
د کرکټ نړیوالې شورا تازه درجه بندي، راشد خان لسم مقام ته ښکته شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۱ل): د کرکټ نړیوالې شورا له لوري تازه درجه بندي اعلان شوې چې په یو ورځنیو لوبو کې راشد خان لسم نمبر ته ښکته شوی دی.
د نړۍ نامتو افغان توپ اچونکی راشد خان په نړیوالو او تجارتو لوبو کې تر ټولو بوخت لوبغاړی دی چې په تېرو شاوخوا شپږو کلونو کې یې تر ټولو زیات کرکټ کړی دی.
راشد خان چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸م کالونو کې د نړۍ لومړی توپ اچونکی و، اوس د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې لسم مقام ته ښکته شوی دی.
که راشد خان له لسم نمبر هم ښکته شي، دا به په تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل وي چې هغه د یو ورځنیو توپ اچونکو له لسیز لیست څخه بهر کیږي.
د کرکټ نړیوالې شورا ICC له لوري په خپره شوې درجه بندي کې پاکستاني لوبغاړو پرمختګ کړی چې په ځانګړې توګه بابر اعظم، امام الحق او شاهین شاه افریدي مخکې شوې دي.
🔸 Shaheen Afridi continues to climb
🔸 Imam-ul-Haq makes significant gainsPakistan players make major movements in the @MRFWorldwide ICC Men's Player Rankings for ODIs and Tests after #PAKvAUS series 📈
Details 👉 https://t.co/zoY06jyBJ3 pic.twitter.com/dxVyiF78oK
— ICC (@ICC) April 6, 2022
بابر اعظم چې له پخوا په لومړي مقام و پخپل حال پاتې شوی، خو امام الحق په لومړي ځل د پنځوس اوریزو په درجه بندۍ کې دریم مقام ته پورته شوی دی.
هغه د استرالیا پر وړاندې د درې سیالیو یو ورځني سیریز کې ۲ سلیزې او یوه نیمه سلیزه ووهله چې ټولې یې ۲۹۸ منډې وکړې.
همداراز شاهین افریدي چې په تېره نږدې کې د پاکستان منل شوی چټک توپ اچونکی دی، په داسې حال کې پرمختګ کړی چې د استرالیا پر وړاندې یې کارکردګي په زړه پورې وه. هغه اته ځایه وړاندې شوی چې اوس په ۷م نمبر شوی دی.
د افغان لوبغاړو له لوري مجیب الرحمن ځدران پخپل حال پاتې شوی چې په نړیواله درجه بندۍ کې په پنځم مقام دی.
د یو ورځنیو لوبو د آلراونډرانو په لیست کې محمد نبي له شکیب الحسن وروسته دوهم او راشد خان څلورم مقام لري.
په شل اوریزو نړیواله درجه بندۍ کې راشد خان او مجیب الرحمن یو-یو نمبر ښکته شوي چې په ترتیب سره په پنځم او اتم نمبر دي، خو په آلراونډرانو کې بیا محمد نبي لومړی مقام لري.