افغانستان

ننګرهار: له بېوزله کورنيو سره ۱۲۸ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،  وری ۱۸، ۱۴۰۱ل): په ننګرهار ولايت کې د ۱۲۸ میليونه افغانيو په ارزښت ۱۲ زره بېوزله کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ددې ولايت سره رود ولسوالۍ او يو شمير نورو سيمو کې د خوړو نړيوال سازمان له لوري او د FGA په تخنيکي همکارۍ له دولس زره ۱۷۰ کورنيو سره د ۱۲۸ ميليونه ۷۵۴ زره افغانيو په ارزښت نغدي مرسته وشوه.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې ياده مرسته په دوو برخو ويشلې وه چې يوه برخه يې ډېر اړمن او دوهمه يې متوسط اړمن وو، چې د ۹۲۷۰ ډېرو اړمنو کورنيو سره ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته او ۲۹۰۰ متوسط اړمنو کورونيو سره ۵۴۰۰ افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

که څه هم ددې مرستو د ويش مسؤلين د مرستو ويش شفاف بولي خو د ننګرهار يو شمير اوسېدونکي وايي چې ياده پروسه شفافه نه ده او په وينا يې چې په بېلابېلو ولسواليو کې يو شمير اړمن خلک له دې بهير څخه پاتې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx