دیني، سیرت او تاریخ

په روژه کې د ورځې درې مهم ساعتونه

مولوي عصمت الله عزام

د رمضان په مبارکه مياشت کې په ورځ کې درې ساعتونه ډېر مهم دي، بايد ډېره پاملرنه ورته وشي.

که دغو درو ساعتو ته پاملرنه وشي، نو ان شاء الله د رمضان د مياشتې له فائدو څخه به برخمن شوي يو.

هغه درې ساعتونه دا دي:

۱ :د روژې د ماتولو په وخت کې:
په دې وخت کې روژه ماتی بايد ژر تيار شي او ځان په دې وخت کې دُعاء ته فارغ کړه، ځکه په دې وخت کې دُعاء قبلېږي، د ځان،مور او پلار او ملګرو لپاره دُعاګاني وغواړه او همدا راز مړه مسلمانان هم بايد هېر نه کړل شي، ځکه هغوی ستا دُعاء ته ضرورت لري.

۲ :د شپې په آخره حصه کې:
دغه وخت د الله تعالی سره د يوازيوالي وخت وګرځاوه، ځکه الله پاک په دې وخت کې آواز کوي چې څوک سوال کوونکی شته چې زه يې ور کړم؟ او څوک بخښنه غوښتونکی شته چې بخښه ور ته وکړم؟

نو په دغه وخت کې بايد له الله پاک څخه پخښه وغوښتل شي .

۳:د سهار تر لمانځه وروسته د لمانځه په ځای کې تر اشراق پوري کېناستل دي.

دا هم ډېر د ګټې وخت دی.

که دغو درو ساعتو ته پام وشي نو ان شاءالله د رمضان په مبارکه مياشت کې به مو د پام وړ ګټه کړې وي.

وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله وصحبه اجمعين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx