ادبي لیکني

راځړوند پسونه ــ سپيناوی او څېړنه

شرر ساپی

تېره اوونۍ مې د حماسي صیب د یوه بیان په اړه وضاحت ورکړ چې په دې اړه دې څېړنې وشي، نو دا به یوه لویه لاس ته راوړنه هم وي، خو په هغو خبرو هم ځينو بې منطقه او بې وجدانه خلکو وکنځلم، زه پوهیږم چې څوک کنځلې کوي، د خپل شخصیت تمثیل کوي، ډېرو دوستانو وویل چې دا خبره به درسره ومنو خو په قران که يې پسونه راباندې ومني. ما ورسره ژمنه وکړه چې دا خبره به زه څیړم، د خپلې ژمنې سره سم مې وڅېړله دا تاسې او دا راځړوند پسونه.

طعباً دا عکاسي او ویډيو راته هم ډېره پخوانۍ ښکاري، په دې کې د مرحوم حقاني په نقل قول وايي:(( په لمانځه ناست وم، له ځانه سره مې وویل چې اوس به مجاهدینو ته له کومه ډوډۍ راوړم، د چا دروازه به ټکوم، په دې چورت کې وم، له اسمانه غږ راغی، ای جلال الدین حقاني فلانۍ ونې ته لاړ شه، چې ورغلم دوه پسونه چې پوستکي ترې ویستل شوي وو، راځړول شوي وو، په خدای که په واوره کې د چا منډ معلومېده، دا د الله رزق و)) له دې وروسته ویډيو خلاصیږي، خو ګومان کوم چې نورې خبرې به هم لري، احتمال دې ولري چې دا خبره يې یو څه روښانه کړي وي.

بې له شکه چې د الله تعالی سنت او کړنلاره هیڅ نه بدلیږي: و((َلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا ))سورة الأحزاب.
او هیڅلکه د الله سنت نه بدلیږي.

په اور کې يې دا طاقت ايښی چې سوځول به کوي، خو که اور څوک ونه سوځاوه، نو معنی دا چې دالله تعالی تکویني سنت تغیر شول، دا یوازې د معجزو پرمهال کیږي، معجزې یوازې پېغمبرانو ته ورکړل شوي دي، او یا به هم کرامت وي چې د الله تعالی نازولو بندګانو ته ورکول کیږي.

معجزه خارق العاده عمل دی چې د رسولانو څخه صادریږي، کرامت هم خارق العاده عمل دی، خو د ولیانو څخه پرته چې هغوی پرې پوهه شي صادریږي، لکه د عمر بن الخطاب رضی الله عنه د (( یاساریه الجبل) غږ چې وروسته عمر رضی الله عنه هم نه پوهېده چې ولې يې دا غږ له خولې راوخوت.

د معجزې او کرامت ترمنځ يو څه توپيرونه موجود دي، معجزه باید څرګنده او اعلان شي ځکه چې ‌د مشرکانو لپاره چلنج دی. خو په کرامت کې ولې مامور دی چې خپل کرامت پټ کړي، معجزه د چلنج په نتیجه کې رامنځ ته کیږي، خو کرامت په چلنج پورې هيڅ تړاو نه لري. د معجزې ګټه نورو ته رسیږي او دکرامت ګټه او فایده په غالب کې د کرامت څښتن ته رسیږي. نبیان په خپلو معجزو باندې مشرکانو ته د نبوت څرګند، برهان او دلیل وړاندې کوي، خو ولیان کرامت د خپلو ځانونو لپاره دلیل ګرځوي، څو يې زړونه ارام شي او د اضطراب له حالت نه ووځي.

لومړي خو دغه یو کرامت نه شو ګڼلی، ځکه چې د کرامت ګټه یوازې د کرامت څښتن ته رسیږي، خو د پسونو ګټه ټولو ته ورسېده.

د افغانستان په جهاد عبدالله عزام یو کتاب د (( ایات الرحمن فی جهاد الافغان)) ولیکه، په دې کې يې ټول هغه کرامات راخیستي چې هغه مهال ورسره مجاهدین مخ شوي دي، د شهید له وینو د مشکو د بوي راتګ، شهید خپله وسله چاته نه پريږدي، ….. خو ټول په هم هغو شهیدانو پورې منحصر کرامتونه دي.

طبعاً په دې کې به ځينې خبرو کې مبالغه هم شوي وي، یو وخت چې عبدالله عزام دا کتاب لیکه، د جهاد یو مشهور قومندان چې اوس هم ژوندی دی، عبدالله عزام ته ویلي و چې په ماباندې روسانو دوه شاجوره مرمۍ تشې کړې، په جامو کې مې روغ ځای نشته، خو یوه مرمۍ هم زما په ځان ونه لګېدله، عبدالله عزام دا کرامت هم په خپل کتاب کې لیکلی و، کله چې یو جهادي مشر لیدلی نو عبدالله عزام ته یې ویلي و چې دا سړی لږه مبالغه هم کوي، ورته ووایه چې هغه جامې راوړي، بیا به جهادي قومندان له عبدالله عزام نه پټ ګرځېده، اخر ورته چا ویلي و، دا سړی دې نه پريږدي، خو داسې وکړه چې کمیس او پرتوګ میخ ته راځړوند کړه او دوه شاجوره پرې خالي کړه.

کیدای شي عبدالله عزام ته هم ځينو دغسې خلکو له مبالغې ډکې خبرې کړي وي، او یوه نیمه خبره به په کې ناسمه هم وي.خو بې له شکه چې د روسانو پر وړاندې جهاد کې بې شمیره کرامتونه لیدل شوي دي.

ما په کمنت کې یو دوست ته وویل، دا د الله تعالی سنت نه دی چې تاته په ونو کې پسونه راځړوند کړي، احتمال لري چې حماسي صیب ته خبره نیمګړې رسېدلي وي، ما په دې خبره پسې ډېر کتابونه چاڼ کړل، د عبدالله عزام کتاب مې ‌هم ولوست، کومه طبعه چې يې ماسره وه، په هغه کې مې ونه موند.

په پای کې مې دغه خبره په ډېر توپیر او زیاتونې په (( لوی مصلح او ستر غازي)) کې وموندله، دا کتاب تاثرات دي، اهتمام يې مولوي بدرالدین حقاني او اوډون او سمون يې لطف الله خیرخوا کړی دی.

د دې کتاب په یو سل او لسمه پاڼه کې راغلي دي: شهید عبدالله عزام په خپل کتاب ” الهجره والجهاد” کې وايي چې په ((ایات الرحمن فی جهاد الافغان)) کې يې د حقاني صاحب کرامت ذکر کړي دي، د حقاني صاحب له خولې لیکي:

یوه ورځ زه غمجن وم، د سهار لمانځه وروسته په جای نماز ناست وم. فکر مې کاوه چې مجاهدینو ته به خوراک له کومه ورکوم؟ یو هاتفي اواز مې واروېده:جلال الدین رب تاته په هغه وخت کې رزق درکاوه چې تا جهاد نه کاوه. ته چې جهاد کوې روزي نه درکوي؟ پورته شه هغې ونې ته حلال شوي مال به په کې راځوړند وي، پر الله قسم چې په همدغه ورځ پرته له دې چې زه مجاهدینو ته ووایم، زه لا په جای نماز ناست وم، یو چا دوه پسونه راوستل او مجاهدینو حلال کړل او په عین ونه کې يې ځړوند کړل. ص ۱۵۶

اوس خو څرګنده شوه چې دا دوه پسونه له اسمان څخه نه بلکې دوه کسانو راوستل، د حماسي د خبرې لومړۍ برخه د عبدالله عزام د دغه کتاب په استناد سمه ده، خو ویډیو قطعه شوې ده، باید له دې وروسته واورېدل شي چې څه وايي، که همدا خبره کوي، نو بیا خو ستونزه حل ده، او که دا خبره نه کوي، نو بیا يې خبره ناقصه اخیستې او ناسمه ده، هیڅوک نه شي کولی چې د چا په ناسمو خبرو سترګې پټې کړي. ناسمو ته به ناسمې او سمو ته سمې وایو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

پر ولی پیغمبر هم نه وی واقف ، لکه قرآن عظیم الشأن چی فرمایی ، مگر تاسی هر چا ته کرامت منصوبوی ، ولی خلکو ته داسی معلومات چی هیس خیر په کی نه وی وراندی کوی ، فایده یی تملق او د زان رسوا کول دی .

غوربندي

ښاغلی شرر ساپی صاحب ښه او مناسب خو دا وه چې د پسونو په اړه مو په لومړي سر کې له ځان څخه سپر نه وای جوړ کړی بلکه د “کذبوه و لو صدقوا” په مټ مو د ځان لپاره سپر جوړ او د خلکو له بمباری ځان ژغورلای وای،، د تحقیق مخه مو هسې هم چا نه ده نیولې…. ما ته یوه ملګري په غرض او هدف سره د حماسي صاحب ویدیو را ولېږله هغه غوښتل ما په یوه درې بُعدي ابتلاء (د حماسي صاحب خاطر، د حقاني صاحب رحمه الله خاطر او د صحیحې عقیدې مقتضی) کې وغورځوي،،،… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx