افغانستان

ملا عبدالغني برادر د قشقري تيلو بلاک پرانستې په موخه سرپل ولايت ته تللی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،  وری ۱۸، ۱۴۰۱ل): د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د يو پلاوي په مشرۍ سرپل ولايت ته تللی او هلته به د قشقري تيلو بلاک پرانسته وکړي.

د ملا عبدالغني برادر ځانګړي سکرتر عبدالله عزام په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې ملا بردار اخوند به د قشقري د تېلو بلاک پرانسته وکړي چې ورسره به له ياد بلاک څخه د نفتو استخراج پيل شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې ياد بلاک لس د نفتو کوهيان لري چې اوسمهال يې ۹ فعال دي چې له پرانستو سره به ترې د نفتو استخراج پيل شي او په دې سره به په ورځني ډول له سل زرو څخه تر يو نيم سل زرو امريکايي ډالرو پورې عايد ولري او افغانستان به تر ډېره د تېلو له اړخه پر ځان بسيا شي.

بايد وويل شي چې د افغانستان نوی حکومت له شته اقتصادي ننګونو څخه د خلاصون په موخه هڅې کوي ترڅو په کور دننه د يو شمېر پروژو په پیل کولو سره افغانستان له شته اقتصادي ننګونو څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم په بلخ ولايت کې د افغانستان په کچه د قوشتېپې لوی کانال پرانستل شو چې د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

دا هم د خوش تېپېې د پروژې په شانې یو مهم او ستر خبر دی او خدای پاک دې برکت پکې واچوي. بله ډېره مهمه خبره داده چې داسې اوازې خپرې شوي چې ګویا د طالبانو په نوم ځیني کسانو د خوست په ولایت او نورو ځایونو کې د رشوت په اخستلو پیل کړی چې ځینی خو یې په جلال اباد کې نیول شوي هم دي. دې مسئلې ته دې د اسلامي امارت د چارواکو ډېر پام وي. ځکه چې دا ډېر بد کار دی او که دا خلک په رښتیا هم طالبان وي بیا دې نو خدای د طالبانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx