شعـــــرونه

څه ګیله به یې له تللي سېکولر کړې!

استاد زمان مزمل

چین او زار چې یې په فتحه زنده باد شو
ابدالي طالب د وخت پکې قباد شو

د چوکۍ له اسرې وژغوره طالب مې
که نه خدایه مجاهد غوندې برباد شو

د پردو پر ضد موږ څو ځله محشر شو
په ځواکمنو حریفانو باندې بر شو

چې د غم کابل ته راشو پکې بر شو
بیا د برخو په تقسیم اخته په شر شو

د الف تر یا چوکۍ یې سره جر کړې
بس یې نشته که هر څومره نورې ورکړې

د افغان مُلا دا حرص ده لویه ربه؟
څه ګیله به یې له تللي سېکولر کړې

موږ د عقل سره ډزې دي تبا شو
په حیا حیا کې خلاص موږ له حیا شو

بلا راغلل په دې ارګ کې ټول په شا شول
دا شوم کور نن په قسمت کې د مُلا شو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx