دیني، سیرت او تاریخ

څنګه کولای شو، چې روژې ته منظم پلان ولرو؟

عبدالباسط کړوخېل

روژه په مسلمانانو د الله تعالی پېرزوینه او رحمت دی، چې په کال کې یو ځل د نړۍ اسمان ته راښکاره کېږي.
الله سبحانه وتعالی خپلو بندګانو ته د بښلو فرصت برابروي، نو له همدې امله ویلای شو چې روژه د مینې، محبت، همدردۍ، مساوات، ورورولۍ، بښنې، تېرېدنې او له یو بل سره د همکارۍ غوره فرصت دی.

ددې میاشتې په راتلو سره د جنت دروازې خلاصېږي او د جهنم دروازې بندېږي.
ددې میاشتې په راتلو سره شیطانان په ځنځیرونو تړل کېږي او د دې میاشتې په راتلو سره د نړۍ مسلمانان د خوښۍ جشنونه نیسي، له پوره چمتوالي سره ددې میاشتې هرکلی کوي.

څنګه کولای شو چې روزه ته منظم پلان او برنامه ولرو؟
روژه کې د ډېرو خلکو تقسیم اوقات ګډوډ وي، غواړي عبادت ته یو ښه پلان ولري او زیات ثواب لاسته راوړي، خو د روژې میاشت داسې ځنې تېره شي، بیا نو ارمان پسې کوي.

دلته مو د حدیثو په رڼا کې د روژې د ټولې ورځې او شپې تقسیم اوقات درته برابر کړی دی.
١: تر سهار لمانځه مخکې:
نبي کریم ﷺ فرمایي: پر ځان د تهجد لمونځ لازم کړئ، چې تر تاسو مخکې هم د نېکو خلکو عادت و. (ترمذی)

٢:پېشلمی کول: نبي علیه السلام فرمايي: پېشلمی وکړئ، بېشکه په هغه کې زیات برکتونه دي. (بخاری)
د سهار سنت کول: رسول الله ﷺ فرمایي: د سهار دوه رکعته (سنت) تر دنیا او هغه څه چې په دنیا کې دي؛ غوره دي. (مسلم)

٣:د سهار لمانځه څخه تر ماسپښین لمانځه پورې:
د جماعت تر وخت پورې ذکر او دعا: نبي علیه السلام فرمایي: د اذان او اقامت په منځ کي دعا کول خامخا قبليږي. (مسند احمد)

٤:د سهار لمانځه څخه تر اشراق وخت پورې: د نبي علیه السلام عادت و، کله چې به د سهار لمانځه څخه فارغ شو، تر لمر راختو پورې به پر هغه ځای ناست و. (مسلم)

٥: د اشراق لمونځ: رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: کوم څوک چې د سهار لمانځه څخه تر لمر ختو پورې په ذکر مشغول شي او بیا دوه رکعته نفل لمونځ وکړي، د یوه پوره حج او عمرې ثواب ورکول کیږي. (ترمذی)

٦:لږ ارام کول: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: ستاسو ځان هم پر تاسو حق لري (هغه ته ارام ورکړئ) (بخاري)
تعلیمي او کاروباري مصروفیت: نبي علیه السلام فرمایي: یو څوک په خپل مټ تر ګټلې پیسو بله هیڅ پاکه روزي نه شي موندلای. (بخاری)

٧:په خالي وخت کې ذکر: نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: ژبه مو همېشه د الله تعالی په ذکر تازه وساتئ. (بخاری)

٨:له ماسپښين څخه تر مازیګر لمانځه پورې:
ماسپښین لمونځ په جماعت وکړئ: نبي علیه السلام فرمایي: د جماعت لمونځ تر یوازې لمانځه ۲۷ درجې فضیلت لري (بخاری)
د ماسپښین د سنتو ارزښت: د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) عادت و، د ماسپښین تر فرضو مخکې یې څلور او وروسته یې دوه رکعته سنت کول. (ترمذی)

٩:کار کول یا آرام کول: د اړتیا په اندازه باندې خوب او کار وکړئ، ښځې دې ارام وکړي، که ارام نه کوي، نو دې د قرآنکریم تلاوت، ذکر او یا هم درود شریف ولولي.

١٠:له مازیګره تر ماخستن پورې:
له اذان سره سم و مسجد ته تلل: که څوک په ښه ډول سره اودس وکړي او بیا مسجد ته لاړ سي، نو هغه د الله تعالی میلمه دی او میلمه (بنده) پر کوربه (الله جل شانه) باندي د اکرام حق لري. (طبراني)

١١: او د روژه مات چمتو والی: نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) به د کور په کارونو کي له خپلو بیبیانو سره مرسته کوله. (بخاری)

تر روژه ماتي مخکې دعا: نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: د روژه نیونکي دعا نه رد کیږي. (ترمذی)

او پر وخت روژه ماتول: نبي علیه السلام فرمایي: زما امت پر خیر باندې قایم کیږي، تر څو په روژه مات کې ځنډ و نه کړي.

١٢: له ماښامه تر تراویح پورې:
په لومړي تکبیر سره د لمانځه اداء کول: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: زما امت پر خیر باندې قائم کیږي، تر څو چې يې د ماښام لمونځ نه وي ځنډولی. (ابو داؤد)

د تراویحو د لمانځه اداء کول: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: کوم څوک چې د روژې په شپو کې د ایمان او ثواب په امید تراویح اداء کړي، د هغه مخکیني ګناهونه بخښل کیږي. (بخاری)

روژه د رحمت او مغفرت میاشت ده په پوره حوصله، صبر او استقامت یې تېرول پکار دي، الله تعالی دې ددې مبارکې میاشتې په برکت زموږ ګناهونه معاف کړي.

امين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx