
لنډه کیسه – اوف !!!
لیکوال : رحمت الله حکیمي
د رومیانو له ټوکرۍ نه یې خو سا له ښو بېلول ، مایک په لاس یې سرته ودریدم ، دمایک سیوری یې په ټوکرۍ ولږیده ، په ځوړندو سترګو یې پورته راوکتل سریې د ګنډو په سر رلاندې وځړو له ځانه سره یې وویل .
– یره داشل دېرش ورځې خو مې ټول په توان خرڅ کړل ، په ورغږ مې کړل .
– ماما کولی شئ دې پوښتنې ته ځواب راکړئ چې د انتخاباتو د پایلو ځنډ په تاسو او ولس څه اغیزه کړې .
– ولې نه !
– مهرباني وکړئ .
– یارمحمد خان د خدای نظرخان زوی د کابل په ښار کې په کراچۍ کې رومیان خرڅوم ، داڅه وایې تاسو به یې اغیز دی که څه بلا نه بولی ، ټول خلک یې له کاره غوځولي ، دجنسونو بیې لوړې شوې ، پوره اویا منه رومیان مې خوسا شول همداسې نورپه سل هاوو خلک نجاران ، دوکانداران ، مزدورکاران ، نجاران ټول وی تا ناست دي ټول مې دې غږ واوري خبریاله !هسې مې روژه په خوله ده ، زړه مې مه راتنګوه زموږپه خبرو خلک غوږ نه ږروي .
– یارمحمد خانه ! تشویش مه کوه .
– یره خبریاله ته به یې تشویش نه بولې ، چې د یوه رایې ډېرې شي بل وایي تقلب دی که څه شی وایي دا شوی ، چې دبل ډېرې شي بیاد دولت کسان وایي دپنځوسوسره چې یو جمع شي هغه یې نه دي پوره کړي ورکوه یې خبریاله ! ترپوزې یې راوستلي یو دادخلکو په رایو ټاکل کیږي که دزور په رایه .
– ښه یارمحمدخانه ته پرېږده دادغم خبرې رایه دې چاته ورکړه ؟
– هاها لیونی یم ، اعصاب مې خراب دي .
– ولې ته راتلونکی نه لري .
– دڅه شي راتلونکی ، موږ دحال نه اوراخیستی ته راتلونکی راته غږوي ، دوی خپله داڅلور میاشتې په خپلو منځو کې اخوډب دی دوی به زما راتلونکی څنګه جوړوي ، بله دا چې تیره ورځ درایو صندقونو ته زموږ کاونډي تللي وو ، هغه هم پښېمانه وو .
– ولې !
– ویل یې چې زه به په اخرت کې د دې په خاطر شاهدي ورکوم که ښه شي هم ښه ترښه که نه جوړه به ورسره په اور کې سوځوم ، هغې دکلي اوکور خبر خو پرېږده .
– په کلي کور کې څه خبرې دي .
– هغوی وایي داانتخابات د اسلامي چوکاټ سره برابر نه دي ، یوکاندید هم ورته کاندیدنه ښکاري .
– یارمحمده داڅه وایي ! دوی دکاندید دپاره کوم معیار لري .
– په معیار معیار دې نه پوهیږم ، دوی هغه سړی ښه بولي چې په قرآن او سنتو برابر وي نه په راغلې ډېموکراسۍ ، ته وا خدای پاچاهي به داسې جوړیږي .
– خبریاله ! یوه خبره مې واوره څو چې سیمه ، مرکز ، لوی او وړوکی ، خان او غریب ، خبریال اومعلم په عمل کې لاالله الا الله محمد رسول الله په یوه خوله ونه وایي نه کاندید شته نه ارامي ، زه به هم خوشحاله وم ، چې زه رایه ورکوم هلته مې مسجد بمباریږي او زه به درای شما آینده شما پسې منډې وهم .
– ښه یارمحمد خانه داچارواکو ته څه پیغام لري .
– له پیغامه مې توبه ، خو دومره وایم ، چې ددغه غم څپلي اولس غم وکړئ د یتیم اوښکې وچې کونډې ته ټيکری ورپه سرکړئ ، دخدای (ج) په خاطر څلوېښت کلن په جنګ کې شوم ، ترګوره پورې په جنګ کې مه وړئ ، یوه شيبه ارامي راباندې وویني ،یوه شيبه د مور ژړا مه راباندې ویني ، یوه شېبه مې هغې موسکا ته پرېږدئ چې ماشوم یې خپلې مور ته په سوزني کې کوي .
– نه نه یارمحمده ! هر څه به سم شي له تاسو مننه چې دخبرو کولو وخت مو راکړ.
خبریال په ځوړندیدلي سر له یارمحمده روان شو له ځان سره یې وویل هی هی هی ، دخبریال اخري حوسیلۍ له خولې وتی نه وو ، چې یارمحمد په یبلو پښو منډې ورپسې وهي وایي
– خبریاله ! وه خبریاله اعلان پسې وکړه ټوکرۍ مې چا وړې ټوکرۍ مې چاوړې
پای