پر کونړ بریدونو کې ۲ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (يكشنبه، زمري ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان له لوري په افغانستان د بریدونو په لړۍ کې لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي دي.

د کنړ ولایت امنیه قومندان عبدالحسیب سیدخیلی وايي چې دغه دوه ځوانان تېره ورځ ماسپښين ۳ بجې د پاکستان له لوري د یو هاوان په برید کې په مروره ولسوالۍ کې وژل شوي.

سیدخيلي زیاته کړې چې پاکستاني ځواکونه تېره ورځ د کونړ ولایت دننه تر نیم کیلومتر مخکې راغلي او یو شمېر څاروي يې له ځانه سره وړي.

د امنیه قومندان په وینا له تېرې ورځې راهیسې پاکستان د کونړ ولایت په دانګام، شیګل او مروره ولسوالیو تر ۳۰ زیات توغندي ویشتي دي.
پر کونړ د پاکستان توغندیز بریدونو د دواړو هېوادونو اړیکې خړې کړي دي.

څو ورځې د مخه افغانستان حکومت ګواښ وکړ چې پاکستان ته به د برید ځواب ورکړي.

بل پلو پاکستان وايي چې د افغانستان څخه راغلو طالبانو د سیمه ییزو طالب مخالفو ملیشې د قومندان په کور برید کړی او ۴ کسان یې وژلي.

د دوی په وینا په برید کې د یوې ښځې په ګډون ۲ کسان ټپي شويدي. پاکستان په ځوابي بریدونو کې د ۲ وسلوالو د وژنې ادعا کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د