نړۍ

نامالومو هیکرانو دامریکا ددفاعي چارو دقراردادیانو نیټ ورک مات کړ

hikers_and_computers(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۲۸) لندن: دامریکي ددفاعي چارو چارواکي وایی نامالومو هیکرانو دامریکي ددفاعی چارو دقراردادیانو نیټ ورک مات کړ.

یوي برطانوی خبري رسنئ خبرنشر کړي دي وایی نامالومو هیکرانو دامریکي دلوک مارټن شرکت او همدارنګه نورو عسکري قراردادیانو دفاعي نیټ ورک پردفاعي سیسټم باندي ناڅاپه برید کړی دي.

هیکرانو دشرکتونو هغه سیسټم له منځه وړی دي  کوم چي پرنیټ ورک باندي دبهرنئ مداخلي مخنیوی به یي کوی، دراپور له مخي تراوسه پوری مالومه نده چي هیکرانو به له شرکته څه ډول پټ رازونه غلاکړي وي.

خو دشرکتونومسئولین وایی چي دشرکتونو په نیټ ورک اوپه خاصه توګه دلوک هیډز د شرکت په نیټ ورک کي څه حساس رازونه موجود وو.

راپورزیاتوي چي دشرکتونو په نیټ ورک کي دنویو جوړیدونکو وسلو او همدارنګه په عراق او افغانستان کي داستعمالیدونکو وسلو دټیکنالوجي په اړه مالومات پراته وو.

بخت الرحمن بخت…………… نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x