
ټویټر بالاخره د «ټویټ اصلاح او سمونې» ځانګړتیا وړاندې کوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۱ل): ټویټر له تېر یو کال راهیسې په داسې یوه ځانګړتیا کار کوي چې له مخې یې کاروونکي وکولی شي خپل خپور کړی ټویټ اصلاح او سمون په کې وکړي.
د سه شنبې په ورځ دغې ټولنیزې شبکې اعلان وکړ چې دوی به راتلونکو میاشتو کې خورا زیاته غوښتونکې ځانګړتیا پر ټویټر وازمویي، چې په لومړي سر کې به ترې د ازموینې لپاره ځانګړي کاروونکي برخمن وي.
ټویټر دا اعلان په داسې حال کې وکړ چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلون ماسک هم ددې پلیټ فارم برخه وګرځول شوه.
ایلون ماسک هم پر ټویټر له خلکو پوښتنه کړې وه که غواړي پر ټویټر د اصلاح یا سمون «ایډیټ» تڼۍ زیاته کړي، چې کاروونکو بېلا بېلې نظرونه وړاندې کړي وو، چې ۷۳ سلنه د هو او پاتې د نه نظر ورکړی و.
Do you want an edit button?
— Elon Musk (@elonmusk) April 5, 2022
خو ټویټر وایي چې ددوی دا ځانګړتیا پر ایلون ماسک منحصره نه ده بلکې پر دغې ځانګړتیا یې له پخوا کار کوه او غواړي خپلو کاروونکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.
له دې وړاندې د اپریل په لومړۍ نېټه ټویټر پر خپله پاڼه یو ټویټ خپور کړی و چې، «موږ د سمونې یا ایډیټ پر تڼۍ کار کوو»، او اوس وایي چې «موږ ټوکې نه کولې».
now that everyone is asking…
yes, we’ve been working on an edit feature since last year!
no, we didn’t get the idea from a poll 😉
we're kicking off testing within @TwitterBlue Labs in the coming months to learn what works, what doesn’t, and what’s possible.
— Twitter Comms (@TwitterComms) April 5, 2022
هغه مهال د رویټرز خبري اژانس د ټویټر د یوه ویاند په حواله ویلي وو چې دوی تر دې دمه دا خبر نه ردوي او نه یې هم د تایید په تړاو خبر ورکوي.
خو اوس ټویټر د یوه ټویټ له لارې منلې چې پر دغې مشهورې ځانګړتیا یې کار پېل کړی او راتلونکې څو میاشتې ددوی لپاره خورا ارزښتناکې دي.