ورزش

د چمپینز لیګ کواټر فاینل شپه، مانچسټر سیټي او لیورپول بریاوې خپلې کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۷ل): د اروپا اتلانو لیګ ۲۰۲۲ کال د کواټر پایلوبو کې انګلستانی کلب مانچسټر سیټي د هسپانوي کلب اتلاتیک مدرید او لیورپول د پرتګالي کلب بینفیکا سره مخاخ شوې.

د کواټر فاینل په لومړي لیګ کې د مانچسټر سیټي لوبډلې د بیلجیمي لوبغاړي «کیوین دې براین» په مرسته له یو شمېر هڅو او فرصتونو وروسته په ۷۰مه دقیقه کې یوازینی ګول راوړ چې تر وروستیو پاتې شو او مانچسټر سیټي په ۱-۰ بریا خپله کړه.

دا لوبه د مانچسټر سیټي په کوربه توب د انګلستان په مانچسټر ښار د اتحاد لوبغالي کې د سه شنبې په ورځ ترسره شوه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه تر ډیره یو طرفه وه چې د دیاګو سیمیونې لوبډلې اتلاتیک مدرید یوازې او یوازې د مانچسټر سیټي مخه نېولې وه تر څو ګول ونه وهي، خو خپله یې د ګول وهلو هیڅ هڅه ونه کړه.

خو د پریمیئر لیګ اتلولې لوبډلې مانچسټر سیټي وکولی شول د سیال لوبډلې دفاعي غر ونړوي او په ۷۰مه دقیقه کې په ګول وهلو بریالي شي.

Champions League - Quarter Final - First Leg - Manchester City v Atletico Madrid

د دواړو لوبډلو ترمنځ به د کواټر فاینل دوهم لیګ د هسپانیا مدرید ښار په میترو پولیتانو لوبغالي کې راتلونکې پنجشنبې په شپه ۱۱:۳۰ دقیقې ترسره شي.

بل لوري د انګلستاني کلب لیورپول او پرتګالي کلب بینفیکا ترمنځ کواټر فاینل سیالي ترسره شوه چې لیورپول په ۳-۱ بریا خپله کړه. ددوی له لوري ابراهیما کوناتی، سادیو مانی او لیویس دیاز درې ګولونه راوړل.

ددوی ترمنځ دا لوبه هم تر ډیره یو اړخه لېدل کېده چې لیورپول د درې ګولونو وهلو سربېره یو شمېر نور فرصتونه درلودل خو ټول یې له لاسه ورکړل. د سیال لوبډلې بینفیکا له لوري یوازینی ګول «داروین نونیز» راوړ.

دا لوبه د پرتګال په بینفیکا کې د بینفیکا په کوربه توب ترسره شوه، چې دوهم لیګ به یې راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په شپه ۱۱:۳۰ دقیقې د انګلستان په لیورپول آنفیلد لوبغالي کې ترسره شي.

د اروپا اتلانو لیګ کواټر فاینل په لړ کې نن شپه یوه بله ستره سیالي د چیلسي او ریال مدرید لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي چې د شپې ۱۱:۳۰ بجې پېل کیږي. دغه راز هسپانوي لوبډله ویاریال او المانۍ لوبډله بایرن مونشن هم نن شپه مخامخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx