
په اسيا کې وروستي تحولات او د اسلامي امارت مسؤليت؟
عبدالرحيم ترين
روان زیږدیز ۲۰۲۲ کال له پيله داسې له عجايبو پيښو سره پيل شو. په اوکراین د روسیې نا ببره او بې مخينې تاريخي بريد، د هندوستان لخوا د خپل تیر تاریخ برعکس د امريکا په ځای له روسیې سره اړیکې پالل، پاکستان کې سياسي تحولات، د عمران خان لری کيدل، اسلام اباد ته د زلمي خليلزاد ناببره سفر، د القاعدې د مشر ايمن الظواهري راڅرګند کيدل چې د هغه د مرګ شکونه او پوښتنې یې په اوبو لاهو کړي او په تايوان د چين احتمالي برید.
خو اوس پوښتنه دا ده چې دا ټولې پيښې له يو بل سره کوم تړاو لري که نه؟
پر اوکراين د روسیې بريد په لوی لاس د امريکا او غربي اروپا په هڅونه او زهرجنو تبليغاتو ترسره شو چې روسیه یې دې ته اړ کړه چې په اوکراین بريد وکړي خو داسې بريد چې روسانو یې د دومره تلفاتو او اوږدیدو تمه نه لرله، د غربي هيوادونو تبليغاتو د روسیې ټوله نظامي دستګاه او ويلادي مير پوتین وویرول چې ګواکې که پوتين په اوکراين برید ونکړي نو ناټو به اوکراین خپل او د روسانو د کور په خوله کې به دوی ته مزاحمت جوړ کړي چې دغه ټول آغه عوامل وو چې روس یې اړ کړ د خپل راتلونکي لپاره په دې سريښو ډنډ کې بند پاتې شي او د غربي نړۍ په جال کې د تل لپاره وغورځيږي چې نوره نړۍ او اروپا یې له شره خلاصه شي. خو په اوکراین د روسیې له برید سره د امریکا دایمي لاس پوڅي او اسيا کې د دوهم ستر نفوس لرونکي هند بې مخينې پريکړه او عمل چې حتی هندوانو یې هم تمه نه لرله نړیوال او اسيايي هېوادونه هک پک حيران کړل خو آيا هند دا هرڅه خپله وکړل که د امريکا په پلان کې خپل اساسي رول ولوباوه؟
هندوستان هيڅکله په خپل اوږد تاريخ کې نه دي غوښتي چې د نړۍ يو زبرځواک او اشغالګر امريکا خپه کړي نو له روسیې یې د ملاتړ لپاره دوه هدفونه ول، يو د روسیې باور ترلاسه کول او آسیایي هيوادونو ته ښودل چې دی خپلواک ده او د هیچا تر تاثیر لاندې هيواد نه دی خو دوهم او اساسي هدف او د امريکا لخوا ورکړل شوې کورنۍ دنده ترسره کول چې دغه دنده دا وه چې له روسیې څخه ملاتړ سره روسیه تشويق کړي چې په ټول نظامي قوت سره په اوکراین کې ښکېل شي چې دغه پلان او دنده یې په ښه ډول پای ته ورسوله او دا دی روس یې په داسې کړنګ کې واچو چې هره ورځ د لسګونو روسانو جنازې خپلو کورنيو ته روانې دې او له نورې نړۍ یې د روسیې توجو اوکراین ته کړه چې امريکا بریالۍ شوه د هند په مرسته.
بلخوا په پاکستان کې سياسي تحولات چې سرچینه یې د روسیې برید په اوکراین او د پاکستاني لومړي وزير هممهاله سفر و روسیې ته چې له توندو غبرګونونو سره مخ شو هماغه وخت خو د پاکستان لومړی وزیر نه پوهېده چې د پاکستان واک او پوځ د امريکا په لاس کې ده او دی هيڅ داسې خپل سرانه کړنه نشې کولای چې د پاکستان پوځ او راتلونکی له امريکا سره په مخالفت یاهم ټکر کې واقع کړي او هماغه وو چې د امريکا په مرسته د سياسي ګوندونو، جمعيت علماء يی پاکستان چې مشري مولانا فضل الرحمن کوي، د خلکو يا پیپلز پارټۍ چې مشري یې د بې نظیر بوټو زوی بلاول بوټو کوي او وروستي دريم قوي ګوند چې مسليم ليګ ده او مشري يې شهباز شريف کوي د امريکا په لمسون د پوځ په کلک ملاتړ د عمران خان د لومړي وزارت دورې پای ته رسولو پسې لاس په کار شول چې نتجې کې یې د خان واک مزې او چرچی په اوبو لاهو کړي او خبره تر انتخاباتو پورې لاړه خو اصلي خبره دا ده چې پاکستان کې لاهم وروستۍ پريکړه پوځ کوي او که پوځ وغواړي هرڅوک که په هره کچه یې له واک یې لرې کوي او حتی د زندان تورو تمبو شاته یې اچوي چې واضح بيلګه یې د پخواني پاکستاني لومړي وزير نواز شريف وه خو د عمران خان دې تيروتنې زلمي خليلزاد اړ کړ چې پاکستان ته سفر وکړي او د امريکايي چارواکو غوصه او دريځ پوځ ته بيان کړي چې د پاکستاني پوځ مشر قمر جاويد باجوه له خليلزاد سره په يو امنيتي کنفرانس کې راڅرګند شو او د امريکا خوشحالولو او اړيکو عادي کولو لپاره يې په اوکراین د روسیې بريد وغانده او دا یې د نړيوالو اصولو خلاف يو عمل وباله چې دې خبرې سره به پاکستان کې راتلونکو ټاکنو کې ټاکل کيډونکی يا ګټونکی ګوند هم مخامخ د پوځ د پلانونو او طرحو تطبيق کوونکی وي.
خو له دې ور اخوا په تايوان د چين د احتمالي برید او يا هم په غير مستقيم ډول د چين تشويق کول او تايوان کې ښکیل کولو لپاره د امريکا پراخه لابیګري روانه ده چې په تیرو څو میاشتو کې لوړپوړو امريکايي چارواکو او سناتورانو تايوان ته سفرونه وکړل او ياد هيواد چارواکو ته يې ډاډ ورکړ چې د چين احتمالي برید په اړه له تايوان سره اوږه په اوږه ولاړ دي، چې تازه یې څو ورځې وړاندې د لسګونه ميليونه ډالرو په اندازه د درنې وسلې د خرڅلاو ډاډ ورکړ ترڅو د چين دفاع پرې وکړي خو ددې پيښيدونکې احتمالي جګړې په اړه به راتلونکي کې بحث کوو او ګورو به چې آيا چين د روسیې له بریده چې په’ اوکراین یې ترسره کړ زده کړه کوي که نه دوی هم د غرب او په ځانګړې توګه د امريکا په لومه کې ګير کیږي چې وخت به یې ثابته کړي.
خو له دې ټولو تحولاتو سره د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري تازه راڅرګند کيدل چې ټولو هغو شکونو او ګمانونو ته یې د پای ټکی کیښود چې ويل کيده ښاغلی الظواهري څو کلونه وړاندې وفات شوی. مګر سوال دلته دا چې د ښاغلي الظواهري را څرګند توب، په اوکراین کې د روسیې ځواکونو ښکيل کول، په پاکستان کې د سياسي نظام تغير او په ټايوان د چين احتمالي برید د څه ښکارندويي کوي؟
ايا امريکا يوه بله نوې لوبه په آسیا کې پيل کوي؟ داسې لوبه چې عمران خان یې غړی نه وو او که داسې لوبه چې د القاعدې په مټ د ايمن الظواهري په مرسته ترسره کېږي؟
په 2022 کال کې او هغه په لومړیو دریو میاشتو کې داسې ستر تحولات، چې د کال ترپايه به څه پيښ شي د اندیښنې او دقیق د حالاتو د څار خبره ده چې بايد د افغانستان اسلامي ورته پام او ځانګړي توجو وکړي، ځکه په افغانستان کې د تيرو اتو مياشتو په بې مثاله امنيت، خپلواک توب او داسې نظام چې د نړۍ د هيڅ هيواد واک او اغېز پرې نه يې د هيڅ ګاونډي او د نړۍ د هيڅ اسلامي او غير اسلامي هيواد غوښتنه نه ده نو بايد بيدار اوسو او د هرې پيښيدونکې هغه پيښې په اړه چې له افغانستان د باندې همسایه هیوادونو کې پيښيږي ځان خبر او د حالاتو شننه او په افغانستان یې اغېزې وڅيړو او اماده اوسو.
د يو ودان افغانستان په هيله
دا پېښې په رښتيا هم د 2022 کال لومړنى پېښې دي، او د بشريت لپاره ښې ندي.
خو زمونږ رول پدې پېښو کې څه دى؟
فکر کووم مونږ يوازې که د سوال ډوډۍ خپلو خاکو ته پيدا کړه نو دا به زمونږ مېړانه وي.
اسلامي امارت خو فکر کووم چې هيڅ شى هم نشي کولى، اسلامي امارت د داسې قووتونه په لومه کې را ګير دى چې د خپلو خلکو د بچيانو لپاره آن د ښوونځيو دروازې هم نشي خلاصولى نو په جهاني پېښو کې به څه وکړاى شي.
امریکا د خپلو امپریالیسي پلانونو او پالېسیو پر بنسټ( نوی نړېوال نظم) په نظر کې لري حې تر ۲۰۷۰ کال پورې ټوله نړۍ له یوې مخې بدله کړي. په دې بدلون کې به روسیه، چین او هندوستان په ځانګړې توګه او ځیني نور هېوادونه په وړو وړو هېوادونو بدل او نوي جغرافیایي سرحدونه به ولري. اوس نو که د چین او روس څخه یو یې هم ماتېږي، نور نو څوک د امریکې او ناټو مقابله نشي کولای. امریکا هڅه کوي چې د دغو هېوادونو د اقتصادي وضعیت په خرابولو سره د همدغو هېوادونو خلک راپورته او حالات له کنټرول څخه… نور لوستل »
زه فکر کووم چې د آمريکا پلان چې هر څه وي، وي به، خو د اتمو جنګ لپاره به هيڅ هېواد زړه ښه نکړي. دا ځکه چې په اتومي جنګ کې ټوله نړۍ تباه کېږي او هغه څوک چې دا جنګ پيلوي هغوى هم تباه کېږي. دا امکان شته چې د روسيې او د اوکراين د جنګ په نتيجه کې يو بل پکت ( تړون) رامنځ ته شي چې هغه به د ناټو په مقابله کې وي. پخوا د وارثا تړون وو چې د ناټو په مقابل کې ولاړ وو، خو هغه له منځه لاړ. اوس د نړۍ د خونديتوب… نور لوستل »
هرڅوک خپل خپل نظرلری، دا زما نظردی: اسلامی امارت واقعا چی پسله ۴۳ کلونو څخه و ګران وطن ته یوه بیساری د خوند او خوشحالیوڅخه ډکه امنیتی فضا راوړی ده. اما زموږ د خلکو بی صبری، داسلامی ارشاداتواو د اصلافو د سنت څخه ناخبری، دالله ج پرځای پربندګی او کفری نړی باندی تکیه، د الله ج د واک او ځواک څخه پرته پرامپرالستی او کمونستی واکونو باندی نظراچول، د مړواو تجارانو له لوری د غریبانو نه لاسنیوی، د اقتصادی لرونکو وګړو له لوری د ځان او وطن سره ظلم، پرپردو باندی د خرڅ کړل سوه ضمیرونو والاوه د ملک او… نور لوستل »
افغانستان باید مالومه کړی دفیلانو په جنګ کی څه ګټه کولای سی. زما په نظر دطالبانو اوسنی دریځ معقول دی: افغانستان اقتصادی ودی ته ضرورت لری. په دی اصل که هرڅوک غواړی چی له طالبانو سره خبری وکړی دوی باید افتصادی خبری وکړی. ووایی چی څه په افغانستان کی کولای سی. هغوی ته طالبان په کلکه ووایی چی افغانستان داقتصادی همکاریو مرکز دی چی ټولو ته په عادلانه توګه برخه ورکول کیږی، مګر هیڅوک له هغه پورته باید دافغانستان په داخلی خبرو کی مداخله ونکړی او خپلی ګټی په افغانانو تحمیل نکړی یا دهغو دتدارک لپاره حاضری استعماری پلمی (همه… نور لوستل »
زه فکر کووم چې په نړۍ کې ټول هېوادونه د خپلو ګټو په رڼا کې تعاملات او معاملات لري، نو داسې نشې کېداى چې يو هېواد په يوه معامله کې ګټه و نلري، او بيا هم دې ته حاضر شي چې معامله تر سره شي. همه شمول حکومتونه، د ښځو ونډه د ټولنې په ټولو برخو کې، د نجونو او ښځو زده کړې، د بشر حقوق، دا ټول هغه معيارونه دي چې په نړيواله کچه منل شويدي او حکومتونو ته د مشروعيت لاره پرانيزي او په رسميت پېژندل کېږي. د نړيوالو سره د تعاملاتو لپاره نړيوال معيارونه بايد و منل… نور لوستل »