نظــر

د چا وینه ډیره بهیدلې؟ د ارقامو پربنسټ يې پرتله

عبدالغفار سربڼ

نړۍ کې بيرحمي د جزايي او حقوقي قواعدو په مټ تر هغو نه شي ورکېدلی ترڅو ديني او اخلاقي روزنه او زدکړه د ژوندون د چار چلند بنسټ ونه ګرځي، زمونږ د نړۍ ستره حياتي ستونزه داده چې حقوقي او جزايي قواعد او قوانين له ديني او اخلاقي اصولو نه خالي کړل شوي او تيري کوونکي د الله او وجدان له مواخذې نه نه بلکه د جاري حقوقي مواخذې نه ويرول کېږي. جرم له ګناه نه بيل ګڼل کېږي له قانون نه سرغړونه جرم دی خو که قانون يو ديني سرغړونه د جرم په صفت نه وي پيژندلی هغه جرم نه دی. مثلاً رباح خوړل ديني جرم او ګناه بلل کيږي خو قانون د هغه د اخيستلو له پاره اندازه ټاکلې ده کله چې له اندازې زيات واخيستل شي بيا جرم او د جزا وړ دي.
قمار، نشه کول، زنا او… ګناه او جرم بلل کېږي خو د قانون په دايره کې جرم نه ګڼل کېږي.

جګړه او ظلم هاغه عمل دی چې په هغه کې ګناه او جرايم له تحمل نه اوړي او د تباهۍ کچې ته رسيږي. د انسان فطرت داسې خلق شوی چې نفس يې که له ايمان او تقوی او پرهيز نه لرې شي د ابليس په دام کې اسير او ښويږي.نو بيا د جګړو په وخت کې د هغه ويجاړونکي فطرت پر ودانونکي خصلت برلاسي کېږي او د ګناه او جرم په سيند کې ډوب او لاهو شي. غربي نړۍ کې ګمان کيږي چې د انسان کردار دوه اړخه لري: Konstruktive destruktive ويجاړونکې او ودانونکې. ويل کېږي چې جګړه مار مشران ټول ويجاړونکي اخلاق لري.

دغه ګمان دوی جوړ کړی خو اصلاً په انسان کې د خلقت په اوله کې ددغو دواړو خصلتونو څرګنده مثال هغه کيسه ده چې د دوو ورونو د ابيل او قابيل په هکله شوې ده او په هغو اسماني کتابونو کې چې بشر ته د هدايت او رحمت لپاره نازل شوي دي بيا بيا نقل شوې ده. ويجاړونکي د حسد او کرکې په تبه کې سوځي تر څو په تيري او ظلم لاس پورې نه کړي، نه کراريږي خو کله چې تيری ترې وشي بيا پښېمانه او ملامت د خلاصون لياره لټوي.

نړۍ کې چې څومره جګړې شوي دي هغو جګړه مارو مشرانو او طاقتونو چې جګړې پيل کړي دي زښته زياتې وينې بهولي. پردۍ خاوره نيول، پردۍ دارايي او ثروتونه غنيمت کول، نور انسانان وژل، مريي کول، مجبورول، عاجزول، د تېري، جرم او ظلم ښکاره مثالونه دي. څه چې ما تر اوسه وويل د بديهياتو او څرګندو پېښو په برخه کې شميرل کېږي.خو!
ددغې ليکني موخه دا ده چې د ويجاړونکي فطرت يو بل اړخ هم راڅرګند شي هغه هاغه اړخ دی چې کله د جګړې د دوو خواوو نه يوه خوا غالبه شي او بله مغلوبه نو راځئ چې وګورو چې غالبه ډله پر مغلوبې ډلې څه لوبې او ظلمونه کوي؟ يعنې هغه ډله چې اوس مغلوبه، مجبوره، عاجزه او تسليم شوې ده په څه برخليک اخته کېږي.

سمدستي سړي ته دا ګمان ورځي چې چارچلند بايد د عفوې معيار تابع وي. کله چې ديني او اخلاقي ارزښتونه مراعات شي نو د غلبې په حالت کې د تېري او ظلم کچه له صفر سره برابره وي خو که دديني ارزښتونو روزنه او زده کړه شتون و نه لري نو داسې حال به وي لکه دا اوس چې په اوکراين کې روان دی او يا په ويتنام، سوريه، عراق، افغانستان او فلسطين کې.

