېره وخته په پښو ولاړ او د لا ترقۍ په لور هم روان دي؛ ځکه کافر په مثال د چوټې/څپلۍ ده او مسلمان په مثل د خولۍ ده، که په څپلۍ باندې هر څومره نجاست نښتی وي، هیڅ څوک يې باک نه لري، خو که په خولۍ لږ نجاست نښتی وي، څوک يې تاب نه لري، همداسې کفري پوځونه خو د الله تعالی باغيان دي په دنیا کې که يې کم راحت په برخه ده، مګر د اخرت له ابدي راحت نه بې برخې دي او مسلمان ته په لږ ګناه سره هم الله تعالی دنیوي عذاب ورکوي؛ ځکه په برخه يې بيا ابدي راحت ده؛ نو مسلمان پوځ د الله تعالی په نافرمانۍ سره په دنيا کې معذب ګرځي او د عذاب يوه نوع بیرته د نظام او حکومت زوال ده.

په مکه مکرمه کې په مؤمنانو جهاد نه شو فرض او په مدينه منوره کې پرې فرض شو؛ علماء يې دا وجه وايي: په مکه مکرمه کې مسلمانان د کفارو تر سختو اذيتونو لاندې وو؛ نو که جهاد فرض شوی و، بيا به جهاد او مبارزې د شخصي تضاد او غچ اخيستنې اړخ نيولی و؛ نو بيابه مسلمانان د الهي نصرت مستحقين نه و. خو په مدينه منوره کې د مسلمانانو ايمان زيات قوي شو، هر قول او فعل يې د الله تعالی لپاره و، په يوه پيښه کې حضرت علي کرم الله وجهه يو کافر ځمکې ته کړ او په سینه يې ورکېناست، کافر د حضرت علي رض په مخ لاړې ور تو کړې، علي رض فوراً ترې ولاړ شو.

کافر وويل: ولې دې پريښودم؟
ده وویل: مخکې مې دښمنې درسره د الله تعالی لپاره وه، خو اوس چې مې فکر وکړ، ماويل داسې نه چې دا دښمني شخصي او غچ اخيستنه وګرځي. نو په مدينه منوره کې مسلمانان ښه ددې جوګه شو، چې اوس نو الهي نصرت نازل شي او په خلکو حکومت وکړي، هغه و، چې په غزاوو کې به ملائيکو هم برخه اخيسته.

نو مسلمان پوځ مخکې تر دې چې په خلکو حکومت وکړي، لومړی بايد ځانونه د الهي نصرت مستحقين جوړ کړي، تر څو بيا په لاس ورغلی حکومت د الله تعالی د نافرمانۍ په اساس ترې سلب نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

هیله ده چی لیکونکی ژور فکر وکړی. عبادت او عدالت دواړه ددین یوه برخه دی. په دی برسیره نور داسی اصول سته چی هغه باید سره وتړل سی او یوکامل اسلامی فکر څینی استنباط سی. خلک وایی ولی خدای ج انسان او جن پیدا کړی؟ او بیا یی ولی عبادت باندی واجب کړی؟ ایا خدای ج عبادت ته ضرورت لری؟ ددی سوالو جوابونه ویل سوی خو قانع جواب به هلته پیدا سی چی دانسان دخلق او دهغه دژوند ټول اړخونه په نظر کی ونیول سی. هیله ده لیکونکی په دی فکر وکړی او داسی فکر به دیو اسلامی آردو په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx