
د کريم بنزينا ماسټرکلاس، چيلسي پر وړاندې لوبه کې يو ځل بيا هيټريک راوړ
نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۱ل): د ريال مدريد لوبډلې مخکښ مسلمان لوبغاړي کريم بنزيما د انګلستاني کلب چيلسي پر وړاندې د اروپا اتبانو ليګ کواټر فاينل کې په زړه پورې هيټريک وواهه او لوبډلې ته يې بريا ورکړه.
کريم بنزيما له ټولې ورځې روژې نېولو وروسته يې په زړه پورې کارکردګي وښوده او په مهمه لوبه کې يې ريال مدريد ته بريا ورکړه.
هغه د چمپينز ليګ پرلپسې دوه لوبو کې درې-درې ګولونه يا هيټريک راوړ، چې په دې سره د رونالډو، ميسي او ادريان وروسته څلورم لوبغاړی شو چې پرلپسې دوه هيټريکونه راوړي.
هغه له دې وړاندې په ناکاوټ مرحله کې د فرانسوي کلب پي ايس جي پر وړاندې هم په زړه پورې هيټريک راوړی و، چې د ميسي، نيمار او امباپی لوبډله يې له يادو سياليو بهر کړه.
د اروپا اتلانګو ليګ کواټر فاينل په دوهم شپه د چيلسي او ريال مدريد لوبډلې په سټامبرج لوبغالي کې مخامخ شوې چې ريال مدريد په ۳-۱ بريا خپله کړه.
په دغه لومړي ليګ کې کريم بنزيما په ۲۱مه، ۲۴مه او ۴۶مه دقيقه کې ګولونه راوړل، په داسې حال کې چې د چيلسي لخوا په ۴۰مه دقيقه کې الماني کی هاورتز يوازينی ګول راوړ.
First-leg results 😮
👀 Tell us which four you think will make the semi-finals…#UCL pic.twitter.com/WGOal8VNLo
— UEFA Champions League (@ChampionsLeague) April 6, 2022
ريال مدريد په داسې حال خپل سيال مات کړ، چې د تېر ۲۰۲۱ چمپينز ليګ نيمه پايلوبه کې چيلسي ريال مدريد ته ماتې ورکړې وه او له دغو سياليو يې بهر کړی و.
د ريال مدريد پياوړی ۳۴ کلن لوبغاړی کريم بنزيما وايي چې روژه دده د ژوند برخه ده او د نېولو سره يې پر لوبه منفي اغيز نه غورځي.
بل لوري ته په همدغه شپه د بايرن مونشن او وياريال لوبډلې هم مخامخ شوې چې وياريال په ۱-۰ صفر باين مونشن ته ماتې ورکړه.
دا لومړۍ لوبډله ده چې د چمپينز ليګ په دوه پړاوونو کې بايرن مونشن ته ماتې ورکوي.
د اروپا اتلانو ليګ کواټر پايلوبو دوهم ليګ به راتلونکې اونۍ ترسره شي.
https://youtu.be/ztD4MVP5jCc