يرغلګر د يرغل په شپو او ورځو کې په مخامخ جګړو کې دومره وګړي نه وژني چې له يرغل نه وروسته د استيلا او اشغال په وخت کې يې د مريي توب، تابع کولو او عاجزولو په موخه وژني او بندي کوي يې. روسانو د يرغل په ورځو کې افغانستان کې له زرو کسانو زيات ونه وژل، وژل ټول د اشغال په اوږدو کې تر سره شول همدغسې امريکا شايد د يرغل په مياشت کې لس زره کسه د خپلو ګوډاګيو په مرسته وژلي وای خو اصلي وژنه د استيلا په شل کلنې دورې کې اجراء شوله تر څو مسلمان ولس مطيع او مريي کړي. ولس د الله په اذن له خاورې وشړل.

لاندې سرسري ارقام او احصاييه کېدلی شي چې د ديني او اخلاقي ارزښتونو د رعايت او د انساني تهذيب او زړه سوي يوه پرتله وکړي. هر څوک کولای شي په څرګند ډول وويني چې څوک ډېر ويجاړونکې، غير انساني، غير ديني او غير اخلاقي چار چلند لري.

پوښتنه دا ده چې ايا هغه ارزښتونه چې ويجاړونکې ډلې يې لپاره جګړه کوي او دومره وينې بهوي د دوی هماغه ارزښتونه د دغومره تلفاتو او وينه بهيدنې ارزښت لري!؟

جګړه په کومه بيه؟
جګړه مار مشر لکه اسکندر يا ژول سزار چنګيز يا تيمور ګډ يا ريچارد شيردل انګليسي سالار په صليبي جګړو کې يا کارل يا ناپليون يا ستالين يا هتلر او يا پلار او زوی بوشان تر هغو پر بل قوم يرغل نه ور وړي ترڅو په خپل بري قطعې باور ونه لري او کله چې د دښمن پر زور کافي ځان زبردست ونه بولي تر هغو يرغل نه کوي تر څو سل په سلو کې د دريم ګړي پر شتون اطمينان ونه لري يا د “خلاص ګير” يا هغه چې ثالث بالخير ګڼي. دا پورته وګړي اکثر هغه وخت جګړې ميدان ته راووتل چې پوهيدل چې که جګړه وبايلي دريمګړي به دوی کې سوله وکړي. روس پوهيده چې که جګړه ونه ګټي نو داسې خلک شته لکه اردګان او اسرايلي صدر او نور چې د دوی تيري په سوله واړوي.
اردوګان د مړو غم نه کوي د روس د ابرومندانه وتلو پروا لري.

نن سبا پرله پسې د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر روسي يرغل بحث کوي. امريکايي طرف او انګريز او شريکان يې روس په افغانستان، سوريې او اوکراين کې په جنګي جناياتو تورنوي خو بيا بيا روس امريکا په افغانستان، ويتنام، کوريا، عراق او …. کې په جنګي جرمونه تورنوي. ددغه شورا راپور وګورئ هيڅ يو بين المللي يا بلې جنګي محکمې ته حاجت نه شته، دوی په خورا مستنده او روښانه توګه يو بل رسوا کوي او پر يو بل شهادت ورکوي:

لکه چې څرګنده ده لومړۍ او دوهمې نړيوالو جګړو کې ۱۱۰۰۰۰۰۰۰ وګړي مړه شول، دېرش ميلونه لومړي او اويا ميليون په دوهمه کې. دغه جګړې د اروپايي او امريکې جګړه مارو په ابتکار او اشتراک پيل او ختم شول چې په دغو جګړو کې له ۱۲ سوه ملياردو ډالرو زياتې لګيدلې وي خو که د نن ورځي په بيه حساب شي نو د ۱۵ سلنې تورم په محاسبې سره سم ۱۸ زره مليارده ډالر ته جګيږي.

لومړۍ جګړه څلور کاله اوږده شوله چې: ۴کالو کې ۳۰۰۰۰۰۰۰ تلفات ثبت شوي.

يوکال کې څه له پاسه ۷,۲۲مليون وګړي مړه، ورځ کې تقريباً ۱۹۸۸۸ نفر وژل کېدل.

دوهمه نړيواله جګړه شپږو کلونو ته وغزيده، ۶ کلونو کې ۷۰۰۰۰۰۰۰ وژل شوي وګړي
يو کال کې تقريبا ۱۱.۶۶۶۶۶۶ مقتولين، ورځ کې ۳۱۹۶۳ وګړي وژل شوي وو.

دوهمه جګړه کې د روس تلفات تر ديرش مليونه او د جرمني له نهه مليون نه لوړ وو.

روسانو ورځ کې تر شپږ زرو تنو وګړي له لاسه ورکول، انګريز په دوهمه جګړه کې د ورځې ۱۵۴ تنه تلفات لرل.

امريکا په افغانستان کې ۱۹ کاله او يولس مياشتې پاتې شوله، په دې موده کې رسماً ۲۵۰۰ کسه امريکايي عسکر وژل شوي چې که پر يو مياشت کم شلو کلونو تقسيم شي نو ورځ کې د دوی ضايعات برابر دي له ۰,۳ کسه سره يعنې افغانانو په ورځ کې له يوه امريکايي نه دريمه برخه وژلي دي، خو عراق کې د دوی ۱,۳ عسکر او ويتنام کې تر ۲۰ عسکرو قتل شوي دي.

روس په افغانستان کې د روس يرغل کې چې نږدې لس کاله اوږد شو د هغو د تلفاتو رسمي رقم ۱۵۴۰۰ کسه دي، يو کال کې دوی ۱۵۴۰ کسه له لاسه ورکړي
خو د دوی ضايعات په يوه ورځ کې له ۴,۲۱۹ کسو نه لوړ نه وو، يعنې څلور کسه.

د افغانستان ضايعات د روس په جګړه کې رسماً ۱۵۰۰۰۰۰ افغانانو د شهادت مقام خپل کړ چې کال کې ۱۵۰۰۰۰ کسه وژل شوي خو په ورځ کې تر ۴۱۰ کسه شهيدان کېدل.

د افغانستان ضايعات د امريکا او ناټو يرغل مقابله کې تخميني رقم له ۱۰۰۰۰۰۰ کسانو لوړ دي، ځکه بمباريانې ړندې او د شپې تر سره کېدلې.

په دې حساب په شلو کلونو کې هر کال کې تخميناً ۵۰۰۰۰ کسان شهيدان شوي.
امريکايان زمونږ هيواد کې ۷۳۰۰ ورځې تيرې کړي دي نو روزانه په اوسط کچه دوی ۱۳۶,۹۸ کسه يعنې يو سل او اوه ديرش کسه شهيدان کړي دي.

پرتله:

امريکا روزانه تلفات ۰,۳ کسه، افغانستان ورځني ضايعات ۱۳۷کسه

روسيه ورځني تلفات ۴ کسه، افغانستان ورځني تلفات ۴۱۰ کسه شهيدان

ليکنه رانه اوږده شوله!
ددغو ارقامو په رڼا کې سليم عقل دا قضاوت کولی شي چې څوک د وينو بهولو ماهران دي؟ څوک دهشتګرد، قاتل، ظالم، تيري کوونکي او ويجاړونکې دي او څوک د دهشتګردۍ قرباني، مقتول، مظلوم، مجبور او عاجز کړل شوي دي، د چا کور، ځاله او کرونده ويجاړه او ورانه شوې ده؟
خو لا هم ډېر دې ګستاخه او سپين سترګي وګړي چې د قاتلانو په رکاب کې يې افغانان وژلو او بندي کولو ته ورپه ګوته کول خو لا هم پر افغان ولس د دهشتګرد او تروريست تور لګوي!

خلاصه زه هک پک ددغو بد سترګو جرئت ته حيران پاتې يم؟

اللهم نعوذ بک من شر الخناس

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

طالبان باید ټول هغه ارقام او حادثی ثبت کړی چی دیرغل په وخت کی سوی او دخلکو ژوند او مال یی ضایع کړی. بیا ددی په اساس دعوی قایمی کړی او فیصلی وسی او بیا دهغه په اساس له دنیا سره خبری وکړی او خپله پالیسی باندی ودروی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx