ټولنیزه برخه

د قوم پرستانو يوه دوکه

محمد يعقوب نائل

قوم پرستان وايي: د يو هېواد ټول اوسېدونکي يو قوم دی (هغه که مسلمان وي او که کافر) چې دا د دوی يوه مغالطه ده، ددې ډلې يوه خاصه عقيده او نظريه ده، کوم کس چې د دوی (نيشنليزم) د عقيدې او نظريې هم فکره وي، هغه د دوی دوست دی او کوم کس چې د دوی د عقيدې او نظريې خلاف (اسلامپالی) وي، هغه د دوی دښمن دی، اګر که هغه د دوی پلار، زوی او يا ورور هم وي.

د مشرق او مغرب اوسېدونکي چې اشتراکي عقيده لري، د هغوی عقيده دا ده چې که دوه سکه وروڼه د قوميت په نظر کې شريکان وي، نو دوی وروڼه دوستان دي، خو که دواړو يو ډول قومپالنه نه کول، نو دوی له يو بل څخه جدا دي.

دوی وايي چې د اتحاد دارومدار په وطنيت او قوميت دی، موږ وايو: نه، بلکې د اتحاد دارومدار په مسلک/ اسلامييزم دی.
د شريعت ټول حکمونه په ايمان او کفر باندې مبني دي، مسلمان او کافر د يو بل وارثان نه دي، په همدې اسلامي تعلق باندې بلال حبشي، صهيب رومي او سلمان فارسي رضي الله عنهم وروڼه دي، البته ابوجهل او ابولهب د نزدې خپلولۍ له وجې بيا هم له مسلمانانو څخه لرې دي او د ابوطالب په څېر قرباني ورکوونکی تره د اسلام نه قبلېدو له وجې د جنازې د لمانځه او د مسلمانانو په قبرستان کې له دفن څخه بې برخې شو، کله چې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ابوطالب ته د مغفرت د دعا اراده وکړه، نو د ممانعت آيت نازل شو : ” مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَن‏ ‏يَسْتَغْفِرُواْ لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُواْ أُوْلِي قُرْبَى مِن بَعْدِ‏ ‏مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ” او تر قيامته پورې حکم نازل شو چې د کافر او مشرک رشته دارو لپاره د مغفرت دعا جائز نه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلیمان زاهد

نو د مسلمانو تر منځ چه دومره زیات شراکت موجود دی، نو بیا ولی مسلمان ملکونه په خپل منځ کی پاسپورت او ویزه استعمالوی ؟ اوبل طرف ته بیا په خپل ملک کی یی که دهر دین ولا اوسیږی بیا هلته بی تکلیفه ازاد تګ راتګ کولای شی. بعضی اقسام د قوم پالنی د ځان ساتنی یو طبعی لاره د حل ده چه هر ژوی یی په کار اچوی تر څو د خپلو حقوقو څخه ساتنه وکړی او ځان له ظلم څخه و ساتی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx