افغانستان

جیکوبسن: د امریکايي جنرال د وژنې اړوند څېړنې روانې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د ایساف پخوانی ویاند او اوسنی مرستیال ډګر جنرال جیکوبسن وايي چې د کابل په قرغه کې د وژل شوي امریکايي جنرال د وژنې اړوند پلټنې روانې دي.

نوموړي پرون د خپلې نوې دندې د پيل په مراسمو کې وویل چې دغه ډول بریدونه به زموږ او افغان لوري تر منځ په اړیکو کې اغېز ونه کړي.
جیکوبسن چې دوه کاله وړاندې د ایساف د ویاند په توګه کار کاوه اوس د یادو ځواکونو مرستیال وټاکل شو.

هغه څو ورځې وړاندې د افغان سرتېري له لوري په قرغه کې د امریکايي جنرال وژنه یوه شخصي پېښه وګڼله او ويې ویل چې دا د یوفرد کړنه وه چې پر نورو به تاثیر ونه لري.

د رفیق الله په نام د افغان ملي اردو یوه سرتېري چې ویل کېږي د پکتیاولایت اوسېدونکی و، په یوه لوړپوړي امریکايي جنرال برید وکړ او ځای پرځای يې له خپلو دریو نوروملګرو سره وواژه او پنځلس نور يې ټپیان کړل.

دغه پېښه د زمري په څوارلسمه د کابل لویدیځ ته د قرغې په سیمه کې د قسیم فهیم په پوځي اکاډمۍ کې وشوه.
ویل کېږي چې دغه جنرال د ویتنام له جګړې وروسته لومړی لوړپوړی جنرال دی چې په جګړه کې وژل کېږي.

د چارو د شنونکو له قوله نفوذي بریدونو د امنیتي ځواکونو پخپل منځ او له بهرنیانو سره بشپړه بې باوري رامنځ ته کړې ده.
له دې برید سره هم مهال په پکتیا کې هم یو پولیس ګڼو بهرنیانو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.

طالبانو دواړه بریدګر ستایلي دي هغوی يې «حماسه ساز» ګڼلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x